خوږی خبری (۴۰)
له هغه جنګ څخه چی د اسلام دښمنانو په حضرت پیغمبر ص باندی تپلئ ؤ؛ څو ورځی تیریدلې. پدی جنګ کی د پیغمبر اکرم مقابل لورئ، یوه ډله یهودیان ؤو؛ چی له انحضرت سره یی د مخالفت کولو اراده لرله، باالآخره هغوی د اسلام پیغمبر ص مقابلی او جګړې ته اړ ایست. د مسلمانانو سرتیری د خواړه له نظره په ډیرو سختو شرایطو کی وؤ، او لوږی هغوی سخت زورول.
په همدی حالاتو کی یو شمیر مسلمان سرتیری، له یو او بل سره په خبرو لګیا ؤو، د هغوی یو تن وویل:« کاشکی حضرت پیغمبر ص یوه چاره وسنجوی، دغه لوږه ممکنه ده یو شمیر له پښو وغورځوی».
یو بل په ځواب کی وویل: لوږه او تنده په جنګونو کی یوه طبیعی چاره ده، خو رښتیا وایی؛ دا ځلې وضع ډیر توپیر کوی، حتماً پیغبر ص به یوه لاره وسنجوی، خو ښه ده تر هغه وخت پوری مقاومت وکړو، او پدی حساس پړاو کی انحضرت یواځی پری نږدو.
خو د جګړې له ډګر څخه په یو لیری پرته ځای کی، په یوه ښکلې شنه دشته کی، یو یهودی شپون؛ پسونه د څړ لپاره هلته راوستی ؤو. له یوې مودې څخه د اسلام د حقایقو اوریدو، د دغه ځوان شپون زړه او روح سخت په ځان لګیا کړی ؤ. یهودی شپون له ځانه سره ویل: باالآخره؛ د یو شمیر کسانو ځیله د دغې جګړې د پیلیدو سبب شوه. خو شاید دغه شرایط مناسب وخت وی، چی زه د اسلام پیغمبر حضور ته لاړ شم، او د یاد دین حقیقتونه پخپله د هغه له خولی واورم. ځوان شپون نه پوهیده؛ چی آیا پدغو شرایطو کی دا یو عاقلانه کار دئ، چی د مسلمانانو د جبهې خواته لاړ شی، او د اسلام له پیغمبر سره وګوری. یا دا چی د خپلې قبیلې په منځ کی پاتی شی، او د هغه شک او شبهې په عذاب کی و اوسی؛ چی په روح باندی یی واکمنه شوې ده؟. له یوې ګینټی فکر کولو وروسته، بالآخره یهودی شپون، د خپل زړه آواز ته مثبت ځواب ورکړ، او د مسلمانانو د لښکر په لور یی حرکت وکړ.
********
مسلمان سرتیرو؛ چی په پَیری کولو لګیا ؤو، له لیری څخه
یو کس ولید چی هغوی ته نږدی کیږی. شپون مخته لاړ، او په
احتیاط سره وړاندی ته، او د تسلیم په نښه یی خپل لاسونه پورته نیولی ؤو. تر اوسه لا د اسلام له لښکریانو څخه یو څه لیری ؤ، چی نعره یی ووهله؛ ای دوستانو! زه یو بی آزاره شپون یم، خپله قبیله می پری ایښې ده، او ستاسو د دین منلو او ستاسو د پیغمبر لیدلو ته لیوال یم، د انحضرت حضور ته می بوزئ.
یو مسلمان سرتیری وویل: آیا د هغه خبره ومنم؟ یو بل ځواب ورکړ: داسی نه بریښی چی درواغ ووایی او دوکه وکړی. په پای کی مسلمانو سرتیرو؛ په احتیاط سره یهودی شپون پخپل ټول کی قبول کړ، او د هغه د تسلیمیدو خبر د پیغمبر اکرم ص په خبرتیا ورسید.
یهودی شپون؛ کله چی د مسلمانانو په لښکر کی ننوت، دا ورته څرګنده شوه؛ چی هغوی د خواړه له سخت کمښت سره لاس او ګریوان دی، ناڅاپه یو فکر ورته پیدا شو، او له ځانه سره یی وویل: که د مسلمانو لښکریانو سره پاتی شم، حتماً پسونه د هغوی لپاره راولم. یهودی شپون پدی فکر کی ؤو، چی د حضرت پیغمبر اکرم ص حضور ته ورسید.
د حضرت پیغمبر ص اغیزمن او ځیر کتنی، د ځوان شپون په زړه دومره اغیز وکړ، چی د انحضرت څیری او تګ لاری ته
ور جذب شو. حضرت پیغمبر ص هغه وفرمایل: څه وایی ای ځوانه؟ یهودی شپون، له اسلام او د محمد ص له دین سره د خپلی علاقمنۍ په هکله داسی وویل: له یوې مودې راهیسی پدی فکر کی یم- هغه خدای؛ چی تاسی د نړۍ خلګ د هغه بندګۍ ته را بولی، هغه خدای دئ چی زه له ماشومتوب څخه د هغه په لټه کی وم. ستا له دین څخه می د دوستۍ؛ مهربانۍ؛ ورورۍ او مساوات پیغام اوریدلئ دئ، ویل کیږی چی ته د مظلومانو یار، او د ظالمانو دښمن یی. اوریدلی می دی، چی ته دومره مهربان یی؛ چی ټول بی وزلی ستا په ملاتړ سره د آرامتیا او هوساینی احساس کوی. د هغې مسکا په هکله؛ چی ته یی تل پخپلو شنډو کی لری، ډیری خبری شوی دی- خو ګواکی په همدی لنډو شیبو کی هغه ټول حقایق پخپلو سترګو وینم .
حضرت پیغمبر ص، کله چی د یهودی شپون شور او شوق ولید، دا ورته معلومه شوه؛ چی د دغه ځوان زړه د الهی رحمت اخیستو ته تیار دئ. هغه حضرت؛ د اسلام حقیقت د یهودی ځوان لپاره بیان کړ. شپون؛ د پیغمبر ص د جالبو ویناؤ په وسیله، مسلمان شو. هغه له څو شیبو وروسته؛ د حضرت پیغمبر په وړاندی ودرید، او ځان یی چمتو کړ چی یو څه ووایی. حضرت رسول اکرم ص هم، د یو شمیر نورو مسلمانانو په منځ کی د هغه د خبرو اوریدلو ته تیار شو. شپون وویل:
ای د خدای ګران رسوله! هماغه ډول چی پوهیږئ، ستاسو لښکر او سرتیری، د خواړه له کمښت سره لاس او ګریوان دی. اوس می د پسونو یوه رمه د څړ لپاره، پدا نږدیو کی یوې دشتې ته را وستې ده، اوس چی زما اړیکی د دغو پسونو له خاوندانو سره پری شوی دی؛ غواړم هغه رمه ستاسو د سرتیرو لپاره راولمه، ترڅو د مسلمانو جنګیالیو د لوږې مشکل حل شی.
حضرت پیغمبر ص د هغه د خبرو په اوریدو سره له ځایه پورته شو، او د سل ګونو وږی سرتیرو د سترګو په وړاندی یی، په ډاګه وفرمایل:« ای ځوانه! پوه شه چی د اسلام په دین کی په امانت کی خیانت کول، یوه ستره ګناه ده. اوس زه له تا څخه غواړم
چی ټول هغه پسونه چی په امانت ستا په واک کی دی، د یهودیانو کلاه ته یوسی، او ټول یی بیله کوم زیان څخه، خاوندانو ته وسپاری. ځوان شپون د حضرت پیغمبر ص له امر څخه اطاعت وکړ، او ټول پسونه یی د هغو خاوندانو ته ورسول، او پخپله د مسلمانو لښکریانو سره یو ځای شو. پدی توګه د اسلام پیغمبر ص اجازه ور نه کړه، هغه شپون حتی د رمې د یهودی خاوندانو په
نسبت خیانت وکړی.
حضرت پیغمبر اکرم ص تل، مسلمانانو ته د امانت د ساتنې سپارښتنه کوله، او په یو حدیث شریف کی یی وفرمایل:
« دری څیزونه دی، چی هیڅوک له هغو څخه د سرغړونی اجازه نه لری. لمړی: په ژمنی او وعدی باندی وفا کول؛ که مقابل لورئ مسلمان او یا کافر وی. دوهم؛ له مور او پلار سره نیکی کول؛ که هغوی مسلمان وی او یا کافر. او دریم: د امانت ادا کول؛ که د امانت خاوند مسلمان وی یا غیر مسلمان.