د امریکا پولیسو ډیر عادي خلک وژلي
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i125856-د_امریکا_پولیسو_ډیر_عادي_خلک_وژلي
فارس خبري اژانس راپور راکړی نوي شمیرنې وايي چې د امریکا پولیسو په تیر میلادي کال کښې یولس سوه شپږاویا کسان وژلي وو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2023 06:08 Asia/Kabul
  • د امریکا پولیسو ډیر عادي خلک وژلي

فارس خبري اژانس راپور راکړی نوي شمیرنې وايي چې د امریکا پولیسو په تیر میلادي کال کښې یولس سوه شپږاویا کسان وژلي وو.

یوې غیر حکومتي ډلې چې د امریکا د پولیسو په تاوتریخوالي څارنه کوی پرون وویل د  هیواد پولیسو په تیر میلادي کال کښې یوزر شپږ اویا کسان وژلي دي.

د میپینګ پولیس وائلنس(maping police violence) ډلې چې د تورپوستو ژوند اهمیت لري له غورځنګ سره اړونده ده وویل د هغو کسانو شمیر چې د امریکا پولیسو په تیر میلادي کال کښې په ډزو ، کوتکو، د بریښنا په کرنټ او نیولو سره وژل دي د دوه زره یویشتم میلادي کال څخه یودیرش تنه زیات دی.

کارپیژاندي دغه شمیر د تورپوستو په وړاندې د امریکا د پولیسو د ډیر تاوتریخوالي د کارولو نښه ګڼي کوم چې د امریکا دیارلس فیصده نفوس جوړوي.

د امریکا پولیسو هره ورځ درې  تنه وژلي دي.