Jul 21, 2019 11:47 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د پروګرام په سر کښې د امریکې د تیرې اونۍ د څو مهمو پیښو عنوانونه لرو او ورپسې یې تفصیلي څیړنه لوستلې شئ.

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پیښو کښې د کانګرس د څلورو ښځینه استازو خلاف د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دریځنیونې په غندنه کښې د کانګرس پریکړه لیک، په دغه ارګان کښې د ټرمپ د استیضاح لپاره د رایو نه پوره کیدو، د نوي مهاجرتي ضده قانون په وجه د ډونلډ ټرمپ په حکومت باندې د امریکې د مدني آزادیو د اتحادیې شکایت او په کانګرس کښې پر عربستان او اماراتو د وسلو د خرڅون د بندیز د طرحې تصویبیدو ته اشاره کولی شو.

***

د امریکې کانګرس چې د ډیموکراټ اکثریت په واک کښې دی، د تیرې شورو یا چارشنبې په شپه په یو پریکړه لیک کښې د کانګرس د څلورو ښځینه غړو خلاف د امریکمې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تویټونه وغندله او د هغه څرګندونې یې توکمپالې وبللې. د رایه اخیستنې په دوران کښې دغه پریکړه لیک د ۱۸۷ منفي رایو په مقابل کښې په ۲۴۰ مثبتو رایو سره تصویب شو. خو دغه مصوبه اجرايي وړتیا نه لري. دغه پریکړه لیک د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه توکمپالې څرګندونې په کلکه غندي چې د نویو امریکایانو او رنګین پوستو ویرې او کرکې ته یې رواوالی ورکړ او د زیاتیدو سبب یې شوې.

د تیرې اونۍ په یکشنبې د کانګرس د څو ډیموکراټ ښځینه او مخکښو استازو خلاف د ټرمپ د ټویټونو خبر ګرم شو. ټرمپ بې د نوم له اخیستو هغوي ته په خطاب کښې ولیکل: خپل هیواد ته ستنې شئ او خپل له جرمونو ډک هیوادونه مو سم کړئ.

ایلهان عمر د امریکې د ولسمشر د دغه ټویټ په ځواب کښې یادونه وکړه چې امریکا د نړۍ یوازنی هیواد دی چې د کانګرس غړي یې قسم خوري او هم دا وجه ده چې مونږ د هیواد د ساتنې لپاره له هغه ترټولو بد، فاسد او بې غیرته ولسمشر سره جنګیږو چې تراوسه مو لیدلي دي.

**

د امریکې د کانګرس مشرې نانسي پلوسي هم د دغه هیواد د ولسمشر څرګندونې توکمپالې وبللې چې په هیواد کښې د درز او نفاق رامینځته کولو په موخه یې کړې دي. د کریس مورفي، برایان شاټس، برني سنډرز او کرین ون هالن په شمول یوه ډله سنیټرانو هم د امریکې د ولسمشر دغه ټویټ ته غبرګون ښودلی دی.

په ۲۰۱۶ کال کښې د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو ډیموکراټ کاندیدې هیلري کلنټن هم د تیرې اونۍ د ګل په شپه د امریکې د ولسمشر په توکمپالو څرګندونو نیوکه وکړه. هغې د آیانا پریسلي، رشیده طالب او الیکزنډریا اوکاسیو کورټز په نومونو د هغو دریو ډیموکراټ استازو په هکله چې د ټرمپ له خوا یې سپکاوی شوی و، وویل: دوي امریکایانې دي.

په ټویټر کښې هم ډیرو امریکایي کارونکو د توکمپال ولسمشر RacistPresident# او د ټولو توکمپالو مشر قومندان Racist in chief# د هیشټیګونو په پیلولو سره د امریکې د کانګریس له اقلیتي استازو د ملاتړ په ترڅ کښې د ټرمپ پر توکمپالو څرګندونو اعتراض او سختې نیوکې وکړې. ټرمپ له دغې رایه ګیرۍ وروسته په یو ټویټ کښې د کانګرس دوو زنانه استازو ته په اشارې سره ولیکل: زما تیر ټویټونه توکمپال نه وو. زما په بدن کښې حتی یو هډوکی هم توکمپال نشته! دا تش د نامې رایه اخیستنه د ډیموکراټانو یوه غولونکې لوبه ده.

**

دوه اونۍ مخکښې د کانګرس یوه ډله ښځینه ډیموکراټ غړو د امریکې او میکسیکو د سرحد له کتنې وروسته د کانګرس په یوه کمیټه کښې د ټرمپ د کډوالۍ د سیاست خلاف شهادت ورکړ.  له هغو څلورو کسانو څخه چې ښايي د ټرمپ دغه ټویټونه هغوي ته په خطاب کښې وي، یوازې د میناسوتا ایالت استازې ایلهان عمر د صومالیا مهاجره او اوس امریکايي ښاریزه ده. او دا نورې درې میرمنې په امریکا کښې زیږیدلې دي.

د کانګرس د استازو پریکړه لیک په داسې حال کښې تصویب شو چې ټرمپ او ځینو جمهوري غواړو د دغو نظراتو دفاع وکړه. ډونلډ ټرمپ د تیرې اونۍ په سه شنبې مدعي شو چې توکمپال نه دی او یوازې یې ویلې دي چې هغوي باید زمونږ له هیواد سره مینه ولري او کرکه دې ترې نه کوي او کوم کسان چې له امریکې کرکه کوي باید لاړ شي.

د کانګرس جمهوري غواړو مشرانو د ټرمپ د څرګندونو له غندنې ډډه وکړه. د سنا جمهوري غواړي مشر میچ مک کانل وویل: ولسمشر ټرمپ توکمپال نه دی او له دواړو لورو یې وغوښتل چې شخړه کمه کړي. د امریکې په کانګرس کښې له رایه اخیستنې یو ساعت مخکښې د جمهوري غواړي اقتلیت مشرې کوین مک کارتي هم په یو خبري کانفرنس کښې وویل چې د ټرمپ څرګندونې توکمپالې نه دي بلکې د ولسمشر سیاسي دریځ دی.

**

د امریکې کانګرس یوځل بیا د ولسمشر د استیضاح د بهیر په پیلولو کښې ناکامه پاتې شو. د امریکې د کانګرس غړو د تیرې اونۍ په چارشنبه د ۹۵ موافقو رایو په وړاندې په ۳۳۲ مخالفو رایو سره، د ډونلډ ټرمپ خلاف د (استیضاح بندونه) په نوم پریکړه لیک له تصویبولو سره مخالفت وکړ. (د استیضاح بندونه) د یو حکومتي چارواکي خالف د جرم د اعلانولو او د هغه د استیضاح د بهیر د پیلولو په موخه یوه طرحه ده او صادریدل یې د جرم په یوې دوسیې کښې په رسمي توګه د یو کس تورنولو ته ورته دي. نوی پریکړه لیک ډیموکراټ استازي ال ګرین یوه ورځ وروسته له هغې وړاندې کړ چې د امریکې کانګرس د دغه ارګان د څلورو ښځینه استازو خلاف د ټرمپ د توکمپالو ټویټونو په غندنه کښې یو بل پریکړه لیک تصویب کړ.  ال ګرین له رایه اخیستنې مخکېښ وویل: د تیر پریکړه لیک تصویبیدل د ټرمپ د توکمپالو څرګندونو د غندې لپاره وو حال دا چې د استیضاح د نوي پریکړه لیک موخه، د ټرمپ خبرداره کول دي. ال ګرین له دې مخکښې هم دوه ځلې د ټرمپ د استیضاح لپاره کوشش کړی دی.  په وړومبۍ رایه اخیستنه کښې چې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کښې شوې وه، ۵۸ ډیموکراټ استازو له هغه سره موافقت وکړ. د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کښې په دویمه رایه اخیستنه کښې له هغه سره د ملګرو استازو شمیر ۶۶ ته ورسید. په دې نوې پریکړه لیک کښې چې ګرین برابر کړی و، ویل شوې دي چې ټرمپ د هغې کرکې په وجه چې له نویو امریکایانو او رنګین پوستانو یې لري، د امریکې د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نه

دی. ټرمپ د دغې رایه اخیستنې له ماتې وروسته په ټویټر کښې ولیکل: د امریکې کانګرس هم دا اس په پریکنده رایو سره د استیضاح د پریکړه لیک باطلیدو ته رایه ورکړه. دا احتمالاً هغه ترټولو خندونکې او وخت اخیستونکې پروژه وه چې تراوسه پرې کار کولو ته مجبور شوی یم.

د امریکې د ولسمشر د استیضاح بهیر له کانګرسه پیلیږي او دغه ارګان د تورنونکي رول لري. (د استیضاح بندونه) نومې پریکړه لیک په دغه ارګان کښې د تصویبیدو په بڼه کښې د یو حکومتي چارواکي خلاف د رسمی تور د اعلان په حکم کښې دی. ورپسې د سینیټ نمبر دی چې باید په محکمه او عدالت کښې د محکمې په شان مراسم په سینیټ کښې ترسره شي. په دغه غونډه کښې د د کانګرس استازي د څارنوال او د سینیټ غړي د منصفه پلاوي رول لوبوي. د امریکې د سترې محکمې مشر هم پر دغې محاکمې څارنه لري. د ولسمشر د محکوم کولو او له قدرته یې د څنګته کولو لپاره د سینیټ له دریو نه دوه برخې رایو ته ضرورت وي.

**

د امریکې د مدني آزادیو اتحادیې د نویو مهاجرتي ضده اصولو په وجه د ټرمپ له حکومته شکایت وکړ. دغې اتحادیې د تیرې سه شنبې په ورځ د ټرمپ له حکومته د دغو اصولو او مقرراتو په وجه قضايي مراجعو ته شکایت کړی چې له مخې یې هغه ټول مهاجران چې په امریکا کښې د پناه اخیستو نیت لري، له دغه کاره به منعه شي.

د امریکې د مدني آزادیو اتحادیه او د بشري حقوقو نورې ډلې په دې باور دي چې د ټرمپ د حکومت نوی قانون د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده. د امریکې د مدني آزادیو د اتحادیې وکیل لي ګلرنټ په دې هکله وویل: دا د بهرنیو مهاجرینو لپاره د پناه اخیستنې د بندیز په لړ کښې د ټرمپ د حکومت ډیر افراطي کار دی او د نړیوالو او کورنیو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده. دا شکایت په کیلیفورنیا کښې په یوې محکمه کښې مطرح شوی دی. د ټرمپ حکومت د تیرې اونۍ په دوشنبې، یولړ نوي اصول وړاندې کړل چې له مخې یې هغه ټول کډوال چې غواړي د امریکې له سویلي سرحده دغه هیواد ته ننوځي، وړومبی باید په یو دریم هیواد کښې چې امریکې ته د تګ په وخت ترې تیر شوی وي، د خپلې پناهندګۍ مراحل یې بشپړ کړې وي. د امریکې د کورني امنیت وزارت د عدلیې وزارت په ملګرتیا یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دا نوي اصول، د هغو مهاجرانو لپاره یو نوی بندیز رامینځته کوي چې امریکې ته د کډه کیدو نیت لري.

**

د ټرمپ نوې مهاجرتي ضد طرحه د تیرې اونۍ له سه شنبې څخه اجرايي شوه. د ملګرو ملتو د کډوالو آژآنس ویلې دي چې د امریکې د حکومت له دغو نویو مهاجراتي مقرراتو سخت اندیښمن دی. ملګرو ملتو خبرداری ورکړی چې کډوال له سخت خطر سره مخامخ دي. د ټرمپ د حکومت نوی قانون به پر میکسیکو او ګواټیمالا باندې ډیر دباؤ راوړي څو بهرني کډوال د امریکې د سرحد په لور له ورلیږلو مخکښې په خپله ثبت او قبول یې کړي. دا قانون د امریکې خاورې ته د کډوالو له ورتګ سره د مقابلې لپاره د هغه له تازه هلوځلو څخه دی.

**

د امریکې کانګرس د تیرې اونۍ په چارشنبې په عربستان او اماراتو باندې د میلیارډونو ډالرو د وسلو په خرڅون باندې بندیز لګیدو ته راې ورکړه. د امریکې کانګرس د وسلو د خرڅون له ۲۲ تړونونو څخه یوازې د دریو په سر رایه اخیستنه وکړه چې دغه درې واړه تړونونه د یمن په جنګ پورې تړاؤ لري. په دغو دریو تړونونو کښې پر عربستان او اماراتو باندې د لیزري بمونو او د هغو د تجهیزاتو خرڅون شامل دی.

د امریکې سینیټ هم د روان کال په تیرې جون میاشتې کښې پر عربستان او اماراتو باندې د وسلو د خرڅون د تړونونو لغوه کیدو ته راې ورکړې وه.

دا په دې وروستیو میاشتو کښې دویم ځل دی چې کانګریس له عربستان سره د ترمپ د حکومت د ځانګړو اړیکو خلاف مصوبه لري. امریکايي نمایندګانو د روان ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کښې هم د یمن خلاف د عربستان په جنګ کښې د امریکې د ونډې ختمیدو ته راې ورکړې وه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه