د امریکا پولیسو ډیر عادي خلک وژلي
فارس خبري اژانس راپور راکړی نوي شمیرنې وايي چې د امریکا پولیسو په تیر میلادي کال کښې یولس سوه شپږاویا کسان وژلي وو.
یوې غیر حکومتي ډلې چې د امریکا د پولیسو په تاوتریخوالي څارنه کوی پرون وویل د هیواد پولیسو په تیر میلادي کال کښې یوزر شپږ اویا کسان وژلي دي.
د میپینګ پولیس وائلنس(maping police violence) ډلې چې د تورپوستو ژوند اهمیت لري له غورځنګ سره اړونده ده وویل د هغو کسانو شمیر چې د امریکا پولیسو په تیر میلادي کال کښې په ډزو ، کوتکو، د بریښنا په کرنټ او نیولو سره وژل دي د دوه زره یویشتم میلادي کال څخه یودیرش تنه زیات دی.
کارپیژاندي دغه شمیر د تورپوستو په وړاندې د امریکا د پولیسو د ډیر تاوتریخوالي د کارولو نښه ګڼي کوم چې د امریکا دیارلس فیصده نفوس جوړوي.
د امریکا پولیسو هره ورځ درې تنه وژلي دي.