فاطمي لسیزه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فاطمي لسیزې په مناسبت له ننني (دویم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د حضرت رسول(ص) لور حضرت فاطمة الزهرا(س) بې شمېره ستایونکي لري او د هغې د فضائیلو، مناقبو او لوړو مقامونو په اړه، ډېرې ستاینې شوي دي. دوست او دښمن، د هغې په کمال او عظمت اعتراف کړی او د هغې د ستر مقام او منزلت ستاینه یې کړې ده.
له شک پرته د رسول الله (ص) ګرانه لور او د نړۍ د مېرمنو سرلارې حضرت فاطمة الزهرا(س)، د اسلام له بې ساري شخصیتونو څخه ده، چې اهل تشیع او اهل سنتو په ګډه د هغې مقام، منزلت او مناقب نقل کړي. یو ترټولو هغه ستر فضلیت چې دواړه فرقې د هغې مېرمنې په اړه نقلوي د اسلام د ستر پیغمبر د فداها ابوها، یا فداکِ ابوکِ: پلار دې ترتا قربان، تر عنوان لاندې خبره ده چې د دې سترې مېرمنې د ستر مقام په اړه د آن حضرت د پېژندګلوۍ، درناوي او د مینې ښکارندويي کوي.
ستر محدث، شافعي فقیه حاکم نیشابوري چې په نیشابور کې څلورو مذهبونو ته د منلو وړ شخص دی، د هارون الرشید په شرح حال کې لیکلي دي: د هارون ترڅنګ د ابوطالب (ع) د کورنۍ په اړه خبرې وشوې وویل: خلک داسې فکر کوي چې زه د علي(ع) او د هغه د اولادونو دښمن یم، په خدای قسم داسې نه دی چې دوی فکر کوي او خدای(ج)، علي، حسن او حسین(ع) ته زما د لېوالتیا د کچې او د دوی له مقامه زما له پوهاوي څخه خبر دی، خو موږ د دوی په ملاتړ ولاړ یو ترڅو چې خدای تعالی دا حکومت یې موږ ته راوسپاره او غوښتونکي مو ځانته نږدې هستوګن کړل. په رښتیا چې زما پلار له خپل پلار او له خپل نیکه عبدلله بن عباس څخه ماته روایت کړی چې وې فرمایل: د رسول الله(ص) تر څنګ وو چې ناڅاپه فاطمه(ع) د ژړا په حالت کې راغله، آنحضرت هغې ته وفرمایل: څه شي تاسو یې په ژړا کړې یاستئ؟ ځواب یې ورکړ: حسن او حسین(ع) له کوره وتلي دي او نه پوهېږم چېرته دي! رسول الله(ص) وفرمایل: مه ژاړه؛ پلار دې تر تا قربان؛ یقینا چې خدای تعالی هغه داوړه پیدا کړل او هغه د دوی په اړه له ما او تاسو ډېر مهربانه دی. بیا یې خپل سر او لاسونه آسمان ته پورته کړل او وویل: اې خدایه؛ په وچه یا په سیندونو(په هر ځای کې) چې دي نو دوی دواړه وساته. نو جبرئیل(ع) نازل شو او وویل: اې محمده(ص) مه غمجن کېږه او تشویش مه کوه، چې دوی دواړه په دنیا او آخرت کې ښاغلي دي او پلار یې تر دوی دواړو غوره دی. حسن او حسین په دنیا او آخرت کې روغ او ښاغلي دي. او خدای تعالی یوې ملائیکې ته امر کړی چې د دوی ساتنه وکړي؛ اوسمهال په بني نجار کلا کې روغ او رمټ دي.
ژباړه: زماني