په اسلام کی د ماشومانو حقوق (۲)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i77327-په_اسلام_کی_د_ماشومانو_حقوق_(۲)
پدی مطلب کی مو په مختلفو هیوادونو کی د ماشوم والی مفهوم څیړلئ دئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2018 07:53 Asia/Kabul
  • په اسلام کی د ماشومانو  حقوق  (۲)

پدی مطلب کی مو په مختلفو هیوادونو کی د ماشوم والی مفهوم څیړلئ دئ.

په اسلام کی د ماشوم د حقوقو د مطالبو لړۍ په دویم مطلب کی، د مختلفو هیوادونو په قوانینو کی د ماشوم د مفهوم په پیژندنی لاس پوری  کوؤ. د ماشومتوب د دوری د پیلیدو په زمینه کی، هیوادونه په دؤو یا درو مختلفو ډلو ویشلای شو. لمړۍ ډله هغه هیوادونه دی، چی د ماشوم والی د دورې پیل، د نطفی د جوړیدو له وخت څخه بولی. لکه د لاتینی امریکی هیوادونه، ایرلینډ او واتیکان. هماغه ډول چی ومو ویل؛ د ماشوم د حقوقو د کنوانشین د مسودې د تنظیمیدو په وخت، دغه بحث په جدی توګه؛ د مسودې د چمتو کونکو په منځ کی مطرح ؤ. دغه هیوادونه پدی

ټکی ټینګار کوی، چی ماشوم له پیدا کیدو وړاندی هم، ژوندئ دئ او لازمه ده د قانون له نظره ور څخه ملاتړ وشی. د مثال په توګه، د ارجنټاین هیواد؛ د ماشوم د حقوقو د کنوانشین د لمړۍ مادې په هکله ویلی دی:« د ماشوم په مفهوم کی؛ د نطفې د بڼه نیولو له وخت څخه، تر ۱۸ کلنۍ پوری هر انسان شاملیږی».

دغه لید توګه او نظر، د ارجنتټاین له مدنی قانون څخه اخیستل شوئ دئ، چی وایی:« د انسان ژوند او موجودیت، په رحم کی د نطفې د بڼه نیولو له وخت څخ شروع کیږی، او هر انسان کولای شی؛ له پیداکیدو وړاندی له ټاکلو حقوقو څخه، لکه څنګه چی پیدا شوئ وی برخمن شی. که هغه جنین چی په رحم کی دئ، ژوندئ دنیا ته راشی، ویل شوی حقوق به د هغه لپاره تل پاتی او نه ستنیدونکی شی، که څه هم د زیږیدو په وخت، له خپلی مور څخه جلا شی ».

دوهمه نظریه؛ هغه موضوع وه چی د امریکی متحده ایالتونو د ماشوم د حقوقو د کنوانشین د جوړیدو په وخت مطرح کړه. د امریکی د سترې محکمی د نظر په اساس، د ماشومتوب دوره له هغه وخت څخه شروع کیږی، چی معلومه شی طفل؛ له زیږیدو وروسته، د ژوندی پاتی کیدو او دوام وړتیا لری. دغه لید

توګه؛ نه پیداکیدل د ماشومتوب د دوری پیل ګنی، او نه د نطفی د جوړیدو وخت؛ بلکه د هغه په اساس، د ماشومتوب دوره؛ د پاتی کیدو او د ژوند د بقا د وړتیا له وخت څخه پیلیږی، او ماشوم له هماغه وخت څخه له حقوقو څخه برخمنیږی. د امریکی په حقوقو کی د بچی او حمل لپاره د بقا وړتیا، له هغه وخت څخه رښتنئ کیږی، چی جنین د مور له رحم څخه بهر، ژوند وکولای شی او طبی کارپوهان باوری دی، چی دغه وضعیت د امیندوارۍ په ۷ میاشت کی په وجود راځی.

پدې زمینه کی یوه بله نظریه؛ چی په زیاترو لویدیځو هیوادونو کی مطرح ده، د زیږیدو له وخت څخه د ماشومتوب د دورې پیلیدل دی. په هغې طرح کی چی د پولینډ هیواد د ماشوم د کنوانشین د مسودې لپاره وړاندی کړه، څرګنده شوې وه؛ چی« د انسان په توګه د ماشومتوب د دورې پیل، د زیږیدو له وخت څخه دئ ».

په فرانسه کی، د دی لپاره چی جنین؛ له حقوقو څخه

برخور شی، دوه شرطونه لری. لمړئ؛ ژوندئ پیدا شی، او دوهم؛

د بقا او پاتی کیدو وړتیا ولری. مګر په جرمنی کی د مدنی قانون

د لمړۍ مادې، او په سوئیس کی د مدنی قانون د ۳۱ مادې په اساس، دویم شرط( د بقا وړتیا ) ته اړتیا نشته، بلکه د ایران د

حقوقو په شان، ماشوم چی ژوندئ پیدا شی له حقوقی شخصیت څخه برخمنیږی، که څه هم ناقص الخلقه یا نیمګړئ دنیا ته راشی. د ایټالیا په حقوقو کی، د جنین ژوندئ پیدا کیدل؛ د شخصیت او حق د موندلو لپاره کافی نه دی، بلکه باید؛ د ژوندی پاتی کیدو وړتیا( viabie ) هم ولری. نو؛ که جنین ژوندئ پیدا شو، خو په یو دلیل یی؛ د ژوندی پاتی کیدو قابلیت نه درلود، او ژر مړ شو؛ حقوق نشی لرلای.

د اسپانیی په مدنی قانون کی، له حقوقو څخه د جنین د برخمنیدو لپاره، یو بل شرط هم راغلئ دئ چی:« ماشوم باید د یو انسان په بڼه وی، او ۲۴ ساعته له رحم څخه بهر ژوندئ پاتی شی ».

د داشان مطرح شویو شرطونو، یعنی دا چی ماشوم

ژوندئ پیدا شی( د جرمنی او سوئیس په حقوقو کی )، یا له پیداکیدو وروسته، د پاتی کیدو وړتیا ولری( د فرانسی او اسپانیا په حقوقو کی )، پدی ټکی پوهیږو؛ چی ماشوم د نطفی د جوړیدو له وخت

څخه یو لړ حقوق لری، البته په لړزیدونکې او نا پایداره توګه،

چی دغه لړزیدونکی والئ، په زیږیدو یا د پاتی کیدو د وړتیا په لرلو سره له منځه ځی او اسقرار پیدا کوی.

د سویډن؛ ډنمارک؛ بریتانیی او اتریش په شان هیوادونو کی، د

جنین لپاره د ژوندانه حق پیش بینی شوئ، او تر یو حده پوری ور  څخه ملاتړ شوئ دئ. په عین حال کی، سقط جنین یا نقصان، د جنین د ژوند په لمړنیو وختونو کی هم منل شوئ دئ. د مثال په توګه، د فرانسی د ۱۹۷۴ کال د قانون په ۴۰ ماده کی، د امیندوارۍ تر لسمی اونۍ پوری، او په امریکا کی تر شپږ میاشتنۍ پوری، سقط جنین یا نقصان مجاز دئ. د نطفی د جوړیدو له وخت څخه؛ د جنین لپاره د ژوند حق د رسمیت پیژندنی په دلیل، باید د هغه په ژوند، چی له اساسی حقوقو څخه دئ تیری ونه شی، مګر په استثنانی او مجاز وختونو کی. په نتیجه کی داسی بریښی؛ چی د ژوند؛ میراث؛ وصیت؛ وقف؛ او هغه ته د ور اړول شوی زیان له حق څخه، د جنین برخمنتیا ته په پام سره، دا ادعا مطرح کولای شو، چی جنین هم حقیقی شخصیت لری، او له یو لړ حقوقو څخه برخور دئ. زیږیدل؛ یواځی د کاشف په توګه مطرح کیږی؛ پدې معنا چی د ماشوم په زیږیدو سره، دا حقیقت څرګندیږی؛ چی ماشوم له پیل څخه یو لړ حقوق لرلی دی.

د ماشومتوب دورې پای هم، د ماشوم د حقوقو د څیړنی له نظره، ځانګړئ اهمیت لری، ځکه چی له خپلو قانونی حقوقو څخه د ماشومانو د برخمنیدا حدود ټاکی. د نړۍ زیاترو هیوادونو؛ د ماشومتوب د دورې پای، ۱۸ کلنۍ ټاکلې ده، البته په یو شمیر هیوادونو کی د ماشومتوب د دوری د پای لپاره، ډیر لوړ حد، ۱۹ او ۲۱ کاله ټاکل شوی دئ. د امریکی په زیاترو ایالتونو کی، د دغې دورې پای؛ ۱۸ کلنۍ ټاکلې ده، او لږ شمیر ایالتونه هم، د ستر والی عمر؛ ۱۹ یا ۲۱ کاله ګنی. په فرانسه کی له ۱۳ ؤ کالو څخه کم عمر لرونکی کسان، په کلې توګه جزایی مسؤلیت نه لری، او له ۱۳ کلنۍ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوری هم، ماشوم ګنل کیږی. خو، جزایی مسؤلیت هم لری، او یواځی له هغوی سره د برخورد څرنګوالئ، د مشرانو په شان نه دئ. په جرمنی کی ۲۱ کلنۍ د ماشومتوب د دوری پای دئ. البته؛ که افراد له ۱۴ کلنۍ څخه، تر ۲۱ کلنۍ پوری جرم وکړی، نسبی مسؤلیت لری، او له هغوی سره د برخورد ډول، د مشرانو په شان نه دئ. په کویټ؛ مصر؛ سوریه؛ اردن؛ لبنان او عربستان کی، د ماشومتوب د دورې پای، ۱۸ کلنۍ ده. په نوموړیو هیوادونو کی له ۷ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان، په کلی توګه مسؤلیت نه لری، او افراد له ۷ کلنۍ څخ تر ۱۸ کلنۍ پوری نسبی مسؤلیت لری. د بحرین په قوانینو کی، ماشوم هغو کسانو ته ویل کیږی، چی د جرم کولو

په وخت، عمر یی له ۱۵ کالو څخه نه وی اوښتئ. د مراکش هیواد له قانون سره سم، له ۱۲ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم، جزایی مسؤلیت نه لری، او د ماشومتوب د عمر لوړ حد، ۱۸ کاله دئ. په کاناډا کی هم، د ماشومتوب د دورې پای، ۱۹ کلنۍ ده.

د جنوبی امریکا په حقوقی سیسټم کی، له ۷ کالو څخه لږ عمر لرونکی ماشومان مسؤلیت نه لری، او له ۷ کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پوری جزایی مسؤلیت نه لری، مګر دا چی څارنوال ثابته کړی؛ چی ماشوم پدی عمر کی، له درست او غلط د پیژندلو، او د خپلې پوهی سره سم یی، د کار د سرته رسولو توان لرلئ دئ، او کیدای شی هغه تر تعقیب لاندی ونیول شی. همداراز په سویس کی د دغه هیواد د اساسی قانون د ۶۴ می مادې په اساس، له ۷ څخه تر ۱۸ کالو پوری د ماشومانو او ځلمیانو محاکمه، د هیواد د هر «کانتون» صلاحیت لرونکی مقام ته سپارله شوې ده.

د بریتانیی په حقوقی سیسټم کی، ماشومان په دریو ډلو ویشل کیږی: لمړۍ ډله؛ له ۱۰ کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان دی،

چی په  ۱۹۳۳ کال کی د ماشومانو او ځلمیانو د تصویب شوی قانون په اساس، هغوی هیڅ ډول جزایی مسؤلیت نه لری. په دوهمه ډله کی؛ له لس کلن څخه تر ۱۴ کلن کسان شامل دی. دغې

ډلې؛ تر ۱۹۸۸کاله پوری په هغه صورت کی مسؤلیت درلود، چی مقابل لورئ یا شکایت کونکئ، له مادی او روانی عناصرو سربیره، ثابته کړی؛ چی بدکاره ماشوم، د ترسره کړی کار په بدوالی او قبح باندی په پوهی سره شرورانه نیت لرلئ دئ، خو په ۱۹۸۸ م کال کی، د جرم او بی نظمۍ د قانون په تصویبیدو سره، نوموړئ قانون او فرضیه لغوه شوه. دریمه ډله؛ له ۱۴ کلنۍ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوری کسان دی، چی د مشرانو په شان جزایی مسؤلیت لری. البته؛ له دغې ډلې کسانو سره د برخورد ډول توپیر لری، او په زیاته اندازه د هغوی پر اصلاح او روزنی باندی لا زیات ټینګار کیږی.

په هرحال؛ داسی بریښی چی د نظر دا اتفاق وجود لری، چی د ماشومتوب د دورې د پایته رسیدو لپاره باید، یو عمر وټاکل شی، او له عقلی او ټولنیزی ودې څخه د برخمنتیا په شان، معیارونو او نښو څخه استفاده کول ډیر مشکل دئ، او د جزایی مسؤلیت په توګه مطرح دی.