حسینی غورځګ او د کربلا غمیزه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i135896-حسینی_غورځګ_او_د_کربلا_غمیزه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو  مینه والو په دې شیبو کې د حسینی غورځنګ او د کربلا غمیزې نومې لړۍ  له لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت  کې  یوو ،د محرم د مقدسې او غمجنې میاشتې په رارسیدا  او د تسلیّت  په وړاندې کولو سره هیله ده چې د دغې مقدسې میاشتې په شپو ورځو کې ځانونه په حسینی سیرت او زینبی کردار خړوبه کړو ،ترپایه راسره ملتیا وکړئ. 
(last modified 2023-07-18T08:39:49+00:00 )
Jul 18, 2023 13:00 Asia/Kabul
  • حسینی غورځګ او د کربلا غمیزه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو  مینه والو په دې شیبو کې د حسینی غورځنګ او د کربلا غمیزې نومې لړۍ  له لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت  کې  یوو ،د محرم د مقدسې او غمجنې میاشتې په رارسیدا  او د تسلیّت  په وړاندې کولو سره هیله ده چې د دغې مقدسې میاشتې په شپو ورځو کې ځانونه په حسینی سیرت او زینبی کردار خړوبه کړو ،ترپایه راسره ملتیا وکړئ. 

رارسیږي ورځې شپې د محرم ..............هر طرف نعرې سورې د محرم   

دا چې سترګې مې بيا ډکې ډکې کيږي.........دغه ټوله  علامې د محرم دي

 مظلومان د کربلا  بياډير  ياديږې.......... شروع شوې مرثيې د محرم د

په حسين درود، يزيد به لعنت کيږي........... مشهورې دا نعرې د محرم  

احتجاج د هر ظالم يزيد خلاف دی ............. جلوسونه او جلسې د محرم دي

.........................................

 خوږو دوستانو د محرم  شپې ورځې رارسیدې .دا داسې میاشت  ده  چې زیاتره د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو په نامې سره یادیږي. حضرت امام حسین علیه السلام چې  د خدای د رسول حضرت محمد مصطفی(ص)یو لمسی ؤ،د  اموي حکومت او د اسلامی ټولنې  د وخت د حاکم د فساد او جنایتونو،د بدعتونو د پنځیدو، اخلاقي ګډوډیو ، بې عدالتۍ  او د عمومی دنیا پرستۍ  په وړاندې  خاموش نه شو  او  د ۶۱هجري قمري  کال په محرم الحرام کې ئې  ددغاو نابرابریو  په ضد پاڅون وکړ او  پخپل او د خپلو وفادارو په شهادت  سره ئې لویه حماسه وپنځوله.

د پیغمبر اکرم(ص) او آئمه اطهار علیهم السلام په سیرت  عمل کول د ژوند په ټولو شرائطو  او  حالاتو کې یوه مهمه دنده ده،  او د حضرت امام حسین علیه السلام حماسي پاڅون  هم په دندې دعمل یوه همدغه ځلا وه . حضرت امام حسین علیه السلام  ولیدل د یزید په شان یو کس د اسلامی امت  واکوال شوی  چې دحکومت   هیڅ  شان او وړتیا نه لري او   خپل حکومت ته د رواوالي د بخښلو لپاره له امامه  بیعّت غواړي. نو وې فرمائيل؛ خبر شه چې دغه ذليل (ابن زياد) د ذليل کس زوي، زه د تورې او ذلت په  دوه  لاري کې راوستی یم  .او دا څنګه کیدلی شي چې مونږ د ذلت پيټی یوسوو، ځکه چې خدای، د هغه پیغمبر او مومنان نه غواړي چې مونږ د ذلت پيټی یوسوو،ځکه  خداي تعالی  او د هغه پیغمبر او مومنان  نه غواړي چې مونږ دغه شان کار وکړو،او پاکې میّندې او پاک انسانان او مومنان او غیرتمند روحونه  او باشرفه نفوس نه غوا ړي چې د لعینو او ذلیلو کسان اطاعت  د نیکو او کریمو انسانانو پر وژلو غوره وګڼو.

Image Caption

 

             دوستانو د محرم د میاشتې په رارسیدو سره  د حضرت امام حسین علیه السلام  او د  هغه د وفادارو ملګرود غم او  ویر له لومړۍ ورځې پیلیږي او د عاشورا  تر مازدیګر پورې اوج ته رسیږي. د عاشورا  ورځې  مازدیګر ناوخته، دغه ویر اوماتم د  د شام غریبان  دستورو په نامې سره په دوام موموي. د محرم  الحرام یا د امامانو میاشت  د اسلامی کال هیندارې لومړنۍ میاشت او د  مسلمانانو  په اعتقاد سره  په حرامو میاشتو کې راځي ،یعني په حرامو میاشتو کې هرډول جنګ جګړه وینه بهول  حرام دي.  همداراز دغه میاشت   د هغه کال پيل دی چې  د اسلام  ګران پیغمبر هجرت کړی ؤ او  مسلمانانو دا د خپل تاریخ پيل  وګرځاوۀ.  د  اسلام له ظهوره مخکې ، دجاهلیّت په پړاؤ کې  په دغو میاشتو کې  جنګ جګړې او وینو بهول  ممنوع وو،  حضرت محمد مصطفی(ص) هم  هماغه سنت تائيد کړ.

 د تاریخ په ګواهۍ سره د حضرت امام حسین علیه السلام  ددښمنانو جنایتونه او تورزړیتوب تر دې حده ؤ چې دوي  د جاهلیّت د پړاؤ  دخلکو په نسبت هم لابدتر  چلند وکړ،  ځکه  دهغه مهال خلکو  دحرامو میاشتو احترام ساتلو،او په هره اندازه چې ئې پخپلو کې دښمنۍ درلودې،خو کله حرام میاشت رارسیدلی،نو جنګونه به ئې پریښودل، خو د عمر سعد په لښکر کې   د امام حسین علیه السلام دښمنانو   سره  له دې چې ځانونه ئې  د اسلام دپيغمبر له امته بلل،  نه ئې ددغې میاشتې  حرمت وساتلو او نه ئې هم د دخدای د رسول حرمت وساتلو ،بلکې په دغې میاشتې کې ئې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دپاک لمسي  وینه پر مځکې وبهوله،دهغه کورنۍ ئې اسیره کړه او حتی  کار ئې تر دې حده ورساوۀ چې د هغه بزرګوار حرم  او خیمې ئې هم وسوځولې او دهغوي هرڅه ئې لوټ کړل او په تورزړیتوب او وحشيتوب کې د جاهلیّت د زمانې له خلکو هم مخکې لاړل.

Image Caption

 

                  له همدې امله دمحرم میاشت  د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه  السلام  او د کربلا د تل پاتې حماسې دغورځنګ یادونه او د حضرت اباعبدا... الحسین (ع)د ویر او ماتم د مجلسونو پیل دی. په دغې میاشتې کې  په اسلامی هیوادونو کې حتی په درستې نړۍ کې  هر  چرته  د  امام حسین ویر او ماتم کیږي  او درسته فضا د امام حسین بوي او وږمه خوروي. تور  بیرغونه پورته کیږي  او  د  ظلم ته د ؛نه ؛ شعارونه ورباندې لیکل کیږی،د غوره مرګ   ټاکل ،  د حسین ابن علی  علیه السلام  او د هغه د وفادارو ملګرو  د حق غواړي سیرت ، پتمنۍ نښه ده .په  دغو شپو ورځو کې حتی  ماشومان او زلمیان  او ځوانان هم په ویر او ماتم سره په خپلو کوڅو کې  امامباړې جوړوي او پخپل انداز  کې د حسین  او د هغه د  وفادارو ملګرو یاد تازه کوي  او د یاحسین یاحسین چغې پورته کوي .د حضرت امام حسین علیه السلام  د ویر او ماتم په دستورو کې  ګډون  او د سید الشهدا په یاد کې د اوښکو تويَول زړونه له زنګ او ککړتیاؤ  پاکوي او  په عین حال کې  په انسان کې د سرښیندنې  روح  تازه کوي او د مقاومت او  حماسې پنځول  روزي .

په دغې  میاشتې کې ویناوال  پخپلو خطبو او  او دشهیدانو د  سالار د پوهې او ځيرتیا ډکو شعارونو په بیانولو سره د هغه بزرګوار د حرکت او غورځنګ ځانګړنې او قربانیانې بیانوي  او په خلکو کې شعور او ویښتیا راپورته کوي. په همدې دلیل په هماغه ۶۱هجری قمری کال کې د حضرت امام حسین علیه السلام  پاڅون ونه درید او د اغیزو لمن ئې په ټولې نړۍ کې خوره وره شوه او دډيرو حماسه پنځونو او،سرښیندنو او پاڅونونو سرجینه  شوه . دحضرت امام حسین علیه السلام د حرکت او پاڅون  د اغیزو ترټولو مهمه بیلګه په ایرانیو مبارزانو کې او د عراق دبعثي رژيم د تپلي جنګ په وړاندې د دوي په دریدا کې  لیدلی شو.

              له ۱۳۵۹لمریزکاله تر ۱۳۶۷لمریز  پورې په کلونو کې  چې د عراق د بعثي رژیم په مشرۍ  د ختیځ او لویدیځ سلطه ګرو او د هغوی تالی څټو د ایران په اسلامی جمهوریت  یرغلونه وکړل،د هغو ددفاع صحنو په یوشپیتم قمری کال کې د حضرت امام حسین عیه السلام  له پاڅون سره ډير زیات شباهت درلود.له حقه دفاع،د جهاد او مبارزې روحیه،  ایمان،اخلاص او پتمني،هغه مختلفې نښې نښانې دي چې د ایران دمسلمان ملت  مقدسې دفاع دعاشورا غورځنګ سره ژوور پیوندونه ورکړي او د کربلا ځلاګانې ئې  په مختلفو صحنو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي فرمائي؛ تاسو وینئ،دغې نیمې ورځ واقعې،د مونږ په تاریخ کې څومره برکتونه اچولی دي او تر نن پورې هم ژوندی او الهام بخښونکې ده.دغه پیښه یوازې دا نه ده چې هغه  یاد کړو او ووایو او خلک ورځیني خوشاله شی،یا عاطقي اغیزې پرې وشي ، نه ، داسې نه ده ،دا د برکتونو اوخوځښتونو سرچینه  ده.دا د مونږ په تیر تاریخ ،اسلامی انقلاب او تپلي جنګ کې محسوس شوې ده .د تشیَع په تاریخ کې،بلکې په اسلام کې د ظلم  په ضد د انقلابونو په تاریخ کې ،البته  د غیر شیعیانو له خوا،د کربلا واقعه په اغیزشیندونکي ډول ځلیدلې ده.ممکنه ده په غیر اسلامی چاپيریال کې هم اغیزشیندونکی وي .یعني زه ،په تاریخ کې داسې هیڅ یوه پیښه نه وینم چې د نیمې ورځې په سرښیندنې سره د پرلتې وړ  وي .هر څه له دې لا واړۀ دي .خو بلاخره دهغو پلانونه  له دې ده او  له دې ئې یعني له کربلا ئې سرچینه اخستې ده .::::

                د اسلام میړنیو مبارزانو په عملیاتو کې د یا حسین په نامې سره او د کربلا دشهیدانو  په نامو د مشتملو پټَیو په سرونو باندې په لګولو سره حماسې وپنځولې.دوي پخپله ځانونه د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرود وینې غچ اخستونکي  ګڼل  او دغه شان وه چې،د اوبو په جام کې دوه ګونټه یا دوه غوړپه اوبه  به د جنګ په صحنې کې د څو کسانو لپاره وې،هغه هم  یوازې د هغوي د شونډو دلمدَوَلو لپاره، د کربلا د صحنې د تږو یادولو او ددې ته د ورته مسئلو یادولو ته په پام سره،د زغملو وړ کیدلې....   

هغه  درسونه چې مبارزانو د حضرت امام حسین له مکتب او عاشورا څخه زده کړي، سبب شول څو د سپيڅلي دفاع جبهې د اخلاقو ،فضایلو او الهي ارزښتونو ځلاګانې شي او په هغو کې ترټولو ولولناک او زده کونکي تعلیمات رابرسیره شي.

د سپيڅلی دفاع   د یوه مبارز مور لیکلي ؛  له پُستچي مې یو لیک ترلاسه کړ، نو د لیک پر شا چې ګورم د شهید فاؤنډیشن له خوا دی .  کله مو چې پرانیست، نو دننه پکې  د شهادت د مبارکۍ  وئيلو په مضمون سره یو کاغذ دی او   ورسره یو یاددښت ضمیمه شوی  چې د حمید پکې لیکلي وو؛ کل یو مٍ عاشُورا وَ کل ارضٍ کربلا؛؛ نن پنځمه ورځ ده چې   کلابند شوي یوو.....څو دوستان راسره  زخمیان شوي دي ، خو زمونږ په زړه کې ئې   یو آرمان پریښودلی  دی.....  د اوبو هغه  قمقمې  چې  مو ویشلې  وې ، پرون ختمې شوي  دي..... د حسین د تړو شنډو قربان شم ..... 

شلمچه، د  انصار الحسین ۲۳فرقه، د کمانډوزو دوهم غونډ

 بسیجي  حمید ابراهیم فر:::::

دروازه   مو بند کړه ، هغه لیک مو په زړه کیښود. دروازې ته  مو شا کړه او د خپل څادر یوې څنډې سره مو داوښتکې پاکې کړې.......

                   د یوه بل شهید مور  هم وائي ،؛ زما بچي له ماشوموالي  دا امید درلود ، د عاشورا مازدیګر ، د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ   علم  یا نښه  پر مټ کیږدي  او  د دستې په سر کې  شي. نو ټولو به وئیل،  اوس ماشوم ئې ،کله لوي شې ،بیا  راشه .....  نو  لوي شو  ....

 په هغو کسانو کې  چې پخپله خوښه ئې  هغه علم اوچتوۀ،   په ټولو کې  کمزوری ؤ. وې وئيل، ځه لاړ شه سربازئ  ته ،  پياوړی  او قدرتمند شې  او لاړ شه  مټونه دې مضبوط کړه   بیا راشه ؛؛؛،،،،  نو   اوس سرباز شو ، جبهې ته لاړ ، اسیر شو ، نو محرم ؤ  چې بیرته راستون شو....

 البته په   هغو خالی لستوڼو سره چې  ..... له مَټونو پرته ئې    پورته کړي وو...........  هغۀ خپل لاسونه ،  د حسین په لاره کې او له باطل سره په جنګ کې قربان  کړي وو..... ..... هماغه شان ئې  دعاشورا  علم  ته په حسرت سره سترګې غړولې ......

              سلام وي پر محرم ، سلام وي پر حسین(ع) چې  د معرفت،  او آزادۍ بیرغ ئې لوړ ورپاوۀ او پر زړونو کې ئې  حسینی شعور او  ولوله  راژوندئ کړه .

سلام د حسین پر ......وچو او تږو شونډو............................

  (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************