ملګري ملتونه د افغانستان له اوسني حالته راضي نه دي
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i125808-ملګري_ملتونه_د_افغانستان_له_اوسني_حالته_راضي_نه_دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ یوناما د پلاوي مرستیال مارکس پوټزل په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دغه موسسه د افغانستان د خلکو د دین او د کلتور احترام کوي وویل د افغانستان اوسنی حالت راضي کونکی نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2023 01:56 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د افغانستان له اوسني حالته راضي نه دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ یوناما د پلاوي مرستیال مارکس پوټزل په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دغه موسسه د افغانستان د خلکو د دین او د کلتور احترام کوي وویل د افغانستان اوسنی حالت راضي کونکی نه دی.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ یوناما د پلاوي مرستیال مارکس پوټزل د افغانستان د ښځو په زده کړې او کار باندې د بندیز د ختمولو لپاره د خپلو سلامشورو په دوام کښې د طالبانو د کابینې له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په کتنه کښې وویل د افغانستان د ښځو د حقوقو نه رعایتولو د هیواد ټولو خلکو ته تاوان رسولی او له افغانستان سره د بشري مرستو د ګډوډیدا سبب شوي.

هغه وویل د افغانستان د ښځو په زده کړې او کار باندې د طالبانو بندیز باید ختم شي چې د افغانستان د څنګ ته کیدا او اقتصاد ته د ډیر تاوان د رسیدا مخنیوی وشي.

د طالبانو د کابینې سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر هم په دغه کتنه کښې وویل چې دغه ډلې په رسمیت د پيژندل کیدا لپاره ټول شرایط بشپړه کړي او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري.

هغه دغه راز د طالبانو موقته حکومت پراخ بنسټه وباله او د نړیوالې ټولنې د بې طرفانه مرستو غوښتنه یې وکړه.

له دې مخکې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له مارکس پوټزل سره په کتنه کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې او کار باندې د بندیز د ختمولو لپاره د شرعي او د معقولو حل لارو د پیدا کولو هڅې روانې دي.