روژه د خدای میلمستیا ۲۶
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i115260-روژه_د_خدای_میلمستیا_۲۶
مونږه بې پایه لاره پرمخ لرو ، هغه لاره چی په خدای ختمیږی . په دغه لاره کې بی لاریتوب او د لارې غله ډیر دي او مونږه د ډاډ او له سختیانو او مصیبتونو په امان کې پاتی کیدا لپاره زیاتره امید او هیله هغې توشې ته دې چی له روژې مو ترلاسه کړی ده ، ځکه چی په رمضان کې هم هر څه نوراني دي او هم له برکته ډک .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2022 09:12 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا ۲۶

مونږه بې پایه لاره پرمخ لرو ، هغه لاره چی په خدای ختمیږی . په دغه لاره کې بی لاریتوب او د لارې غله ډیر دي او مونږه د ډاډ او له سختیانو او مصیبتونو په امان کې پاتی کیدا لپاره زیاتره امید او هیله هغې توشې ته دې چی له روژې مو ترلاسه کړی ده ، ځکه چی په رمضان کې هم هر څه نوراني دي او هم له برکته ډک .

دا څو ورځې کیږی چی اپوټه شمیر پیل شوی نن څلورم ته ورسیدو او سبا یوازې درې ورځې ، د رمضان تر پایه یوازې درې ورځې فرصت پاتې دې . د روژې د مبارکې میاشتې په دغو پاې ورځو کې یوه کتنه وکړو چی پر مونږه څه تیر شول ، باید له ځانه وپوښتو چی د خدای تعالی د رحمت او برکت له دسترخوانه مونږ ته څه نصیب شول ؟ په روژې مبارکه میاشت کې باید د زیاتې توشې د ترلاسه کولو لپاره حریص ووسو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

مونږه بې پایه لاره پرمخ لرو ، هغه لاره چی په خدای ختمیږی . په دغه لاره کې بی لاریتوب او د لارې غله ډیر دي او مونږه د ډاډ او له سختیانو او مصیبتونو په امان کې پاتی کیدا لپاره زیاتره امید او هیله هغې توشې ته دې چی له روژې مو ترلاسه کړی ده ، ځکه چی په رمضان کې هم هر څه نوراني دي او هم له برکته ډک . هغه توښه چی له روژې ترلاسه کوو ، مهمه توښه ده ، یوه خاصه او ځانګړی توښه .

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص فرمایلی دی په روژې میاشت کې د حسناتو انعام څو برابره دې او پکې د خیر عملونه قبلیږي .

راځئ د رمضان په دغو پاې ورځوکې د ښو کارونو په ترسره کولو کې له نورو مخکې شو او ځانونه د خدای مغفرت او رحمت ته نږدې کړو . خدای تعالی د مومنون سورت په ۶۱ ایت کې فرمایی مومنان هغه کسان دي چی د خیر په کارونو کې تعجیل او بیړه کوي او له نورو مخکې کیږي .

أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ ﴿۶۱)

هغوی دي چی په نیکو کارونو کې بیړه کوي او هغوی دي چی د هغو په ترسره کولو کې مخکې کیږي .

قران کریم داسې کسان د الهی درګاه مقربان معرفي کوي . د سوره واقعه په لومړنیو ایتونو کې خدای تعالی له د قیامت د عظمیې واقعې له بیانولو وروسته فرمایی په هغه ورځ تاسو بندګان به درې ډلې وو ، لومړې د نیکو کسانو ډله چی عملنامه به ورته په ښې لاس کې ورکړل شي ، دوهمه ډله د ملعونانو ډله ده چی عملنامه به ورته په کیڼ لاس کې ورکول کیږی او دریمه ډله د هغو پاک سرشته وګړو ده چی په دنیا کې یې د ښو کارونو په ترسره کولو کې له یوه بله مخکې کیدل . له دې ډلبندۍ وروسته خدای تعالی دریمه ډله خپل خاص کسان  او مقربان معرفي کوي .

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیم

إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿١﴾ لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا کَاذِبَةٌ ﴿٢﴾ خَافِضَةٌ رَافِعَةٌ ﴿٣﴾ إِذَا رُجَّتِ الأرْضُ رَجًّا ﴿٤﴾ وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ﴿٥﴾ فَکَانَتْ هَبَاءً مُنْبَثًّا ﴿٦﴾ وَکُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلاثَةً ﴿٧﴾ فَأَصْحَابُ الْمَیْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَیْمَنَةِ ﴿٨﴾ وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿٩﴾ وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿١٠﴾ أُولَئِکَ الْمُقَرَّبُونَ

««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت امام علی ع مومنینو ته سپارښتنه کړی ده له دې مخکې چی کوم څیز  تاسو له خیر کارونو منعه کړي د هغه په ترسره کولو کې کوشش وکړئ او له امام صادق ع روایت دې چی هغه وخت چی مومن د خیر کار ترسره کولو فیصله کوی ، نو دوه شیطانان پرې ګمارل کیږي ، پس باید په چټکتیا سره اقدام وشی چی داسې نه وی شیطان غلبه وکړی او هغه د نیک کار له ترسره کولو منع نکړې شی .

په روژې میاشت کې چی  د اسمان دروازې د شیطانانو په مخ بندې وي ، د نیکو کارونو په ترسره کولو کې د مومنانو چټکتیا له مخکې زیاته وی او له نورو د مخکې کیدا لپاره هیڅ څیز د هغو خنډ نه کیږی . هغو په هماغه نسبت چی د ښو کارونوپه ترسره کولو کې تعجیل اوبیړه کوي او له ټولو مخکې کیږی د خدای تعالی د قرب ځای ته په رسیدا کې هم مخکې کیږی . راځۍ مونږه هم له سابقون ووسو او د روزې په پاتې ورځو کې د مقصد په لور اوږده ګامونه پورته کړو چی د ټولو ارزو کونکیو نهایت ارزو ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په روژه کې خوراکی رژیم باید په دې ډول برابر شی چی د وزن د زیاتیدا سبب نشی البته که کوم کس وزن زیات هم شی نو د روزې میاشت مناسب فرصت دې چی وزن یې طبیعی حالت ته ستون شی . د روژې نیولو د وخت اوږدوالی او د خوړو لپاره د نسبتا کم وخت په دلیل ضروری ده چی د روژه ماتی او پیشمنی لپاره د خوړولو په انتخاب کې ځیرووسو . په روژه ماتی کی د ژر هضمیدونکی خوړولو لکه خورما ، چای ، شودې ، ګبین یا شات ، سوپ وغیره سپارښتنه کیږی .

د دې لپاره چی له افطاری او پیشمنی خوړولو وروسته مو هاضمه خرابه نشی او یا مو زړه ونه سوزی نو سپک او کم غوړ خوړه استعمال کړئ تر څو په معده مو دباو رانشی . له مسالو ډک خوړو او ګازلرونکی بوتلو او کافی وغیره هم استفاده نده پکار ځکه چی دغه وضعیت له پسې خرابوی .

سپارښتنه کیږی چی په روژه ماتی کی سپک خوړه وخورئ تر څو خیټه مو درنده نشی . همداراز په ارامه خوړل هم د هغه هضمول اسانوی . لکه څرنګه چی له ساعتونو روژې وروسته د زیاتو خوړو امکان زیات دې نو بهتره ده چی له مخکې ځان د ارامه خوړولو لپاره عادت کړئ تر څو د روژه ماتی په وخت زیات ونه خورئ . په ارامه خوړولو سره دغه فرصت مغزو ته ورکړئ .

««««««««««««««««««««««««««««««««

بهتره ده د روژه ماتی په وخت تازه لیمو اوبه ، یا چایو یا شربت ، یوه پیاله شودې او شات وغیره استفاده وکړئ .

بهتره ده خپل روژه ماتې په دو خرما خوړولو سره پیل کړئ په تیره بیا دا چی که سردرد یا سر مو ګډیږئ. په زیاتو موردونو کې دغه ډول سر دردونه د وینې د شکرې د کمیدا په خاطر دی . البته بایدد مټیانو په خوړولوکې انډول په نظر کې ونیول شی ځکه چی دغه ډول مواد له چربی ، مالګې او شکرې ډک دي  ، د دغو څیزونو خوړل پرنږدئ خو انډول یې وساتئ .

په روژه ماتی  او ماښامنۍ ډوډۍ کې پخه شوي خوراکی مواد د میوو په شان له اومو موادو سره یو ځای ونه خورئ ځکه چی د اومو او پخو شویو څیزونو هضمول سره توپیر لري .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د روژې مبارکه میاشت د بندګۍ ، عبادت ، سلوک ، ځان جوړولو فرصت او د الهی تقوا د زیرمې ترلاسه کول دي او مومنان هڅه کوی تر څو له دغه فرصته زیات نه زیاته استفاده وکړی . د روزې په مبارکه میاشت کې د ایت ا... خامنه ای سیرت په تهجد او شپې روڼولو او د پیشمنی له فرصته استفاده ،د دعاګانو لوستل ، د قران پاک د نورانی ایتونو لوستل او د هغه په ایتونو کې تدبر او ورته ځانګړی پام ، د لمونځ په وخت او باجماعت ادا کول ذکر او استغفار ،د نفس مراقبت او اړمنو او محرومانو ته پام  باندې ولاړ دې  . همدغه سیرت ته پام د دغې میاشتې له برکتونو او الطافو انسان برخمن کولې شی . د رهبرۍ ستر مقام د روزې میاشت د بهشت یوه ټوټه بولی او  فرمایی په هر کال کی د رمضان میاشت د جنت یوه ټوټه ده چی خدای تعالی د مادی دنیا په سوزونکی جهنم کې هغه راولی او مونږ ته فرصت راکوی چی ځانونه د دغې میاشتې په الهی دسترخوان جنت ته ورداخل کړو .ځینې کسان  هماغه ۳۰ ورځې بهشت ته ورداخلیږی ، ځینې د دغو دیرشو ورځو په برکت ټول کال او ځینې هم ټول عمر خو خینې بیا د هغه په څنګ کې غافله پاتې شی چی د خواشینۍ او تاوان خبره ده .

««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... خامنه ای د روژې له مبارکې میاشتې په استفاده کې فرمایی ، مونږه اړتیا لرو دې ته چی له دغو ساعتونو و له دغو ورځو او شپو زیات نه زیات استفاده وکړو .  له عالم معنا ، عالم غیب  سره خپله د زړه رابطه پیاوړی کړو او د رب الارباب په وړاندی په خشوع او خضوع اوله اهل بیتو اطهارو او له دغه مکرم خاندان سره د خپل ارتباط پیاوړی کړو . دا د ټولو ښو او نیکوکارونو اساس دې . که له دغو ساعتونو مو استفاده ونکړه نو یوه ورځ به زمونږ لپاره حسرت او ارمان پاتې شی ، په غفلت اوناباورۍ کې دغه فرصتونه له لاسه ورځی  او په هغه ورځ چی هره ورځ ، هر ساعت ، هره دقیقه ، هرحرکت او زمونږ هره خبره حساب لری او محاسبه به یې کیږی . نو دغه غفلت به بیا د حسرت ځای ولری .

ورځې او شپې تیریږی . اوس د روژې مبارکه میاشت په دریمه لسیزه او خپلې پاې ته نږدې شوی ده . څه ښه ده چی مونږه دغه څو ورځې پاتې فرصت ضایع نکړو او له خدای سره خپله ژمنه تازه کړو او له ټولو ګناهانو ریښتونی توبه وکړو او د خدای تعالی طاعت او عبادت ته جدی پاملرنه وکړو .

پای