بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i126264-بې_نقابه_امریکا
په امریکې کې د وسله ایزو تاوتریخوالو په نتیجه کې د ګن شمېر امریکایي وګړو په وژلې د سپینې ماڼۍ اعتراف، د بانکې ګټو د فیصدي زیاتوالې، د امریکایي مصرفوونکو د قرضو زیاتوالې، په امریکا کې د پولیسو له لورې د خلګو د وژلې بې مخینې زیاتېدا او اکراین جګړې د وسلو په ورکولو کې ستونزې په تېره اوونۍ کې د امریکې له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2023 12:30 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

په امریکې کې د وسله ایزو تاوتریخوالو په نتیجه کې د ګن شمېر امریکایي وګړو په وژلې د سپینې ماڼۍ اعتراف، د بانکې ګټو د فیصدي زیاتوالې، د امریکایي مصرفوونکو د قرضو زیاتوالې، په امریکا کې د پولیسو له لورې د خلګو د وژلې بې مخینې زیاتېدا او اکراین جګړې د وسلو په ورکولو کې ستونزې په تېره اوونۍ کې د امریکې له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویندویې کارین ژان پی یر د چهار شنبې په ورځ د امریکې په ایلینوی ایالت کې د اتوماتو وسلو په پلور باندې له بندیز څخه په هرکلی سره اعتراف وکړ چي ګڼ شمېر امریکایي وګړي د وسله ایزو تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي. هغې جوته کړه: ایلینوی د امریکې نهم ایالت دی چي د یرغلیزو وسلو د پلور د بندولو قانون تصویب کړی دی او له واټونو څخه د جنګي وسلو د ټولو په لړ کې اقدام کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویندویې د دې په بیانولو چي د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایلینوي ایالت له دغه اقدام څخه ملاتړ کوي زیاته کړه: لاهم د امریکې په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر امریکایان د وسله ایزو تاوتریخوالو د امله وژل کیږي.

هغې ادعا وکړه: د امریکې ولسمشر د خلګو د کورونو، ښوونځیو او ټولنې د خوندیتوب په لړ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. د سپینې ماڼۍ ویندویې په دوام کې یادونه وکړه چي بایډن له نورو ایالتونو څخه غواړي چي د کالیفرنیا، نیوجرسی، کنتیکت، هاوایي، مریلند، ماساچوست، نیویورک، دلاور، واشنګټن او ایلینوی سره همږغي شي او د یرغلیزو وسلو په پلور بندیزو ولګوي څو د انسانانو ژوند وژغورل شي.

د امریکا ایلینوی چارواکو په دغه ایالت کې د ګرمو وسلو په پېر او پلور باندې بندیز لګولی دی.

د ایلینوی والی د چهار شنبې په ورځ د ګرمو وسلو په پلور باندې د بندیز قانون له تصویبېدو وروسته، لاسلیک کړ او اجرایي ارګانونو ته ابلاغ کړ، د نوی قانون له مخې چي د ایلینوی د ایالت د عامو خلګو له هرکلی سره مخامخ شوی، نیمه اټوماټ، اټوماټیک او غټ شاجر لرونکي او مشین ګن ته ورته وسلو  پېر، پلور او ګرځول بند شوی دی.  دغه قانون له هغه وروسته کار په پیل شو چي یو وسله وال د شیکاګو په څنډو کې په پارک کې په عامو خلګو ډزې وکړې چي په کښې ۷ کسان وژل شول او ګڼ شمېر ټپیان شول.

د دې قانون په تصویبېدو سره، دوه میلیون او ۵۰۰ وسلې چي له دې مخکې په دغه ایالت کې جواز تر لاسه کړي دي، باید د پولیسو له لورې راټول شي، د نویو شمېرنو له مخې یوازې د نوی کال د یوې اونۍ رخصتیو پر مهال له ۶۵۰ کسان زیات په ډزو باندې ویشتل شوي او وژل شوي دي،  د امریکا د وسله ایزو تاوتریخوالو د شمېرنې مرکز په خپل راپور کې ویلي: چي د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې ۲۵۵ کسان په ډزو وژل شوي او ۳۹۶ کسان بیا په وسلو باندې ځان وژنه کړې ده او ۵۵۰ تنه زیات په همدغه موده کې په ډزو سره ژوبل شوي دي، په وژل شویو کسانو کې ۷ تنه ماشومان هم شامل دي.

د امریکا په مرکزي بانک کې د پیسو د سیاست فډرل کمېټې چي په نورو بانکونو نظارت کوي ویلي چي د بانکې پانګو د ګټو یا سود لوړه فیصدي به د اوس لپاره دوام وموندي، د امریکا د پیسو د سیاست د ټاکلو کمیټې هره شپږو اوونیو کې یو ځلې غونډه کوي او د ډالرو د ارزښت او نورو مالي مسایلو سیاستونه تنظیموي. دغې کمیټې ویلې تر کومه چي د توکو د بیې د لوړېدو بهیر نه ودریږي نو د بانکي پانګونو د سود فیصدي به کښته نه شي، اوس مهال امریکایي بانکونو په پورونو او پانګونو باندې نیم فیصد سود زیات کړی دی.  په تېر میلادي کال کې په امریکا کې د خوراکي توکو قیمت کابو ۱۲ فیصده زیات شوی چي دا په تېرو ۴۰ کلونو کې بې مخینه ده، د امریکې مرکزي پریکړه چي د پیسو د محدودولو سیاست عملي کړي څو په دغه هیواد کې د توکو د ګرانېدو سره مقابله وکړي، په همدې لړ کې بانکونو د پانګوالو لپاره د سود فیصدي زیاته کړې چي پیسې له مارکیټه راټولي او بانکونو سره زیرمي شي.

د امریکا د فډرل رزرو د راپور له مخې چي د تیرې اوونۍ په دوشنبې خپور شو، امریکایي مصرفوونکي لاهم د خپلو کارټونو له کریډیت یا اعتبار کارولو ته دوام ورکړي او د هغوی د پورونو کچه ۲۸ میلیارد ډالرو ته زیات شوی دی، په پورونو باندې د خلګو تکیه خپله د توکو د بیې د زیاتوالې لامل شوی دی، د ریفینیتیو د مالي شرکت د راپور له مخې، د اقتصادي چارو ماهرین تر ۲۵ میلیارد ډالرو پورې د پورونو د زیاتېدو اټکل کړي وه، خو د دوی له وړاندوینې زیات خلګو له کریدیټ کارټونو کار اخیستي دي چي اکثره قرضې د محصلینو او د ګاډو د رانیولو په لړ کې اخیستل شوي دي.

د امریکې د صنعتي چارو شناند تد راسمن وویل:  اکثره قرضې د نوي کال د لمانځلو او خرڅونو لپاره اخیستل شوي دي، البته ګرانۍ هم تر یو حده د قرضو یا پورونو په زیاتوالې کې رول درلودلی دی، لیکن داسي ښکار چي له بانکونو څخه د خلګو قرضې مخ په زیاتېدو دي. فډرل راپورونه ښودنه کوي چي له بانکونو څخه د خلګو قرضې په زیاتېدو او د هغوی بچت په کمېدو دي.

یوه امریکایي موسسې چي په دغه هیواد کې د پولیسو تاوتریخوالې چیړي په خپل راپور کې ویلي چي په تیر میلادی کال یعني په ۲۰۲۲ کې ۱۱۷۶ کسان د پولیسو له لورې وژل شوي دي، سره له دې  شمېرنې ښودنه کوي چي د پولیسو افسران د امریکې په ځینو ښارونو کې د جرم او جنایت زیاتوالې تاه په کتو سره، له زیات ګواښونه او خطرو سره مخامخ شوي هم دي، دغه امریکایي موسسې چي د پولیسو له لورې تر سره شوي وژلې څېړي د تور پوستو له کمپین څخه ملاتړ کوي.

دغه موسسې ویلي چي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله ۳۱ تنه زیات د پولیسو له لورې وژل شوي دي، په شمېرنو کې هغه کسان هم شاملیږي چي په الکټریکي شوک او یا هم په ډزو ویشتل شوي دي.

په تېر کال کې کابو هره ورځ درې کسان د پولیسو له لورې وژل شوی دی، یوازې ۱۲ ورځې په ټول کال کې دي چي د پولیسو له لورې څوک وژل شوی نه دی، په ۱۱۷۶ کسانو کې چي د امریکې د پولیسو له لورې وژل شوي ۱۳۲ داسي کسان هم شامل دي چي هیڅ جرم یې نه وو کړی او جرمي مخینه یې هم نه وه درلودلې. په وژل شویو کې ۲۴ سلنه تورپوستي دي، خو دې ته په کتو سره چي تورپوستې یوازې د امریکې ۱۳ فیصده نفوس جوړوي، د تور پوستو ۲۴ سلنه وژله، د هغوی په وړاندې د امریکې د پولیسو د غرضي تشدد ښودنه کوي.

د امریکا په دفاع وزارت کې د سمندري ځواکونو غیرنظامي مشر کارلوس دل تورو ویلي چي واشنګټن باید په راتلونکی ۶ میاشتو کې د خپلو ځواکونو د سمبالولو او د اکراین د سمبالولو تر مینځ یو انتخاب کړي. څو میاشتې مخکې د امریکې سی ان ان خبري چېنل د ځینو امریکایي چارواکو په حواله ویلې وه چي امریکا کي یف ته د ځینو تجهیزاتو او وسله ایزو سیسټمونو د مهماتو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده، د امریکې په ډیپوګانو فشار او د اکراین د جګړې دوامداره سمبالولو ته ضرورت او د دفاعي صنعت د تولیداتو نه چټکتیا د بایډن د حکومت لپاره په سرخوږی بدل شوی دی. د سي ان ان له راپور سره سم، امریکا له نهو میاشتو را په دې خوا اکراین ته وسلو لېږد ته شدت ورکړی دی او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې وسلې اکراین ته استولي دي چي ور سره د امریکې د وسلو ډیپوګانې له ستونزو سره مخامخ شوي دي، د یوه ډول وسله ایز سیسټمونو ډیپوګان چي له کمښت سره مخامخ شوی او اکراین هم د جګړې د دوام لپاره ورته سخت ضرورت لري د ۱۵۵ میلي مټری توپونه او اسټینګر توغندی دي، له دې نه علاوه ځینو سرچینو د امریکې د دفاع وزارت په ډیپوګانو کې د رادار ضد هارم توغندی او د ځمکې نه ځمکې ویشتونکې GMLRSتوغندی او د ټانک ضد جاولین توغندیو د کمښت خبر ورکړي دي. سره له دې چي واشنګټن د یادو وسلو د تولید کرښه ګړندي کړې ده خو بیا هم د اکراین د جنګ ځوب ویونکی نه دی او د امریکې د دفاع وزارت ډیپوګان په تشېدو دي.