بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i134974
د بې نقابه امریکا د دې اونۍ په برخه کښې درته هرکلی وایو، له معمول سره سم نن هم د امریکې د تیرې اونۍ مهم خبرونه او پيښې څیړو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-06-26T11:09:56+00:00 )
Jun 26, 2023 14:56 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د بې نقابه امریکا د دې اونۍ په برخه کښې درته هرکلی وایو، له معمول سره سم نن هم د امریکې د تیرې اونۍ مهم خبرونه او پيښې څیړو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه، له ایټمي وسلو د استفادې په هکله د پوتین د ګواښ په ریښتونوالي د بایډن ټینګار،

په امریکا کښې د توکمپالنې مخ په خرابتیا وضعیت،

د امریکې په ښوونځیو کښې د وسله وال تشدد زیاتیدا او

په امریکا کښې د بې کوره خلکو د کړکیچ سختیدو ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*+

د امریکې ولسمشر جوبایډن په بلاروس کښې د روسیې د تاکتیکي ایټمي وسلو دیره کولو ته په غبرګون کښې خبرداری ورکړ چې د ضرورت په وخت له ایټةي وسلو د استفادې په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښونه رښتیا دي او باید جدي او سیریس واخستی شي. بایډن په دې هکله وویل: کله چې دوه کاله مخکښې ولسمشر شوم نو ومې ویل چې د کلراډو سیند له وچیدو اندیښمن یم، ټولو ماته داسې کتل لکه چې زه لیونی یم. کله مې چې د پوتین لخوا د ایټمي وسلو د استعمال د احتمال په هکله خبره وکړه نو بیا راسره دغه شان چلند وشه، (د پوتین) دا ګواښ واقعي دی.

د جو بایډن دغه ګواښ په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کښې په بلاروس کښې د تاکتیکي ایټمي وسلو د وړومبنۍجوپې دیره کولو ته په غبرګون کښې وویل: د ایټمي وسلو د استعمال لپاره د روسیې د نیت او ارادې په اړه هیڅ نښه نه ترسترګو کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سن پیټرزبرګ په نړیواله اقتصادي ټولګه کښې تاییده کړه چې د روسیې د تاکتیکي ایټمي خولیو وړومبنۍ جوپه د بلاروس په خاوره کښې ځاې پرځاې شوې ده. د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو، دوه اونۍ مکښې له روسیې څخه د تاکتیکي ایټمي وسلو د جوپو د ترلاسه کولو د پیلیدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې په دغو کښې ځینې وسلې، له هغو ایټمي بمونو درې چنده زوروې دي چې امریکې په هیروشیما او ناګاساکي غورځولې وو. لوکاشنکو هم داشان ویلي چې دغه وسلې د احتمالي تیریو سره په مقابله کښې دفاع او خوندیتوب رامینځته کوي.

د روسیې ولسمشر د روان کال په مارچ میاشت کښې په تیرو څو لسیزو کښې په اروپايي هیوادونو کښې د امریکې د ایټمي وسلو ځاې پرځاې کیدو ته په اشارې سره ویلي وو چې په بیلاروس کښې د تاکتیکي ایټمي وسلو د ایښودو په سر، له لوکاشنکو سره موافقې ته رسیدلی دی.

بیلاروس د ناټو له دریو غړو هیوادونو یعنې لیتوانیا، لتونیا او پولینډ سره ګډه پوله لري. د شوروي له ټوټې کیدو راهیسې دا اول ځل دی چې ماسکو خپلې ایټمي خولۍ د روسیې له خاورې اوباسي. دغه وسلې چې کم واټنه دي، د نورو ایټمي وسلو په پرتله لږ قدرت لري او د جنګ په میدان کښې ترې کار اخیستل کیدې شي.

امریکې او انډیوالانو یې او هم داشان بیجنګ ته هم چې تل یې د یوکرین په جنګ کښې د ایټمي وسلو د استعمال په هکله خبرداری ورکړی، ویلي دي چې دغه اقدام به په ځیر سره وڅاري.

*/*/*/*/

په امریکا کښې د یوې تازه ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې وايي چې د دغه هیواد زیاتره تورپوستي په دې باور دي چې په امریکا کښې به د توکمپالنې وضعیت، لاخراب شي. هیل خبري سایټ د دغه خبر په خپرولو سره ولیکل: د هغې ګډې سروی نتایج چې د واشنګټن پوسټ امریکايي نشریې او د اپسوس په نامه د نظرپوښتنې د موسسې له خوا په ګډه ترسره شوې، ښودنه کوي چې د امریکا ۵۱ فیصده تورپوستي ښاریز وايي، د توکمپالنې د حالت د ښه کیدو هیڅ هیله نه لري او په راتلونکو کلونو کښې به په دغه هیواد کښې د توکمپالنې حالت، لا خراب شي.

دا په داسې حال کښې دي چې په دغه نظرپوښتنه کښې برخه وال ۳۷ فیصده تورپوستي باوري دي چې په امریکا کښې د توکمپالنې حالت به هم داسې پاتې شي او یوازې ۱۱ فیصده یې وايي چې حالات به ښّ شي.

په نظر پوښتنه کښې ځواب ورکونکي کابو ۷۰ فیصده کسان چې له ۵۰ نه تر ۶۰ کلن دي، په دې باور دي چې په امریکا کښې د تورپوستو ځوانانو او ځلمیانو لپاره د ژوند حالات، د تیرو وختونو په پرتله ډیر خطرناک دي. په عین حال کښې ۶۰ فیصده بالغ تورپوستو له دې خبرې اندیښنه ښودلې چې خپله یا یې خپلوان او ملګري د توروالي په وجه د امریکې د سپین پوستو ښاریزو له حملې سره مخامخ شوي دي.

څیړنې ښودنه کوي چې د امریکايي تورپوستو او سپین پوستو ترمینځ اعتماد ډیر په ټیټه سویه کشې دی، له هرو لسو تورپوستو ښاریزو څخه اته تنه (۸۰ فیصده) باوري دي چې سپین پوستي ورباندې ډیر باور نه لري.

د دغه رپورټ له مخې، دا طرزِ فکر هم شته چې تورپوستي هم، په سپين پوستو باندې باور نه لري. په دغې نظرپوښتنې کښې ۷۸ فیصده تورپوستو ویلي دي چې په سپین پوټکو باندې چندان اعتماد نه لري یې پرې بیخي بې باوره دي او سپين پوستو ښاریزو هم دا ډول نظر تایید کړی دی او ۷۰ سلنه یې وايي چې تورپوستي باندې کوم خاص باور نه لري. د امریکايي تورپوټکي ښاریز وايي چې له ۲۰۰۶ کال نه پس ورته په پلورنځیو، رستورانونو او د امریکې په نورو عمومي ځایونو کښې ورته د پخوا په پرتله د خدماتو ورکړه کمزورې شوې ده او اندازه یې کمه شوې ده.

*/*/*/*/*

د امریکې په ښوونځیو کښې وسله وال تاوتریخوالی «یوه ځانګړې امریکايي وبا» نوموله کیږي او دغه کار نن سبا په امریکا کښې د ماشومانو د مړینې ستره وجه ده.

د واشنګټن پوسټ له خوا د راغونډ کړې شویو معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۹ کال نه تراوسه پورې د امریکې په ښوونځیو کښې د ډزو ۳۸۶ پيښې رامینځته شوې دي. په ۲۰۲۲ کال کښې د امریکې په ښوونځیو کښې د ډزو کابو ۴۶ پيښې وشوې چې له ۱۹۹۹ کال راپه دې خوا له هر بل کاله زیاتې وې. په دغو پيښو کښې د وژل کیدو او زخمیانو ورآخوا، هغه ماشومان چې دغه تشدد ویني یا تر قفل شویو ورونو شاته پټیږي، لاډیر تاواني کیدې شي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن اعتراف وکړ چې له وسله وال تشدد څخه ماشومانو ته رسیدونکی نفسیاتي تاوان، امریکايي عسکرو ته له رسیدلو رواني زیانونو کم نه دی. د ډزو د معلوماتو د یو ویب سایټ په لیکنه، له ۲۰۱۸ کال راهیسې په وسلو پورې اړونده څه باندې زرو پيښو، د امریکې ښوونځي اغیزمن کړي دي.

د امریکې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د احصائیو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کښې د ماشومانو د مړینې کابو ۱۹ فیصده د وسلو په وجه وه او په دغه کال له کلاس نه بهر په وسلې پورې اړونده پيښې لکه په وسلې سره خودکشي یا قتل، بې مخینې حد ته ورسید.

*/*/*/*/

یوې امریکايي ورځپاڼې په متحده ایالاتو کښې د کور نه لرونکو خلکو د سخت زیاتوالي خبر ورکړی او دغه شمیر یې خطرناک بللی دی.

وال سټریټ جرنل امریکايي ورځپاڼې تیره دوشبه په یو رپورټ کښې د امریکې په سړکونو او د کمزورو کسانو د قبلولو په مرکزونو کښې د بې کوره خلکو د سخت زیاتوالي خبر ورکړ. دغه احصائیلې د تیر کال په پرتله زښت زیاتوالی ښايي تر دې چې مسئول چارواکي یې د دغه زیاتیدونکي بهیر د مخنیوي لپاره د لارې چارې لټولو ته اړ کړي دي. دغې امریکايي ورځپاڼې د یو تحقیق پایلې بیان کړې دي چې ښودنه کوي په متحده ایالاتو کښې په دې وروستیو میاشتو کښې د بې کوره شویو خلکو شمیر مخ په لوړیدو بهیر لرلی دی. په دغه رپورټ کښې له ټولې امریکې څخه راغونډو شویو معلوماتو ته اشاره شوې ده چې له مخې یې، د کرونا د وختو د ملاتړونو په ختمیدو او د کورونو د لګښتونو په زیاتیدو سره، د تیرو کلونو په نست د امریکایانو د بې کوره کیدو بهیر ګړندی شوی دی.

دغې ورځپاڼې د امریکې په مخلتفو ایالتونو او ښارونو کښې د ۱۵۰ ارګانونو د معلوماتو په څیړنې سره وویل چې په څه باندې ۱۰۰ سیمو کښې د امریکایانو بې کوره کیدل، د تیر ۲۰۲۲ کال په پرتله د روان ۲۰۲۳ کال په اوایلو کښې زیات شوي دي.

په دغه رپورټ کښې د شیکاګو، میامي، بوسټن او فینیکس په شمول د امریکې ستر ښارونه شامل دي چې په ټولو کښې د بې کوروالۍ احصائیې مخ په زیاتیدو دي. د هستوګنې د لګشتونو زیاتوالی او د کرونا وبا په دوران کښې د لنډمهاله ساتنې ختمیدل، په امریکا کښې د خلکو د بې کوره کیدو د زیاتوالي اصلي عوامل دي.

د لاس اینجلس ښاروال کارن باس هم دغه ښکارنده «د بې کوره توب کړکیچ» په نامه یاده کړې او ویلي یې دي چې دمګړۍ د دغه ښار څه باندې ۴۰ زره کسان له دغه کړکیچ څخه اغیزمن شوي دي. هغه واضحه کړه چې لاس اینجلس له یو داسې انساني کړکیچه تیریږي چې هره ورځ  لږترلږه پنځه بې کوره کسان وژني.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی