د حسینی اربعیّن لاریون، په نړۍ کې ترټولو پرتمینه دینی غونډه
(last modified Mon, 12 Sep 2022 10:48:22 GMT )
Sep 12, 2022 15:18 Asia/Kabul
  • د حسینی اربعیّن لاریون، په نړۍ کې ترټولو پرتمینه دینی غونډه

د تهران  دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د حسینی اربعیّن د ولولناک او پرتمین لاریون او په نړۍ کې د  ترټولو پرتمینې دینې  غونډې په  اړه له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو سره له دې چې  په نورو دینونو کې دورښتونو،دتوبې اوبخښنې  او شکر کونې په څير په مختلفو دلیلونو سره ډیرې سترې او لوئې دیني او مذهبی  غونډې ترسره کیږي،خو دحسینی اربعیّن لاریون د نړۍ له نورو ډيرو دیني غونډو اولاریونونو سره له ډيرو اړخونو فرق لري.

دغه عاشق او مینه ناک  زیارتوال ګام په ګام روان دي اوتر کربلا رسیدلي دي،په دغې لارې کې یوازې ګامونه  نه وو چې  کربلا په لور پورته کیدل او دغه بدنونه نه وو چې د کربلا په لور د نجف اشرف د لارې په څپانده سمندر کې د رسیدا په حال کې وو،بلکې  دغه غمجن او دردیدلي زړونه وو چې  دامام حسین علیه السلام په عشق او مینې کې نه بیانیدونکی تاندوالی خپلوي او نوره دلارو سختوالي او د پښو تڼَاکې  او زخمونه ،ددغې عاشقانه او مینه ناکې لارې څخه د ستنیدا لپاره هیڅ دلیل  نه دی .

په دغې لارې کې  هریو زیارتوال  ګواکې د سمندر یوه قطره کیږي  او روانیږی څو د خدای په لاره کې له قرباني کیدا څخه یوه تجروبه ترلاسه کړي. ابله پښې  او پلی خلک  دکربلا په لور خوځيږي څو د امام حسین علیه السلام په جاذبې کې ځانونه ویلي کړي،پاک او صاف شی  او بیرته ژوندي شی. ځي څوووینی  خپل امام او درک کړي پر اهل بیت علیهم السلام شوي ظلمونه او کړاؤنه.درک کړي،د زینب کبری او امام سجاد علیه السلام،چې د زندان او اسیرئ له ډيرو سختیانو او نه زغمونکو کړاؤنو وورسته،د اربعیّن په ورځ کربلا ته رسیدلي، ځانونه  ئې د حضرت امام حسین،حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام پر پاکو  او سپيڅلو قبرونو،د کورنۍ د  پرَپرَ شوو بچیانواو او د امام حسین علیه السلام د وفادارو یارانو پر پاکو قبرونو واچول او د خپل اسارت او بندی کیدا د هرې شیې حال احوا ل ئې ورسره شریک کړ او ژړا او فریادونه ئې وکړل. اوس زیارتوال ځي  څو د اهل بیت علیهم السلام په غم کې ځانونه شریک کړي او له حضرت زینب کبری سلام ا...علیها او حضرت امام سجاد علیه السلام  سره  اوښکې توي کړي  او پخپلو شونډو سره زمزمه کړي؛ ائ کاش  چې زه  هم په هغه ورځ په کربلا کې وائ  او له تامو ځان قربان کړی وائ یا حسین ::::

                په دنیا کې مختلف دینونه دي او د نړۍ څه دپاسه اتیا فی صدي نفوس دین لری او دیني عقایدو ته پابنده دي. هر یو دین  او هره مذهبی فرقه ، خپل خاص دستورات او مراسم لري او پيروکار ئې،په مذهبی دستورو اومناسکو ترسره کولو سره،هغه دین ژوندی ساتي.  وئيل کیدلی شي، ددینونو یو مذهبی سمبول،د هغه دین او مذهب  ددینی دستورو ترسره کیدا او د  پيروکارو ئې غونډیدا ده . د اسلام په پاک دین کې یوه تر ټولو ستره دیني اومعنوي غونډه چې هرکال په نه بیانیدونکي ولولې اوعشق سره ترسره کیږي،دحسینی اربعیّن پياده روي یا هماغه پلی لاریون دی .دحسینی اربعیّن لاریون، په نړۍ کې د یوه ترټولو ستره دیني کلنۍ غونډه او لاریون دی. په دغو ولولناکو اوپرتمینو دستورو کې له مختلفو آسیائي،اروپائي،افریقائي،امریکائي هیوادونو حتی له آسټریلیا مسلمانان او غیر مسلمانان ځانونه عراق ته رسوي څو دصفرې د میاشتې په شلمه نیټه یعني دڅلویښتۍ یا اربعیّن په ورځ  کربلا معلی ته ورسوي. له نجفه تر کربلا میلیوني پیاده روي او لاریون،هرکال په لازیاتې ولولې او تاندوالي او پرتم  سره ترسره کیږي.د اسلام د سوچه دین په تعلیماتو کې د مسلمانۍ یوه نښه، اربعیّن په ورځ  د حشرت امام حسین علیه السلام په حرم کې شتون او په دغه مقدس ځاي کې د  اربعیّن زیاتر لوستل دي.

نو دوستانو اوس هم ،ددینونو د ځينو غونډو او د حسینی اربعیّن  د پلی لاریون ترمینځ  د توپیرونو په باب درسره غږیږو،په دې هیله چې راسره ملتیا وکړئ.

          د اسلام، بودا،هندو،زرتشت،یهود او مسحیّت په څير په مختلفو دینونو کې ددینی دستورو دترسره کولو لپاره یو لړ اجتماعات ترسره کیږي.مثلا د بودائيانو په دین کې  هرکال دنوی کال جشن ترسره کیږی چې د اپریل له دیارلسمې تر پنځلسمې نیټې پورې وي  او په تائلینډ ،لائوس اومیانمار کې په پرتم سره لمانځل کیږی،خلک په دغو دستورو کې،د پسرلي په رارسیدو سره  جشن لمانځي او دباران او ورښت لپاره دعا کوي،ددغو دستورو یو مذهبی دود اودستور، د (ښه عمل په توګه ) دکبانو او مرغانو آزادول  او  د بودا دمجسمو د وینځلو لپاره ځینو مشخصو عبادتځایونو ته  دماسې(شګو یا ریګ) وړل دي .دغه دستورې په واټونو کې ترنیمو شپو پورې،بلکې تر سهار وختي پورې دوام لري  او خلک خوشالیانو باندې بوخت وي.

زرتشتیان  چې دین له ژوند سره اغښلی ګڼي،حتی جشنونه  د لمنځ  او دتقدس لپاره  یو فرصت  په نظر کې نیسي . د زرتشت  پیروکارو کې یو ترټولو مهمه او دود ډله ایزه دعا،ګاهنبار(GAHAMBARS) ده چې په کال کې په  شپږو موقعو باندې د شپږو چشنونو  نامه ده  او په زرتشتیانو کې د پيوستون د رامینځةکیدا او د بخښنې په موخې سره ترسره  کیږي.

 په یهود دین کې د ؛کپور په ورځ (YOM KIPPUR )،د یهودیانو تر ټولو مهم دینی جشن ترسره کیږي. د کپور ورځ دوي د  مقدس اختر په توګه په نظر کې نیسي  چې هرکال  د (کلیمي کال هیندارې کې) د تیشري میاشتې په لسمه نیټه ترسره کیږي.دغه اختر یا عید په حقیقت کې د توبې او کفارې ورځ په توګه پيژندل کیږی او دیهود دین پیروکار  په دغه ورځ،په شخصي ډول یا په ډله ایزه توګه  مخصوصې دعاګانې او د استغاثې دعاګانې کوي.

په مسیحیّت دین کې کریسمس،دحضرت عیسی مسیح  د میلاد یا زوکړې ورځ  جشن او ښادی او حتی په کلیسا کې د عبادت په توګه  جشن لمانځي. په دغه دینی جشن کې تر دولسو ورځو پورې دستورې ترسره کیږي، چې د دسمبر له پنځه ویشتمې  د جنورۍ تر شپږمې نیټې پورې دوام لري، مسیحیان کلیساګانو ته ځي  او دښار په واټونو کې ، دشکر کونې او مذهبی نغمې او سندرې اجرا کوي. دغه شپې ورځې زیاتره  له جشن او ښادئ سره یو ځاي وي څو د دیني او معنوي دستورو دترسره کیدا په نسبت.

 مسلمانان  هم د جج دمناسکو د شپو ورځو پر سترې اجتماع سربیره،هرکال په محرم او صفرې میاشتو کې  دحضرت امام حسین علیه السلام  دشهادت او څلویښتۍ په شپو ورځو کې د اهل بیت علیهم السلام او دحضرت امام حسین علیه السلام  لپاره مذهبی او سنتي دستورې ترسره کوي.  د عزادارۍ پراخې دستورې ، په امامباړو،واټونو او مقدسو ځایونو کې له معنویّت او عشق او ولولې سره ترسره کیږي.د حسینی اربعیّن  پیاده روي یا لاریون، البته ددغې ولولې اوعشق  او مینې ترټولو ځلیدونکي  او روښانه ځلا نندارې ته وړاندې کوي. سره له دې چې  کلونه کلونه کیږي ، چې د حسینی اربعیّن میلیوني لاریون،په  یوې نړیوالې اجتماع بدله شوې ده،له بده مرغه په خاصو سیاسی دلیلونو سره ، په نړیواله سویه سانسور کیږي او  عظمت ، لویوالی او هراړخیز والی ئې د نړیوالو غوږونو ته نه رسیدل کیږي.

           یو لړ نوره دیني دستورې  چې په نړۍ کې ئې یوه ستره آبادي ترسره کوي، په هندوستان کې  کومب میله(KOMBH MELA)ده، چې د نړیوالو خبري آژانسونو له خواورته ډير زیات پوښښ ورکول کیږي  او دا دترټولو سترې دیني غونډې په توګه یادوي. په دغو دستورو کې هندوان په  دې باؤر سره چې  ګناهانې ئې وینځل کیږي. ځانونه  دګنګا سین په اوبو سره وینځي او په دغه  ګنګا سین کې لامبي  او پر شیطانانو ئې د خدایانو د بریالیتوب جشن لمانځي.دغه دستورې هر درې کاله وروسته یو ځل  په حیدرآباد،الله آباد، ناشیک   او یوژن  ښارونو کې ترسره کیږي او  معمولا په هرو دولسو کلونو کې  د ډیرو زیاتو نفوسو  اوج دی چې  په حیدرآباد کې رامینځةکیږي او په یوه خاصه  ورځ تر دیرش میلیون کسانو پورې د غونډیدا  هم راپور شوې ده.  که څه هم  د حسینی اربعیّن  او د هندوانو د کومب  میلا  پرتله کول ،په تیره بیا  له معنوي او  شعار او هدف له پلوه،سم قیاس نه دی ، خو د کَمي له پلوه  ویل کیدلی شي ، چې  دحسینی اربعیّن دستورې  په کال کې یو ځل ترسره کیږی او په دغه ولولناک او پرتمین لاریون کې  څه دپاسه پنځه ویشت میلیون خلک ګډون کوي او په یوې نړیوالې اجتماع بدل شوی دی.

           سره له دې چې په نورو دینونو کې د باران د ورښت، بخښنې  او توبې ،شکر کونې او داسې ځينو نورو موخو په څير په مختلفو دلیلونو سره دیني او مذهبی اجتماعات ترسره یکیږي او ددحسینی اربعیّن پیاده روي او لاریون  یو پراخ  او ولولناک حرکت دی چې له امام حسین علیه السلام سره د عشق پيوند او دخداوندمتعال سره د بندګۍ د څرګندونې اعلان دی . ګواکې حسین زړونه، د حقیقت او فطرت په لور  کاږي ،څو ویښ شي او  انساني اومعنوي ارزښتونه احیاء کړي.دحسینی اربعیّن په پياده روئ او لاریون کې ، مختلف  ملیّتونه ،توکمونه ،نسلونه او رنګونه او حتی نور دینونه په یوې عاشقانه لارې کې د یوه بل ترڅنګ روان وي څو حسین علیه السلام ته ورسیږي. دغه کشش باید د حضرت امام حسین علیه السلام په شخصیّت  او د حق په لاره کې په سرښيندنې اوقربانۍ  کې  ولټول شي . لکه څنګه چې  د امام حسین علیه السلام منطق ، دظلم ،تورتم ،ګمراهۍ او استکبار په مقابل کې ددریدا او دحق ددفاع منطق  دی، په دنړۍ په مختلفو ملتونو  زړونو کې ئې ځاي موندلی دی . نن سبا چې ملتونه په تیره بیا ددنیا ځوانان د حضرت امام حسین علیه السلام  دمقاومت منطق او  معنویّت  تږي دي او ورته ضرورت لري،دهغه په لور خوځيږي څو حسینی منطق او  معرفت لاښه درک کړي  او هغه دنیا ته ورمعرفي کړی. هو! حضرت امام حسین علیه السلام یوازې شیعیانو ته مخصوص نه دی،بلکې د شیعه اوسني پشمول درستو اسلامی مذهبونو سره ،بلکې له درست انسانیّت سره اړه لري.

                دوستانو میرمن سمیرا کمر(KAMER) چې د اسلام ددین له ډیرو مطالعو وروسته ئې دغه پاک او سوچه دین انتخاب کړی ، اوس یوه هغه زیارتواله ده چې له امریکا ئې ځان  دحسینی اربعیّن ولولناک او پرتمین لاریون  ته رسولی دی. هغه  خپل معنوي عشق او حال څه داسې بیانوي،وائي چې؛ دغې لارې ته  رسیدا د مالپاره ډيرې سختیانې اوکړاؤنه درلودل،خو کله مو  د نجف له لورې کربلان ته خبل  حرکت پیل کړ،نو له ښکلا پرته مو بل هیڅ شی ونه لید. له بده مرغه  د حسینی اربعیّن دغه لوي اوڅپانده سمندر چې په میلیونونو شیعیان پکې شتون لري،د امریکائي او اروپائي او نورو نړیوالو رسندیو او ټیلیویژني چینلونو له خوا ئې خبری بایکاټ شوی دی،ځکه چې دوي پوهیږي ، که  له سید الشهداء حضرت امام حسین علیه السلام سره دغه  عشق اوارادت او مینه انځورکړي ،نو په پریکنده توګه  به دنورو دینونو په ذهنونو کې د عاشورا او د اربعیّن د پيښو په باب ډيرې زیاتې پوښتنې راولاړې شي  او دحضرت امام حسین علیه السلام  عشق اومینه به  ډير زړونه فتح کړي.:::

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************