د غبرګولي د میاشتې د اولسمې نیټې ورځپاڼې
(last modified Wed, 07 Jun 2017 08:11:03 GMT )
Jun 07, 2017 12:41 Asia/Kabul
  • د غبرګولي د میاشتې د اولسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او اسلامي شورا (پارلیمان) د ګډې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی او ورسره یې د ولسمشر حسن روحاني او د هغه د کابینې د ځینو غړو او د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني او د پارلیمان د استازو یو ګډ انځور چاپ کړی دی.

خبر زیاتوي چې بیګا ماښام ترسره شوې دغه غونډه د دواړو قواو ترمینځ د تعامل او د ستونزو د هواري لپاره د ضروري غږملتیاو د زیاتوالي په لړ کښې ترسره شوه.

په دغه غونډه کښې د اسلامي ایران ولسمشر او د اسلامي شورا مشر او همداشان ځینو وزیرانو او پارلیماني استازو ویناوې وکړې.

ولسمشر حسن روحاني په دې غونډه کښې په خپله وینا کښې وویل: د ایران د لوړوموخو د پوره کولو لپاره ټول باید سره یوموټي شو.

هغه همداشان د ولسمشرۍ وروستي انتخابات دالهي رحمت ورښت وبلل او وې ویل: د ولس ولولناک او پرتمین شتون د هغو دښمنانو هڅه شنډه کړه چې پر ایران یې دباؤنه زیاتول غوښتل.

ډاکټر روحاني زیاته کړه: د امریکا  ولسمشر  سیمې  ته راغلی ؤ ،  دځینو هیوادونو مشران ئې سره غونډ کړی وو  او  دهغوی اصلی موخه   دایران پرملت دباؤ  اچول وو ، خو  د  ایران   ولس    په استثنائی اوتاریخی موقعیّت کې د رایه ورکونې په مرکزونو کښې  پراخ شتون  درلود او   بدغواړو ته ئې ښه  سم ځواب ورکړ.

 داسلامی  ایران ولسمشر روښانه کړه ،  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  په هوښیارۍ  او پوهې سره  د ولسمشرۍ   انتخابات په سمه  هدایت او  منظم کړل  او   ولس هم   په انتخاباتو کې   ولولناک شتون درلود او ددغې پوهې ، هوښیارۍ،نجابت او  داوڅاره شتون   په ترکیب سره  ئې دنړۍ په  سویه  دایران   لپاره  امنیت ،آرامښت  او عظمت راوپنځوۀ.

  په دغو دستورو کې دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم   دروژې دمبارکې میاشتې  په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو او  له  دغې معنوی میاشتې  څخه  داستفادې  په ضرورت په ټینګار سره وویل، له نیکمرغه ، دایران  د ولسمشرۍ وروستی انتخابات  د ولس په پراخو او ولولناک شتون سره ترسره شول او   دولسم حکومت هم  د راتلو په حال کې دی .

 

اطلاعات ورځپاڼه:

له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ لیکلي چې د قطري الوتکو د الوت لاره د ایران اسمان ته منتقله شوه.

د خبر په تفصیل کښې راغلي دي : د ایران د هوايي چلند د ادارې ویاند وویل چې دغه اداره به په سیمه کښې د نړیوال هوايي ټریفک د امن او منظم بهیر د برقرارولو لپاره خپله پوره وړتیا وکاروي.

رضا جعفرزاده پرون زیاته کړه چې له قطر سره د څو عربو هیوادونو د شخړې له سختیدو او د دغو هیوادونوپه فضا کښې د قطري الوتکو د الوت له بندیز وروسته تهران د ایران له اسمانه د قطر د مسافري الوتکو د تیریدو لپاره د دوحې او د هوايي چلند د نړیوال سازمان (آیکاو) غوښتنه ومنله.

جعغرزاده زیاده کړه: دا پریکړه په سیمه کښې د نړیوالو بیړنیو ډلو په غږملتیا سره شوې ده.

د ایران له اسمانه د قطر ایرویز د الوتکو په تیریدو سره د هیواد هوايي ټریفک تر دوو سووالوتنو پورې زیات شوی دی.

 

کیهان:

کیهان ورځپاڼې په یوسرټکي کښې لیکلي دي: له یوبل سره د عربو هیوادونو ښکیلیدل، ریاض ته د ټرمپ د سفر وړومبنی لاسته راوړنه.

خبر زیاتوي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته د به خپل وروستي جنجالي سفر او په ریاض کښې یې په خپلو پره ایزو سیاستونو سره د فارس خلیج د څنډې ځیني عرب هیوادونه پخپلو کښې دښمنان کړل.

د کیهان د بهرنی برخې ځینو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:

آل خلیفه رژيم د بحرین دوه نور سیاسي فعالان په اعدام او پنځه یې په بند محکوم کړل.

له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې آل سعود غواړي ۱۴ تنه شیعه ښاریز په مظاهرو کښې د ګډو په جرم اعدام کړي او سرونه ترې ووهي.

د صهیونیسټانو یو تحقیقاتي مرکز په لویدیځه آسیا کښې روانو بدلونونو ته په اشارې سره ویلي چې په قدرت کښې د بشارالاسد پاتې کیدل د اسرائیلو د ماتې او د ایران د بریالیتوب په معنا دي.

یو کاناډايي پوه ویلي دي: د ایران د اسلامي انقلاب ترټولو ستر خدمت او هنر د عقلانیت په بنیاد د یو اسلامي حکومت جوړول وو.

په ملګرو ملتو کښې د امریکې استازې د دغه ارګان د بشري حقوقو د شورا د اسرائیلي ضده دریځونو په وجه له هغې څخه د واشنګټن د حکومت د وتلو د احتمال خبر ورکړ.

د کابل د تیرې چارشنبې د خونړۍ چاودنې د مړو شمیر له یونیم سلو زیات شو.

دا په داسې حال کښې دي چې پرون هم (د کابل پروسه) نومې نړیوالې غونډې له ترسره کیدو سره هم مهاله د افغانستان په پلازمینه کښې په شش درک سیمه کښې د امریکايي ځواکونو اډې ته څیرمه یوه زوروره چاودنه وشوه. دغه چاودنه د ناټ، د عملیاتي قومندانۍ په مرکز باندې د یو توغندي د لګیدو له امله رامینځته شوې ده. کیهان وايي چې په دغه برید کښې اوه تنه وژل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان په هرات ولایت کښې هم پرون ترهګرو د دغه ښار جامع جومات ته څیرمه یوه چاودنه وکړه چې پکښې لس تنه وژل شوي او اتلس نور ژوبل شول. د هرات ښار شیعه او سني عالمانو د دا ډول حملو هدف د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ تفرقه اچول بللي دي.

او کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي دي چې پریس ټي وي په کابل کښې د خپل کیمره مین د شهادت تسلیت ووایه.

د حبیب حسین زاده په نامه د ایران د پریس ټي وي انګلیسي ژبي چینل دغه افغان کیمره مین د کابل د تیرې چارشنبې په حمله کښې شهید شوی و خو جنازه یې وړمه ورځ مازیګر وپيژندله شوه او پرون خاورو ته وسپارله شوه.

 

کابل چاپ ورځپاڼې:

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د کابل پروسې د غونډې او په کابل ښار کې د لارو او واټونو د بندېدو او عمومي وضعیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

وېسا خپلواکې ورځپاڼې د کابل بهیر، سوله راولي که یې ځنډوي تر عنوان لاندې په سرمقاله کې کښلي چې که څه هم د کابل د پروسې په نوم د نړیوال کنفراس د جوړېدو اعلان له پخوا شوې وه، خو دغه کنفراس د کابل د پرله پسې غمیزو تر سخت اغېز لاندې جوړ شو.

سرمقاله لیکونکی وايي، په دې شک نشته چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې په اړه که په هره کچه کې هڅې کېږي خامخا مثبت اغېز لرلای شي خو په دې شرط چې هدف په کې سوله وي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره که کنفراس په خپله د افغان چارواکو نوښت وي او یا هم د دوی د نړیوالو ملګرو خو اصلي موخه یې د مسکو د سولې د غونډو بې اغېزې کول دي.

 

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا کابلیان، د غم، درد او خپګان تابلو ګان، تر عنوان لاندې سرمقاله کې د کابل ښار عمومي وضعیت ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وايي، نن اوومه ورځ ده چې په کابل ښار کې ژوند عادي نه دی، د ښار له منځه تېرې شوې لارې بندې دي او د ښار په منځ کې لوی بازارونه یا تړلي او یاهم کاروبار په کې په ټپه دریدلی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې کاږي چې عام خلک هم په بمونو کې وژل کېږي، هم لاریونونه ورته زیان رسوي او هم د سیاستوالو د واک غوښتنې قرباني کېږي، په ټول ښار کې خلک وېرېدلي، د خلکو په څېرو کې خواشیني، غم او درد ښکاري، خلک مړاوي دي او پر شونډو یې مسکا نشته.

هیواد:

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کابل پروسې د غونډې اهمیت ته په اشارې سره په سرمقاله کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه پیل کړي.

سرمقاله لیکونکی وايي چې پرون له پلان سره سم د کابل د پروسې ناسته په بریالیتوب ترسره شوه او په دغه ناسته کې د افغان سولې له بهیره د سیمې او نړۍ د ملاتړ د راجلبولو او د سولې د خبرو د همغږۍ پر سربحث وشو.

وړاندې سرمقاله لیکونکی لیکي چې په دغه ناسته کې افغان حکومت روښانه کړه چې د افغان سولې اړتیا څه ده او د سولې په نه موجودیت کې به ستونزې او خطرونه په کومه کچه وي؟

د سرمقاله لیکونکی په باور دا ځکه مهمه ده چې په افغانستان کې پردۍ جګړې په ځانګړې توګه په کابل کې د سفارتونو ترمنځ سیالیو افغانستان د نا امنیو لور ته ټیل وهلی او سوله یې ګواښلې چې ورسره سیمه او نړۍ هم نا امنه شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

عبدالماجد درانی