د اسرائیلو پرضد د فلسطینیانو د برید هیله کیدله
Oct 08, 2023 13:37 Asia/Kabul
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د مقاومت عملیات د انتظار وړ وبلل.
هغه په دې خبرې سره چې د «یوم کیپور» د جنګ د پنځموسمېط کلیزې په مناسبت د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د مقاومت ډلو عملیات د انتظار وړ وو په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې ولیکل: لسیزې لسیزې کیږي چې د اسرائیلو او د فلسطین ترمینځ شخړه روانه ده او امریکا د اسرائیلو او د فلسطین ترمینځ د شخړې اصلي لوبغاړي ده.
دیمیتري مدودف وویل امریکا د دې پرځاې چې په فعال ډول د فلسطین او د اسرائیلو د شخړې لپاره حل هڅه وکړي زمونږ په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي او له نويو نازیانو (اوکراین) سره یې هر ډول مرستې کړي دي او دوه ملتونه چې له یوبل سره نږدې ارتباط لري له یوبل سره جنګوي.
ټیګونه