فوټبال ورلډ کپ، له فلسطین څخه د ملاتړ ډګر
(last modified Sat, 17 Dec 2022 23:59:05 GMT )
Dec 18, 2022 04:29 Asia/Kabul
  • فوټبال ورلډ کپ، له فلسطین څخه د ملاتړ ډګر

د قطر د فوټبا د نړیوال جام د سیالیو وروستیو ورځو ته په داسې حال کښې نزدې کیږو چې د ورلډ کپ په دې پړاؤ کښې له فلسطین څخه د قطر د خلکو، د سیمې د مسلمانانو او حتی د نړۍ د نورو هیوادونو د ملاتړ او حمایت څپه راپورته شوه او ورځ تر بلې پراخه شوه

«فلسطین د نړیوال جام اتل شو» دا هغه عبارت دی چې په دې تیرو څو اونیو کښې د عرب نړۍ په ټولنیزو شبکو کښې ډیر وکارول شو. دغو شبکو د قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال کپ اتل معرفي کړ.

که د فوټبال په نړیوال کپ پورې اړونده خبرونه مو اوریدلې وي نو خبر به یئ چې د فلسطینه لږ لرې د نړیوالو سیالیو په دوران کښې ځینې داسې پیښې رامینځته شوې چې صهیونیسټان یې ډیر نهیلې کړي دي. د ګارډین انګلیسي ورځپاڼې د رپورټ له مخې، که څه هم اسرائیل او فلسطین د قطر د نړیوال جام په سیالیو کښې ګډون نه دی کړی خو فلسطین په قطر کښې پراخ شتون درلود. په حقیقت کښې د روان ۲۰۲۲ کال نړیوال جام، د مسلمانانو او فلسطینیانو لپاره یو داسې فرصت رامینځته کړ چې د فلسطین موضوع د نړۍ په ترټولو ستر سپورټي ایونټ کښې اوچته او روښانه کړي.

په مډل ایس آيي Middle East Eye  ویب سایټ کښې د خپور شوي رپورټ له مخې، د فلسطین بیرغ په یو داسې سمبول بدل شوی چې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال کپ د سیالیو د فعالیتونو په دوران کښې پراخ شتون لري او د عرب ټیمونو پلویان خوښوي چې د فلسطین بیرغ او څپوټکی په لوبغالو کښې ورپوي.

د تیونس، سعودي عربستان او الجزایر د ټیمونو پلویانو د فلسطین بیرغونه په سیالیو کښې په پراخه پیمانه اوچتول او هغه یې په غاړو کښې اچولې وو. دغو کسانو به دا شعار ورکوه «په خپل سر او وینې سره له فلسطینه قربانیږو».

هم داشان د نړیوال کپ د خبري کوریج لباره قطر ته د صهیونیسټي رزیم له ورغلو خبریالانو سره د مرکو په وخت د عرب پلویانو داسې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کښې خپرې شوې دي چې په کښې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ غیرقانون والی تایید شوی او له اسرائيلو سره د اړیکو ښه کول رټل شوي دي.

د دغو پلویانو ماجرا د فوټبال د ورلډ کپ له پیلیدو څه موده مخکښې «فلسطین په نړیوال جام کښې» تر عنوان لاندې کمپین سره پیل شوه. هغوي په سټیډیمونو کښې د فلسطین د بیرغونو او ټي شرټونو د ویشلو او په لوبغالي کښې «د فلسطین د سفیرانو» د اودرولو په شان کارونه ترسره کړل. پر دې سربیره د صهیونیسټي رژیم خلاف د فلسطینیانو په هلوځلو د نړیوالو د خبرتیا د زیاتولو په موخه په ټولنیزو رسنیو ګڼ کمپینونه د نړیوالو جام د سیالیو سره هممهاله پيل شول چې د لسګونو هیوادونو مینه وال یې سره راغونډ کړل.

هم داشان په انټرنیټ کښې(په نړیوال جام کښې له فلسطین څخه په کومه طریقه  ملاتړ کولې شئ؟) ت رعنوان لاندې تبلیغات اپ لوډ شول چې د فلسطین له بیرغ او په دغه رنګ څپوټکو او شالونو سره په سټیډیم کښې د حاضریدو په لړ کښې وړاندیزونه یې مطرح کړل. د عرب د عامه خلکو او د قطر د نړیوال جام د پلویانو دغه کمپین غوښتنه کوله چې د لوبغالي په بیلابیلو برخو کښې د فلسطین موضوع ته د خلکو پام واړوي.

یو بل نوښت چې د « # فلسطین په نړیوال جام کښې » شعار یې درلود، د «آزاد فلسطین» او «عرب قدس» په مضامینو سره د بینرونو ویشل وو. پر دې سربیره له ګډون کونکو وغوښتې شول چې په نړیوال جام کښې له فلسطین څخه د ملاتړ له فعالیتونو ویډیوګانې او مستندونه جوړ کړي او هغه په ټولنیزو رسنیو کښې خپاره کړي.

له فلسطین څخه په ملاتړ کښې په یو ډیر سمبولیک نوښت کښې تیونسي پلویانو د نومبر په شپږویشتمه نیټه له آسټریلیا سره د تیونس د ملي ټیم د لوبې په اته څلویښتم منټ کښې د فلسطین د بیرغ په پورته کولو سره د ۱۹۴۸ کال د غمیزې یاد تازه کړ.

مراکشي پلویانو هم له کروئیشیا سره د خپل هیواد د ملي ټیم له سیالۍ څخه د عدالت غوښتنې او د شیرین ابوعاقله د شهاد د رایادولو لپراه د یو فرصت په توګه استفاده وکړه. ابو عاقله یوه فلسطیني خبریاله وه چې د روان کال په اوایلو کښې په جنین باندې د اسرائیلو د پوځي حملې د خبري کوریج په دوران کښې د صهیونیسټانو له خوا شهیده کړې شوې وه.

د فوټبال د نړیوال کپ په دوران کښې د فوټبال مینه والو د (اړیکو ښه کولو ته نه) په مضمون سره پوسټرونه په لاسو کښې درلودل او داسې ټي شرټونه به یې اغوشتل چې د دغې خبریالۍ څیره پرې چاپ شوې وه.

البته دا اقدامات یوازې تر عربو او فلسطیني پلویانو محدود نه وو او نور غیر عرب اسلامي هیوادونه هم په دغه خوځښت کښې شامل شول او د فلسطین له آرمان څخه یې ملاتړ وکړ.

خو دغه پيښې چې په قطر کښې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د ترسره کیدو په دوران کښې د فلسطین له ولسه د ملاتړ په لړ کښې یې وینو، د ماجرا یوازې یو اړخ دی او دا سِکه یو بل مه هم لري چې هغه فه صهیونیسټي رژیم سره مخالفت او د دغه نیواکګر رژیم له خوا د فلسطینیانو د خاورې له نیواکه د کرکې اعلان دی.

صهیونیسټي خبریالان او د رسنیو کسان چې له یوڅو عربو هیوادونو سره د اړیکو د کامیابۍ او هیله مندونکې عادي سازۍ په خیال د څو خبري ټیمونو په چوکاټ کښې قطر ته تللي وو، د فوټبال په نړیوال کپ پورې د اړونده رپورټونو د برابرولو په وخت د قطر د خلکو او هلته د نورو هیوادونو د مسافرانو له حیرانونکو او د تمې اپوټه چلند سره مخامخ شول. د مثال په توګه د هارآتص ورځپاڼې لیږل شوي خبریال په یو رپورټ کښې د فوټبال د نړیوال کپ د ترسره کیدو په دوران کښې له فلسطین څخه د فوټبال د مینه والو د سخت ملاتړ جاجونې ته اشاره کړې ده.

د دغې ورځپاڼې خبریال عوزي دان په یو رپورټ کښې د فوټبال د نړیوال کپ د ترسره کیدو په دوران کښې له فلسطین څخه پراخو ملاتړونو ته په اشارې سره، دغه پيښه د یوې ښکارندې په توګه یاده کړه چې د تل ابیب مشرانو ته یې یو څرګند پیغام ورکړی دی. هغه په هم دې اړه ولیکل: موضوع یوازې د دوحې په سړکونو او لوبغالو کښې د فلسطین د بیرغ تر اوچتولو نه محدودیږي بلکې د قطر په سټیډیمونو کښې په غټو ټکیو لیکل شوي داسې بینرونه او ساین بورډونه لګول شوي چې ورپاندي د FREE PALESTINE (  یعنې آزاد فلسطین) مضمونونه لسکل شوې دی او دا کار د نړیوال کپ د مینه والو له پراخ هرکلي سره هم مخامخ شوی دی.

عوزی دان په قطر کښې د ځپلو بیرغونو په مینځ کښې د صهیونیسټ رژیم د بیرغ نه شتون ته په اشارې سره ولیکل: په تیرو نړیوالو سیالیو کښې به زمونږ بیرغ پورته کیده او زما په نظر اسرائیلی چارواکو باید په دې برخه کښې څه کړی وای. ځکه چې دا مسئله په اول سر کې زمونږ د ناخوښۍ لامل شوه، البته اوس موږ ولیدل چې اسراییلي چارواکي په اوسني واقعیت سم پوه شوي او پوهیدلي چې دوی د نړۍ د عامه افکارو او په ځانګړې توګه د عربو او مسلمانانو په منځ کې څه موقعیت لري، په دې وجه یې ځانونه ډیر ونه کړول.

دغه خبریال په دوام کښې زیاتوي: د د چای خانو او رسټورنټونو، دکانونو، سړکونو او بسونو وغیره په شان د دوحه ښار په ټولو ځایونو کښې د فلسطین بیرغ دومره زیات لیدل کیږي چې فکر کوو د فلسطین د فوټبال ملي ټیم د دري دیرشم ټیم په توګه په نړیوال کپ کښې ګډون کړی دی.

د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن ۱۲ چینل هم په یو رپورټ کښې ټینګار کړی دی چې په نړیوال کپ کښې د تیونسیانو لپاره فلسطین له بل هر څه نه ډیر مهم و. په دغه رپورټ کښې راغلي دي: د تیونس د فوټبال ملي ټیم له آسټریلیا سره سیالي وکړه خو د دغه ټیم پلویان په یوې بلې چارې اخته وو او زیاترو یې د فلسطین له ولسه د ملاتړ په مظاهرو کښې ګډون وکړ او د فلسطین له ولس څخه د ملاتړ پیغام یې نورو ته رسوه. هغوي به د فلسطین د آزادۍ په عنوان سره پلی کارډونه لوبغالي ته وړل تر دې ځینو په کښې دغه سیالۍ نړیوالو ته د فلسطین د پيښو او حوادثو د بیانولو لپاره یو فرصت ګڼه.

په دې کښې هیڅ شک نشته چې د سږ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو ترسره کیدل د فلسطینیانو او مسلمانانو لپاره د فلسطین له ارمانونو د ملاتړ اعلانولو لپاره یو زرین او نه تکراریدونکی فرصت ګڼلی شو چې په دوران کښې یې هره ورځ یې نښې نښانې د زرګونو عکاسانو او خبریالانو د انځورونو او ویډیوګانو له لارې ټولې نړۍ ته مخابره شوې. 

لاس اینجلس ټایمز امریکايي ورځپاڼې هم وویل چې د فلسطین مسئله د نړیوال جام په سیالیو کښې په یوې چورلیزي موضوع بدله شوه. دغې خبرپاڼې په یو رپورټ کښې زیاته کړې ده، په داسې حال کښې چې د مراکش د ټیم غړي د تصویر اخیستول لپاره راغونډ شول، ځینو لوبغاړو یې دغه شیبه د خپل هیواد د بیرغ په اوچتولو ته ولمانځله خو یو بل بیرغ هم و چې ځینو لوبغاړو پورته کړ او هغه د فلسطین بیرغ و، هغه بیرغ چې د سټیډیم په ټولو ځایونو کښې ترسترګو کیده، په حقیقت کښې د فُټبال په ورلډ کپ کښې چې په اول ځل په مینځني ختیځ کښې ترسره شو داسې کارونه وشول.

دغه رپورټ زیاتوي: دا نړیوال کپ له ډیرو پوښتنو سره مخامخ شو چې یوه په کښې دا ده: اظهار او څرګندونه که عقیده ایزه هم وي، مجاز ده او او دا چې آیا په داشان یوې سپورټي پيښې کښې سیاست کوم ځاې او مقام لري او که نه؟

البته د فیفا قوانینو د فټبال او سیاست سره ګډول ممنوع کړي دي خو اروپایانو د یوکرین په خاطر د دغو قوانینو خلاف ورزي وکړه او سزا ور نه کړې شوه چې البته دا د لویدیځ د ډبل سټینډرډ یوازې یوه بیلګه ده.

 د پولینډ د ملي ټیم کپتان رابرټ لوانډوفسکي ویلې وو چې د نړیوال جام په سیالیو کښې به د یوکرین د بیرغ رنګ لرونکی د کپتانۍ پټۍ به پر مټ تړي. هم داشان د مصر د سکواش لوبغاړي عمر فرج چې د روان ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشته کښې په لندن کښې د Optasia د اتلولۍ د سیالیو اتل شو، وویل: مونږ هیڅکله په سپورټ کښې د سیاست په هکله د خبرو کولو اجاز نه درلودله خو ناڅاپه اجازه راکړې شوه. نو بس اوس مو اجازه ترلاسه کړې ده. هیله ده چې خلک هم د نړۍ په هر ځاې کښې روانو ظلمونو ته پاملرنه وکړي او پوه شي چې په فلسطینیانو باندې له تیرو ۷۴ کلونو راهیسمې څومره ظلمونه شوې دي.

له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو په ښه کولو باندې د اعتراضونو یو پلانونکی رده یاسین وايي چې د دوي د دغه نوښت وجه د روسیې او یوکرین جنګ و ځکه چې په اروپايي هیوادونو کښې په سپورټي لوبغالو کښې خلکو د روسیې په یرغل باندې اعتراض کښې د یوکرین بیرغونه پورته کول. نو بس دا څنګه چې اروپايي هیوادونه د یوکرین د خواشینونکي حالت په هکله خبره کوي، مونږ هم حق لرو چې د فلسطین د مسئلې په اړه خبره وکړو، په تیره بیا د چې دا اول ځل دی چې یو عرب هیواد د فوټبال د ورلډ کپ د سیالیو کوربه توب کوي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه