اربعین په اسلامي کلتور کښې
د اربعین ځانګړی پروګرام- اولنۍ برخه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ یا اربعین په هکله د ځانګړو پروګرامونو په لړۍ کښې درته هرکلی وایو.
د عاشورا له زړه دردونکې پیښې او د امام حسین علیه السلان او د هغوي د وفادارو ملګرو له شهادته څلویښت ورځې وروسته د دغې سترې غمیزې د اسیرانو قافله کربلا ته ستنه شوه. د ډیرې مودې له اسارت، اهانت، سختیو او غربت وروسته د کربلا د حماسي او اتلانه پاڅونه پاتې کسان په کربلا کښې د خپلو عزیزانو پاکو مزارونو ته لاړل ترڅو یوځل بیا د هغه بې رحمانه جنایت ډګ وویني او عزاداري وکړي.
په دې وصف سره دغه په ظاهره اسیران چې د امام حسین علیه السلام زوي امام زین العابدین او بي بي زینب سلام ا... علیها یې مشري کوله، د خپلو شهیدانو په نزد سرلوړي وو ځکه چې په هوښیارۍ، میړانۍ او ځیرکتیا سره یې د دغه الهي پاڅون راويښونکی پيغام خلکو ته رسولی و.
دغه ورځ یعنې د ۶۱ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د څلویښتۍ په معنا (اربعین) نومول شوې ځکه چې په کربلا کښې د حسیني پاڅون او د هغوي د شهادت څلویښت ورځې تیرې شوې وې. د اهل بیتو علیهم السلام مینه وال او د دغه برخلیک ټاکونکي پاڅون لارویان هر کال د اربعین په کلیزه، د ماتم او عزادارۍ دستورې ترسره کوي چې بې شکه ترټولو مهمې او پرتمینې په کښې د کربلا په لور د امام حسین علیه السلام د مینه والو او زیارتوالو ستر لاریون دی. د عراق له مختلفو ښارونو په تیره بیا د امام علیه السلام د روضې لرونکي نجف اشرف او هم داشان د نړۍ له ډیرو هیوادونو څخه میلیونه مینه وال او پتمن زیارتوال په پلي تګ سره د کربلا په لور روانیږي ترڅو د اربعین په ورځ د امام حسین علیه السلام پرتمین مزار زیارت وکړي.
د کربلا د اسیرانو قافله له عاشورا څلویښت ورځې وروسته دغې مقدسې خاورې ته ستنه شوه او د نړۍ شیعه مسلمانان دغه ورځ د اربعین په توګه پيژني او په دغو شپو ورځو کښې عزادارۍ کوي.
په اصولو توګه د ۴۰ عدد یو له رمز و رازه ډک عدد دی. په قرآن کریم او روایتونو کښې دغه عدد ته مختلفې اشارې شوې دي او دا معنا ترې اخیستې شو چې ۴۰ عدد، د بشپړتیا او پوخوالي او د یوې نوې مرحلې پیلیدل دي. قرآن کریم د سوره اعراف په ۱۴۲ مبارک آیت کښې فرمايي: او له موسی سره د دیرشو ورځو ژمنه وکړه، بیا مو په (نورو) لسو شپو بشپړه کړه. داشان د هغه د پروردګار میعاد په څلویښتو شپو سره بشپړ شو.
په دغه مبارک آیت کښې خدای تعالی جل جلاله په حضرت موسی علیه السلام باندې د تورات نازلولو لپاره یو ۴۰ ورځنې پړاؤ ضروري ګڼي. هم داشان د حضرت موسی علیه السلام قام پس له دې چې بیت المقدس ته له ورتګه یې ډډه وکړه، په یو ټاټوبي کښې تر څلویښتو کلونو په سربدالۍ او لالهاندۍ محکوم شو چې په دغې مودې کښې په خپلو تیروتنو پوه شي او توبه وکړي.
په اسلام کښې څلویښت کلني، د انسان د بشپړتیا او د فکري بلوغ عمر ګڼل کیږي، لکه څنګه چې حضرت محمد مصطفی(ص) په څلویښت کلنۍ کښې په رسالت وګمارلی شو. هغه حضرت په عمل کښې د اخلاص په هکله په یو ښکلي حدیث شریف کښې فرمايي: هر کس چې (خپل ایمان او اعمال) څلویښت ورځې د خدای لپاره خالص کړي نو خدای تعالی یې له زړه څخه د حکم چینې په ژبه جاري کوي.
دغه نوراني حدیث د عارفانو او د نیکمرغۍ د لارې د لټونکو لپاره یوه مهمه لارښوونه شوه ترڅو کوشش وکړي چې په ۴۰ ټاکلو ورځو کښې خپل عملونه او ویناوې د خپل پروردګار لپاره خالصې کړي ترڅو لوړو معنوي او روحاني درجو ته ورسیږي.
له رسول الله مبارک څخه یو بل مشهور حدیث چې د ۴۰ عدد په کښې راغلی دی، دا دی: زما په امت کښې چې کوم کس د دین په چارو کښې د خلکو د اړتیا وړ څلویښت حدیثونه حفظ کړي، خدای تعالی یې د قیامت په ورځ فقیه او پوه راپورته کوي.
دغه قیمتي وینا سبب شوه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په شان د سترو دیني عالمانو له خوا د څلویښتو حدیثونو په توضیح مشتمل لسګونه کتابونه ولیکل شي.
لکه څنګه چې مو وویل، اربعین هر کال د اهل بیتو علیهم السلام د مینه والو د عزا او ماتم او په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت ورځ ده. اصولاً د شهیدانو د یاد لمانځل د هغوي د قبرونو د زیارت او هم داشان د ظلم او بې انصافۍ خلاف مبارزه کښې د هغوي د ویاړمنې لارې د ژوندی ساتلو په شمول په هر شکل ژوندي ساتل دي. اوس که دغه شهید د خدای د ګران حبیب خوږ لمسی حسین بن علي علیه اسلام وي چې له خپلو باتورو او حق لټونکو ملګرو سره یوځاې په ډیره غمیزه ناکه او ناځوانمردانه توګه شهید کړی شو، نو د هغه د روضې زیارت ډیر مهم دی او ثواب هم ډیر دی. په هم دې وجه معصومو امامانو تل په دغه غوره او اغیزناک اقدام باندې ټینګار درلود. امام جعفر صادق علیه السلام په دې هکله فرمايي: هر څوک چې غواړي د خپل پیغمبر(ص) او د امام علي او بي بي فاطمې علیهمالسلام په خوا کښې ووسي، د امام حسین علیه السلام زیارت دې نه پریږدي.
خو په زړه پورې خبره دا ده چې د شهادت په څلویښتمه ورځ ویر او ژړا خاص امام حسین لره ځانګړې ده او د پیغمبر اکرم د وفات یا د نورو معصومو امامانو او د نورو اولیای کرامو د شهادت لپاره د دا ډول دستورو سپارښتنه نه ده شوې. په دې وجه شک نشته چې په دغو زوږناکو مراسمو کښې یو خاص حکمت او مصلحت پروت دی. په دغو کښې یوه ډیره مهمه وجه د اسلام د راژوندي کولو او د بني امیه د حکومت د جنایتونو او فساد د رسوا کولو په موخه د امام حسین علیه السلام برخلیک ټاکونکی او الهي پاڅون دی. د سید الشهدا د مختلفو زیارتونو په متن کښې دا خبره په بیلابیلو عنوانونو سره بیان شوې ده. له امام جعفر صادق علیه السلام څخه په یو روایت کښې راغلي دي: د اربعین ورځ چې راورسي نو پوه شئ چې مونږ د حسین بن علي علیه السلام په درګاه کښې خاضع یو. خدایه! حسین بن علي علیه السلام نصیحت وکړ، وینا یې وکړه، وعظ یې وکړ، لیکونه یې ولیکل، حکم یې ورکړ خو هیڅ اثر یې ونه کړ، کله یې چې ولیدل چې بله چاره نشته (او دغه کار) یوازې وینې ته اړتیا لرله نو هغه هم د خدای په لاره کښې وینه ورکړه. */*/*/*/*
د اسلامي نړۍ یو ستر عالم شیخ طوسي د اربعین د مراسمو د ترسره کولو علت د امام حسین علیه السلام د کورنۍ له خوا د کربلا د شهیدانو د تدفین او سوګوارۍ او عزادارۍ او نوحه خوانۍ او د عاشوار د زړه دردونکو او غمجنونکو مصائبو د یاد تازه کولو مراسمو بللي دي. هغه هم داشان د امام جعفر صادق علیه السلام روایت ته اشاره کوي چې په کښې راغلي دي: له عاشورا وروسته اسمان تر څلویښتو ورځو په امام حسین علیه السلام باندې د وینو اوښکې توې کړې او د اسمان فرښتو څلویښت ورځې وژړل. له دې نظره ویلې شو چې د امام حسین علیه السلام کورنۍ د عزا د مراسمو په ترسره کولو او په اربعین کښې د کربلا د شهیدانو د یاد په لمانځلو سره یوځل بیا د هغوي آرمانونه او اهداف ژوندي کړل او پرې یې نښودل چې هغه د وخت په تیریدو سره هیر کړی شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي هم اربعین د عاشورا د پيغام راژوندې کونکی ګڼي او د دغې لیدتوګې په تکمیل کښې فرمايي: په بنیادي توګه د اربعین اهمیت په دې کښې دی چې په دغه ورځ د پيغمبر اکرم(ص) د کورنۍ په الهي تدبیر سرهد حسیني غورځنګ یاد د تل لپاره پاتې شي او د دغه کار بنسټ کیښودی شو. که د شهیدانو کورنۍ او اصلي خاوندان یې د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام د شهادت په شان په بیلابیلو پیښو کښې د هغوي د شهادت د یاد او آثارو ساتنې ته ملا ونه تړي نو راتلونکي نسلونه به یې د شهادت له لاسته راوړنې ډیره ګټه پورته نه کړی شي.
معظم رهبر باوري دی چې په کربلا کښې د امام حسین بن علي علیه السلام او د هغوي د ملګرو له مظلومانه شهادت وروسته په څلویښتو ورځو کښې امام سجاد علیه السلام او بي بي زینب(س) او د هغوي د کورنۍ نورو غړو د دغه ستر غورځنګ لوړ او الهي پیغام د ټولو خلکو غوږونو ته ورسوه او که داسې نه وی نو د کربلا د شهیدانو سرشیندنو او له ځآنه تیریدنو به په خلکو او راتلونکو نسلونو باندې دومره اغیزه نه وه کړې. نو بس اربعین په دې وجه مهم دی چې دغې حساسې او سختې مرحلې تر هغه وخته ډیره ګټه نه وه کړې. په دې وصف سره په اسلامي کلتور کښې د څلویښت عدد مقام او د اسلام د دین په راژوندي کولو کښې د عاشورا د پاڅون پریمانه اهمیت ته په پام سره معلومیږي چې اربعین د دغه روښانه کونکي غورځنګ په پيژندګلوی او تبلیغ کښې ډیر مهم رول لري.
*/*/*/*/*/
ترجم: عبدالماجد درانی