د لمر په حضور کښې (له زده کونکو سره کتنه)
داسلامي انقلاب د معظم رهبر په څرګندونو کښې دښمن او دښمن پیژندنه په کلي توګه او د امریکې مسئله په ځانګړې توګه زیات تکراریدونکي مطالب دي.
د تهران راډیو ډیرو قدرومنو مینه والوو السلام علیکم! د لمر په حضور کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو او د لړم د دیارلسمې نیټې یعنې له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت له یوشمیر زده کونکو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په کتنې کښې د هغوي ارزښتناکو څرګندونو ته یوه کتنه کوو چې دغه ورځي یې یوه تاریخي او تجربه راوړونکې ورځ بللې ده، نو هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
*/*/*/*/*
د لړم د دیارلسمې نیټې یعنې له نړیوال استکبار سره د مبارزې او د زده کونکو د ملي ورځې په رارسیدو سره یوه ډله زده کونکو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت الله. العظمی سید علي خامنه اي سره ملاقات وکړ او د یوې ښایسته ترانې په لوستلو سره یې د معظم رهبر هرکلی وکړ. په دغه ملاقات کښې «آرتین سرایدار» چې مور، پلار او ورور یې د شیراز د شاهچراغ په ترهګرې پیښې کښې شهیدان شوي دي، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ځانګړی میلمه و.
آیت الله. العظمی سید علي خامنه اي د لړم د میاشتې دیارلسمه نیته یوه تاریخي او تجربه ښودونکې ورځ وبلله او ویې وفرمایل: دا ورځ ځکه تاریخي ده چې په کښې یولړ تاریخي او نه هیریدونکې پیښې رامینځته شوې دي. او تجربه ښودونکې په دې وجه ده چې د دغو پيښو په وړاندې غبرګونونه درس ښودونکي او عبرتناک دي او په دې وجه یې لمانځل، امریکا په قهر کوي. معظم رهبر د دې کار د علت په وجه وفرمایل: دا ځکه چې دغه ورځ هم د امریکې د شرارت تجسم دی او هم یې د ګوذار خوړلو او د مغلوب کیدو وړ ګرځیدلو تجسم دی.
*/*/*/*/*/
داسلامي انقلاب د معظم رهبر په څرګندونو کښې دښمن او دښمن پیژندنه په کلي توګه او د امریکې مسئله په ځانګړې توګه زیات تکراریدونکي مطالب دي. ویلې شو چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په فکر کښې د ایران او امریکې مسئله یوه جرړه لرونکې او ژوره مسئله ده. د دوي په څرګندونو کښې ایران له مکتبي او اعتقادي نظریې او د تاریخي تجربې او هم له سیاسي او سفارتي نظره له امریکې سره ډیر واټن لري.
آیت الله. العظمی خامنه اي له زده کونکو سره په کتنه کښې، د لړم د دیارلسمې نیټې د پيښو تاریخي جرړې وڅیړلې. په دغې نیټې رامینځته شوې وړومبۍ پيښه د امام خمیني(رح) جلاوطن کیدل وو. امام خمیني «د جرم او جنایت له قضايي پایلو څخه په ایران کښې د دیره څو زره امریکايانو خوندیتوب» چې د محمد رضا پهلوي په حکم د ایران د هغه وخت په پارلیمان کښې تصویب شو، ونه زغمه او په یوې سختې وینا کښې یې خلک په دغه قانون خبر کړل او په هم دې وجه ونیوې شو او بیا یې جلاوطن کړ.
د لړم د دیارلسمې نیټې دویمه پیښه د پوهنتون مخکې ته د زده کونکو وژله وه چې په ۱۳۵۷ کال کښې رامینځته شوه او دریمه پيښه، یو کال پس یعنې د ۱۳۵۸ کال د لړم په دیارلسمه نیټه وه چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته رامینځته شوه. په دغې پیښې کښې محصلینو د امریکې پر سفارت حمله وکړه او ځینې داسې اسناد یې وموندل چې د معظم رهبر په وینا، ښودنه یې کوله چې امریکایانو په دې موده کښې چې په ایران کښې موجود وو، یعنې تقریباً له ۱۳۲۸ او ۲۹ کاله راهیسې یې په ایران کښې کوم کارونه وکړل او کومې دسیسې او خباثتونه یې ترسره کړل.
*/*/*/*/*/*
د امریکې یوه بله دسیسه د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د اتویشتمې نیټې بهیر او د ډاکټر مصدق راپرزول وو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: مصدق له امریکایانو هیله درلودله، په هغوي یې باور درلود او حتی ورسره یې مینه لرله او فکر یې کوه چې د امریکې حکومت به د انګریزانو په مقابل کښې د ده ملاتړ وکړي خو د شا له خوا یې پرې ګوذار وکړ.
آیت الله. العظمی خامنه اي وفرمایل: د مصدق حکومت یو ملي حکومت و. هغه نه حجت الاسلام و او نه یې د اسلام غوښتنې دعوا کوله، مسئله یوازې د تیلو وه. تیل د انګریزانو په لاس کښې وو، هغه وویل: تیل باید خپله زمونږ په لاس کښې وي، هم دا د هغه جرم و، او امریکایانو کودتا جوړه کړه.
معظم رهبر دغه وخت له امریکې سره د شخړې او چیلنج پیل وباله او ویې ویل: له هغه وخته امریکایانو هر هغه څه وکړل چې په وس یې برابر وو.
د اسلامي انقلاب استعماري ضده ځانګړتی، له ملي ګټو د پردیو د هر ډول ناوړه استفادې لاره ونیوله او د اسلامي نظام د خپلواکي غواړو اهدافو د ختمولو لپاره یې د دښمنانو هوډ دوه چنده کړ. آ یت الله. العظمی خامنه اي له ایران څخه د امریکې د پلویتوب ادعا یوه ستره ریا وبلله او ویې ویل: د انقلاب په وړومبیو کښې له بیلتون غواړو ډلو څخه د واشنګټن ملاتړ، د همدان د شهید نوژه اډې کودتا، د منافقینو له ړندې ترهګرۍ څخه ملاتړ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کښې د زرګونو کسانو د شهادت سبب شو، په تپلي جنګ کښې له وحشي صدام څخه هراړخیز ملاتړ، د فارس خلیج دپاسه د ایران په یوې مسافري الوتکې باندې توغندوي حمله او د هغې نسکورول او له امله یې کابو د دریو سووو کسانو وژل او حتی په دغې الوتکې باندې د حملې کونکې جنګي کشتۍ د حمله کونکې کشتۍ د قومندان درنښت له دغو دسیسو څخه وو.
*/*/*/*/*/*/*
د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د ۱۳۸۸ کال په فتنه کښې یې په زغرده له فتنه پالو ملاتړ وکړ، له هغه مخکښې اوباما ما ته لیکلي وو چې راشئ په خپلو کښې همکاري وکړو، مونږ ستاسو ملګريی، قسم یې وخوړه چې مونږ ستاسو د پرزولو نیت نه لرو خو چې څنګه د ۸۸ کال فتنه شروع شوه، دوي ورڅخه ملاتړ شروع کړ، په دې هیله چې شاید دغه فتنه نتیجې ته ورسیږي، د ایران ولس په ګونډو کړي او د ایران د اسلامي جمهوریت ټغر ورټول کړي. تاسو د ایران له ولس سره دا ډول عمل وکړ.
آیت الله. العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په ډیرو ایراني ضده پیښو کښې د امریکې د پښې پل څرګند دی، د ستر سردار قاسم سلیماني مثال یې ورکړ چې نه یوازې یو ملي اتل و بلکې د ټولې سیمې قهرمان وو او امریکې د هغه په شهیدولو باندې اعتراف او ویاړ وکړ او هم یې د ایران د ایټمي پوهانو له قاتلانو څخه په ملاتړ او په امریکې او ځینو نورو هیوادونو کښې د ایران د ولس د ملیارډونو ډالره شتمنۍ په نیولو سره یې د ایران ولس د خپلو ستونزو د کمولو په لړ کښې له دغو شتمنیو څخه له استفادې بې برخې کړ. دوي زیاته کړه: له دې باوجود په پوره سپین سترګۍ سره تش دروغ وايي او ادعا کوي چې د ایران د ولس ملاتړي دي؟
حضرت آیت الله. العظمی خامنه اي په ایران کښې د وروستیو پیښو په یادولو سره هم څرګند کړه: نننۍ امریکا هم هغه پرونۍ امریکا ده. نننۍ امریکا هم هغه د زمري د اتویشمې نیټې امریکا ده، هم هغه له صدام سره مرسته کونکې امریکا ده، همهغه د تیرو کلونو امریکا ده خو یو، دوه مهم فرقونه په کښې راغلي دي، یو دا چې د دښمنۍ طریقې یې ډیرې پيچلې شوې دي چې مونږ ورته باید توجه وکړو، دښمنۍ یې هم هغه زړې دښمنۍ دي. دویمه دا چې هغه وخت چې د زمري د اتویشتمې په شان پيښې رامینځته کیدې او حتی د انقلاب تر اوائلو پورې، امریکا په نۍ باندې مسلط قدرت و خو نن سبا نه دی، د دنیا زیاتره سیاسي شناندي باوري دي چې امریکا د زوال په لور روانه ده.
*/*/*/*/*/*
آیت الله. العظمی سید علي خامنه اي د دغه زوال نښې نښانې په اقتصادي، اجتمادي او اخلابي برخو کښې د امریکې په بې مخینې کورنیو ستونزو او خونړیو اختلافاتو کښې وبللې او ویې ویل: زما له نظره د امریکې د زوال یوه نښه د امریکې د تیر او اوسني ولسمشر په شان کسانو واکمنیدل دي. یو درې سوه میلیون نفوس لرونکی هیواد د ټرمپ په شان یو ولسمشر واکمنوي چې ټوله دنیا یې لیونی بولي، بیا هغه ځي او د دې اوسني په شان یو ولسمشر راځي چې له کارونو یې تاسو ښه خبر یئ، دا د یو ولس د زوال وجه ده، دا د یو تمدن د زوال وجه ده.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره، اخلاقي زوال او پستي او جنایت له دې لوړ نه دی چې لویدیځوال په خپلو رسنیو کښې د وراني او بلواؤ او هم داشان د اور بلونکو بوتلونو او لاسي بمونو د جوړولو زده کړه ورکوي. خو نننې ځوان د تحلیل خاوند دی، دا ډیر مهم ټکی دی. دا ډیر د پام وړ دی، که چیرې اسلامي انقلاب نه وی نو زمونږ ځوانان به دومره په عبث کارونو او نفساني خواهشاتو کښې دومره ډوب وو چې له سره به یې یاد نه وو چې د هیواد د بنیادي مسائلو په اړه فکر وکړي.
معظم رهبر ځوانان په دروغو مطالبو سره د ایراني ځوانانو په ذهن باندې د ډیرو او تکراریدونکو بمابریو په وړاندې د مسئوولیت احساس ته راوبلل او ویې ویل: د دښمن د دغه پروګرام په وړاندې د مسئولیت او ذمه وارۍ احساس وکړئ او د رښتیا او دروغو د پیژندلو هڅه وکړئ.
دوي د شیراز د شاخچراغ د پیښې او په دغه جنایت کښې د زده کونکو د شهادت په یادولو سره، د هغه شپږ کلن ماشوم چې مور، پلار او ورور یې له لاسه ورکړل او تر شکنجې لاندې د یو ځواب طلبه د شهادت دروند غم ته اشاره وکړه او ویې ویل: ولې دا زمونږ ماشومان نه دي، که دا زمونږ ځوانان نه دي نو څوک دي؟ له کوم ځایه حکم ترلاسه کوي؟ دا چې د بشري حقوقو ادعا کوي، ولې یې دوي ونه غندل؟ ولې یې د شیراز پيښه ونه غندله؟ ولې یې یوه دروغجنه پيښه د خپلو استخباراتي امکاناتو په ذریعه په انټرنیټ کښې په زرهاؤ ځلې تکرار کړه. خو د آرشام په نوم باندې په انټرنیټ کښې بندیز لګوي؟ آیا دوي د بشري حقوقو پلویان دي؟ دوي وپيژنئ، دوي وپیژنئ.
*/*/*/*/*/
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې په نړیوال نظم کښې د بدلون نښو ته اشاره وکړه او د نوي نظم وړومبنۍ بنیادي لیکه یې د امریکې زوال وباله او ویې ویل: په نوي نظم کښې امریکا مهم موقعیت نه لري او یوازې پاتې کیږي او مجبوره به شي چې د نړۍ له مختلفو سیمو څخه ووځي. دویم اساسي خط، له لویدیځ څخه آسیا ته د سیاسي او اقتصادي او کلتوري او حتی د علمي قدرت انتقال دی.
آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دې پوښتنې په کولو سره چې په نوې دنیا کښې به د ایران مقام څه وي؟ ځوانان فکر کولو او نوې دنیا ته ځان چمتو کولو ته وبلل او ویې ویل: ګران ایران د هوښیار او وړتیا لرونکي انسان ځواک، د ډول ډول پریمانه طبیعي سرچینو، د حساس او غوره جغرافیايي موقعیت او له هر څه مهم د لوړ حکومتي او تمدني منطق په شان د مهمو ځانګړتیاؤ د لرلو په خاطر په نوي نظر کښې مهم رول لوبولی شي.
*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی