د لویدیځ په پانګونې نظام کې دمیرمنې ځای
د لویدیځ کلتور ډیر بدلونونه تجروبه کړي دي او په دغه وضعیت کی د میرمنو اجتماعي او وګړنیز موقعیت هم په امان کې ندی پاتې .
په لویدیځ کې د پانګونې د نظام له رامینځته کیدا د دو پیړیو په تیریدا سره دغه نظام د انساني کرامت باندې په سترګو پټولو او نابرابریو په شمول له اساسي نیوکو سره مخامخ شوی . د لویدیځ په پانکونکی نظام کې د میرمنې له ځینو وګړنیزو ازادیو سره سره یوازې له ظاهری اړخ ته پام شوی او د ګټې لپاره په یوه اوزار بدله شوی ده .
له نولسمې پیړۍ راهیسې تراوسه د لویدیځ پانګونې نظام کې ډیر بدلونونه رامنځته شوی دی ، دغه نظام تکامل موندلی دی او اوس په ۲۱ پیړۍ کې د بشر د ژوند په ټولو ارکانو کې نیولیبرالیزم پانګونې نفوذ کړی او په اجتماعی ، کاتوري ، سیاسی او اقتصادي اړیکو کې یې اساسی بدلونونه ر امینځته کړي دي .
په دغه موده کې په لویدیځ کې میرمنو د ژوند د شرایطو د بدلولو او له ظلمونو د خلاصیدا لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي تر څو د میرمنې ځای او موقعیت بدل کړي خو له ځینو بدلونونو سره سره اکثریت لپاره ځینې بدلونونه د ژوند په شرایطو کې او څرنګوالی کی د بدلون په معنا ندې .
د لویدیځ په کلتور کی میرمنه
د لویدیځ کلتور ډیر بدلونونه تجروبه کړي دي او په دغه وضعیت کی د میرمنو اجتماعي او وګړنیز موقعیت هم په امان کې ندی پاتې .
د لویدیځ په کلتور کې میرمنو په لومړیو کې دومره ټیټ ځای درلوده چی ورته له عقلانیت او شعور خالی شیانو او موجوداتو په توګه لیدل کیدل . بیا وروسته د میرمنو ځانګړنو او خوبیانو ته پام وشو خو بیا هم زیاتره فیزیکي او بدني جذابیتونه په نظر کې ونیول شول .
په بله وینا د روڼ اندۍ له پړاوه مخکې په لویدیځ کې د میرمنې موقعیت دومره ډیر ټیټ وو چی هغو لپاره هیڅ انساني حق ته قایل نه وو ، هغو اجتماعي حقوقو نه درلودل او له ارث محرومې وې خود روڼ اندۍ په پړاو کې لویدیځو میرمنو له اجتماعی بدلونونو سره په یووخت د فیمنیزم غورځنګ رامینځته کړ چی د رای ، جنین غورځولو ، طلاق ، مالی خپلواکۍ ، په سیاست ، اقتصاد او ټولنه کې د پراخ شتون د حق په شان ازاديانې یې ترلاسه کړې شوې ، خو په ټولنه کی د میرمنو شتون او حقوقو سبب نه شول چی میرمنې ته د لویدیځ کتنه له ظاهری اړخه بره لاړه شی او په حقیقت کی په لویدیځ کې د میرمنې د ستړیا سبب شوی .
فیمنیزم د پانګونې غلام
ځینې فیمنیسټی غورځنګونه د میرمنو د حقوقو د ترللاسه کولو لپاره منظم شوی غورځنګونه ویل کیږی ، ځینې هم هغه د میرمنو پرضد د بی عدالتیو ، نابرابریو او ظلم د ختمولو په هدغ غورځنګونه بولي او په همدې اساس د ټولو اجتماعي جوړښتنونو د بدلولو غوښتونکي دي خوپه لویدیځ کې حقیقتونه د دې په اپوټه دي ، په لویدیځ کې هماغه راز میرمنې له نابراریو ، بی عدالتیو ، تاوتریخوالیو سره مخامخ دي .
د لویدیځ د پانګونې نظام له موجود مرد سالاره نظام ګټه پورته کوي . د لویدیځ د پانګونې نظام له خپلو رسندویو او تبلیغاتوصنعت په استفادې سره خاص کلتوری باورونه دود کړی دي چی پکې د میرمنې جنسیت د زیات سود او ګټې لپاره سرچینه ده ږ
په دې اساس د لویدیځ په پانګونې نظام کې د میرمنو د ازادۍ نتیجه په یوه اوږده مبارزې پسې ، د پانګونې د نظام د ګټو لپاره د یوه اوزار يپه توګه بدله شوی ده .
په حقیقت کی فیمنیزم د یوې میرمنې په ودې په تمرکز سره د هغې د وجود نورو اړخونو باندې سترګې پټې کړي دي او د کره کتونکیو په وینا په لویدیځ کې میرمنو که څه هم په ځینو موردونو کی ازادی ترلاسه کړی ده خو له خپل فطرت سره پردي شوي او دغه مسله په نهایت کې د لویدیځې میرمنې د سټریس او بی هویتي سبب شوی ده .
د فیمنیزم کره کتونکی ټونی ګرنټ وایی نن سبا داسې ښکاری میرمنې یوازې خپلواکه شوی دي خو له عاطفی نظره له خپلو میندو او نیاوانو ډیرې محتاجې ، ناامنه ، لړزانه ، یوازې او ستړي شوي دي .
شاید ویلې شو چی نولسمه پیړۍ او د شلمې پیړۍ په لومړیو کې په سیاسی ، اقتصادي ، اجتماعي او کلتوری ډګرونو کې د شتون لپاره د میرمنو د هلوځلو اوج وو چی له دې مخکې په دغو ډګرونو کې له شتونه محرومې وې ، خو د لویدیځ پانګونې نظام له هماغه لومړیو د میرمنو دغه حرکت ته د زیاتې ګټې د ترلاسه کولو لپاره د یوه فرصت په توګه ولیدل ، په حقیقت کی په لویدیځ کې پانګه وال د میرمنو او سړیو د حقوقو د مساوی موضوع د مطرحولو یو عامل وو .
لویدیځ شرکت لرونکی د دې لپاره چی میرمنه له کوره کارخانې ته ورکس وایی او د هغه له اقتصادي توان ګټه پورته کړي د میرمنې د حقوقو ، د میرمنې د اقتصادي خپلواکۍ ، ازادی او له سړیو سره د میرمنو د حقوقو مساوت په شان بحثتونه ومطرح کړل او هغو وو چی واتوانیدل دغو غوښتنو ته قانونی رسمیت ورکړي . امریکایی لیکوال او فلسفې استاد ویل دورانټ د فلسفې خوندونه په کتاب کی لیکلی دی د میرمنې ازادی د صنعتی انقلاب له عوارضو دي ، میرمنې ازرانه کارګرې وې او د هغو کارورکونکو په سرکشه سړیو هغو ته ترجیح ورکاوه . د پانګونې د نظام په تکامل سره چی د تولید په زیاتیدونکی ودې سره یوځای وو ، د مصرف پالنې دودول هم احساس کړل . همدغه موضوع سبب شوه چی د لویدیځ پانګونې نظام یوځل بیا له میرمنو ګټې پورته کونې ته مخه کړه خو دا د میرمنې د کار قدرت یا بدنی ځواکه ګټه نه وه بلکې د مصرف پالنې د ودې لپاره د هغه له ښکلا او جاذبې ځواک ګټه پورته کول وو . په شلمې پیړۍ کې دغه نظام د خپلو شیانو د خرڅولو لپاره د میرمنو په وسیله د میرمنو له ښکلا استفاده وکړه . په لویدیځ او امریکا د میرمنو د سګرټو څکولو په موضوع کې له میرمنو ډیر کار اخیستل شوی دی .
پانګونه او له میرمنو ګټه پورته کول
د لویدیځ د پانګونې نظام د میرمنې له انساني قدرت او وسونو باندې په سترګو پټولو سره سبب شو چی میرمنې د داسې موجود پهتوګه معرفي شي چی له خپلو ظواهرو په ګټه پورته کولوسره په ټولنه کې رول لوبولو ته دوام ورکړي . د میرمنو لپاره دغه جنسی او تفریحی دروغجن رول ښی چی د هغو لپاره د ازادۍ تصور ګمراه کونکی مفهموم دی ځکه چی ګمان کوی په پانګونې نظام کې ازادې دي او پخپله انتخابوی خو په حقیقت کی د مرد سالاره دغه پانګونې نظام برخه ګرځیدلي دي چی د مصرف پالنې او بازار د اړتیاو تولیدو لپاره کار کوي .
پر دې اساس په لویدیځ کې د میرمنو اوسنی شرایط د دو کړچارونو له امله دی چی په ټولنه کی د هغود فعالانه شتون سبب شو ، په کمو معاشو سره کار او د شیانو د خرڅولو لپاره له هغو اوزاری استفاده ، هغه دوه کړچارونه دي چی د لویدیځو میرمنو لپاره د خپلواکۍ او ازادۍ په پلمه د لویدیځو میرمنو لپاره رامنیځته کړي دي . په همدې اړه د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای دې ته په اشارې سره چی د پانګونې د نظام ادعایی ازادی عین زندان او میرمنې ته سپکاوې دې . دکار ډګر او میرمنې ته خوند اخیستونکی کتنه له میرمنې د لویدیځ اساسی دوه ګوڼه ناوړه استفاده بللی ده او ویلی یې دي ، په لویدیځ کې د میرمنو د ازادۍ د مسلې د مطرحولو اصلی هدف له کوره ، کارخانې ته د هغو ورکس ویل وو چی له میرمنو د ارزانه ځواک په توګه ګټه پورته کړي . پای