د امریکا محصیلینو د جنګ د بندولو لپاره لوږ تړ وکړ
Feb 05, 2024 06:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د «براون» پوهنتون محصیلینو د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګ د بندولو لپاره لوږ تړ پیل کړی.
د امریکا رسنیو وویل د براون پوهنتون په نولسو لوږتړ کونکو محصیلیونو کښې مسلمان او یهودیان شامل دي.
د پوهنتون محصیلینو تر نامعلومې مودې پورې د کلاسونو په بایکاټ کولو سره غوښتنه کړي ده چې په فلسطین کښې د انساني حقوقو له خلاف ورزۍ کونکو شرکتونو سره اړیکې ختمې شي.
د امریکا دغو محصیلینو د اسرائیلو له ملاتړ کونکي کارپوریشن سره د اړیکو د غوڅولو غوښتنه هم شوي ده.
امریکا د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو په حملو کښې له دغه رژیم سره پوره پوره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي او د غزې د جنګ مدیریت د امریکا په لاس کښې دی.
ټیګونه