د ټرمپ سپيره څیره او دوه مخی سیاست
(last modified Sun, 13 Oct 2019 10:06:44 GMT )
Oct 13, 2019 14:36 Asia/Kabul
  • د ټرمپ سپيره څیره او  دوه مخی سیاست

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي سیاست او سپيرې څيرې نومې دلړۍ له ننني نهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه نننۍ برخې کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کیدا د مطرح کیدا په باب انعکاسونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،هیله ده چې د ا ستفادې وړ مو وګرځي .

    د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  سپينې ماڼۍ ته  د رسیدو له وخت راهسې  داسې  کومه اونۍ نشته چې  پخپلو ټویټري پيغامونو ،ویناؤ او فیصلو سره  کوم جنجال رامینځة نه کړي .د هغه نه اټکل کیدونکی او  له سیاسی او اخلاقي عُرفه  لیرې شخصیت،چلند او څرګندونې لامل شوي،چې  هغه  د  امریکا د ولسمشر په توګه تل د خبرونو په سر کې وي . ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ یو ټر ټولو جنجالی او ترینګلی پړاؤ تیروي  .هغه  په خبرو اوچلند کې د امریکا  یو تر ټولو نادود او ترینګلی ولسمشر دی .په تیرو کابو  درو کلونو کې  داسې کومه  ورځ ن ه وه چې د امریکا ولسمشر  د بیلابیلو رسندویو په سویه  د څه نا څه شخړه او جنجال ونه لري . ټرمپ  د امریکا  باؤر او حیثیّت ته  جدي تاوان رسولی دی .  په دغه مطلب کې پيل  له نیویارکه   په یوه خبر سره کوو .  د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د کلنۍ غوڼډې له پيلیدا سره په یووخت  د نیویارک په میټرو کې یو ستر پورټریټ  ولګید، چې  په هغه لیکل شوي دی ، دملګروملتو خوږو میلمنو!  زمونږ د ولسمشر   دکم عقلو او کرغیړنو کارونو  په دلیل  د مونږ بخښنه  ومنئ .

        د امریکا ولسمشر  ډونالډټرمپ  ددغه هیواد  په عمومي افکارو کې  ډير سخت او جدي مخالفان لری ، جتی  هغه کسان چې له هغه سره ئې تر کلونو پورې کار کړی  او ورسوته څنګة شوي،یا لیرې کړائ شوي دي  د ټرمپ سخت او کلک مخالفان دي او سختې نیوکې پرې کوي .  په هغو کې یو د امریکا یو نامتو ایکټر  رابرټ ډنیرو  دی . ډنیرو چې  نن سبا  د سکورسیزي  په نوي سینمائي فلم کې د لوبې یا ایکټینګ په خاطر  ورته ډير پام کیږي ، له  سی این این ټيلیویژني چینل سره  په خبرو کې ئې د  ټرمپ په باب وئيلي دي،دغه کس باید ولسمشر نه وائ .رابرټ ډنیرو له ټرمپ څخه د خپل خپګان په توضیح کې وائي،مونږ دخپل ژوند په داسې وخت کې په دغه هیواد کې شپې سبا کوو،چې دغه کس د یوه ګنګسټر( خلاف ورزي کونکی)په شان دی .هغه ځينی فیصلې او داسې کارونه کړي دي،چې ځينی ئې وحشتناک  او ویرونکي دي . مونږ  د په ویره خورونکو  او وحشت اچونکو  شرائطو کې یوو او دا کس له دې پرته چې ځان کنټرول کړي،خپلو کرغیړنو کارونو ته دوام ورکوي .: یوه موده مخکې  هم ډنیرو  ډونالډ ټرمپ ډير لږ عقل  او هوش لرونکی ولسمشر  په توګه یاد کړی ؤ .ډنیرو  ددې پوښتنې په ځواب کې چې دی  ولې ډونالډټءمپ د (ولسمشرۍ په څوکۍ ) د ټاکل کیدا چانس نشی ورکولئ ، توضیح ورکړ،دا هماغه شی دی چې زه ما د هغه (په لومړي پړاؤ ) کې   له ټاکل کیدا وروسته  ووئيل .ما ټولو ته وئيلي هغه ته فرصت ورکړئ .زه ټولو ته دا فرصت ورکوم، خو دغه کس ثابته کړې ده چې له هر پلوه او یو بشپړ بائیلونکی کس دی .

                ډونالډټرمپ په امریکا کې واک ته له رسیدا وخت راهسې له ډيرو  مشکلاتو او ابهاماتو سره مخامخ  شوی دی .یوه ترټولو مهمه مسئله چې په کرتو د ډونالډټرمپ د مواخذه کیدا د احتمال په باب د ډيروګمانونو او خیالاتو لامل شوې،د امریکا په انتخاباتو کې د ټرمپ په ګټه د روسیې  دخالت دی . ټرمپ له یوه نوي تور سره مخامخ شوی چې  د هغه لپاره سرخوږی رامینځةکولی شي .دې ځل پر ټرمپ تور،د یوه انتخاباتي سیال په ضد د دوسیې  د جوړولو لپاره له یوه بهرني رهبر څخه  غوښتنه ده .هغه هم د هغو څو سوه ملیون ډالري پوځي مرستو په بیّه چې د هیواد له امنیتی بودجې تامینیږي .له دې وروسته چې د امریکا د کانګرس اود ډيموکراټ اکثریتي لوري مشرې میرمن نینسي پلوسي د ټرمپ د مواخذه کیدا څيړنیز بهیر پیل کړ ،  سوکه سوکه  د اوکرایّن له  نوی ولسمشر سره د ټرمپ د جنجالی ټيلیفوني خبرو  په باب نوي اطلاعات رابرسیره شوي دي .ډونالډټرمپ هماغه شان  پخپلوڅرګندونوکې ټينګارکوي،چې د اوکرایّن له ولسمشر سره ئې ټيلیفوني خبرې اترې بې عیبه دي او امنیتی ایشواکونکی ئې په جاسوسۍ او ګوندي فعالیت  تورن کړ یدی .خو په سیاسی او رسندوئي ټولنو کې  د ټرمپ ادعاګانو ته هیڅ پام نه کیږي او دټرمپ نوي رسوائۍ د هغه دخپل شخصي قدرت  او ګټو لپاره د امریکا د ولسمشرۍ له څوکۍ د ټرمپ د ناوړه استفادې   یوه بله نښه ګڼي او په دې رسوائۍ  شننې او  ارزونې کوي، او دا رسوائي  په ټولینزو چینلونو کې او درسندویو او عمومي افکارو لپاره یوه موضوع جوړه شوې ده . 

د امریکا  د کانګرس  مشرې میرمن پلوسي د  اوکرایّن له ولسمشر سره د ټرمپ د ټيلیفوني خبرو دمتن دخپریدا په غبرګون کې  وئيلی دي ، د  سپينې مانۍ خپور شوی متن تائيدوي چې  د ټرمپ کړچار او کړنو ، د امریکا د انتخاباتو انسجام او ددغه  هیواد ملی امنیت کمزوری کړی دی .  د امریکا د  کانګرس مشرې  په دې باب په دوام  کې وئيلي دي،ولسمشر ټرمپ هڅه کړې ده،څو په امریکا کې بې قانوني،په یوه ارزښت بدله کړي  او ا وس  ددغه کرغیړن کار  له هیواده بهر ته په صادرولو پسې دی.د امریکا د مشرانو جرګې یوه  ډيموکراټيک غړي سناتور چاک شومر  هم وئيلی دي ، د اوکرایّن  د ولسمشر او ټرمپ ټيلیوفي مکالمې سره  اړونده  تورونه  له  هغو تورونو لازیات سرخوږی رامینځة کونکي دي  چئ  رابرټ مولر  د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې  له لاسوهنې سره اړونده څيړنو په بحث کې مطرح کړي دي . فاریّن پالیسي خپرونې هم ، د نوموړو  دوو رسوایانو  د  دوسیو ترمینځ د توپيرونو په باب په یوې مقالې کې  لیکلي دي ،  اوکریان ګیټ ،دوسیه  له : رشیا ګیټ : دوسیې سره  فرق لري .  په اوکریان ګیټ  : کې ټرمپ په شخصي توګه د تورونو په  مرکز کې دی  او  دهغه په ضد  له قدرته  دناسمې  استفادې موضوع  مطرح شوې ده .په :رشیا ګیټ : نومې  دوسیې کې  داسې نه ده او  په همدې دلیل پلټونکي مولر  د خوښې محکمې د شواهدو  په موندلو کې ناکام شو . په رشیا ګیټ ،د سیسې کې  کرملیّن د دوسیې اصلي پلانونکی ؤ . په عین  حال کې  په او کرایّن ګیټ ، دسیسې کې دا کس یعني ټرمپ دی چې  د اوکرایّن له ولسمشره غواړي ، څو د داوکراّین  له یوه شرکت سره د ډيموکراټانو د مخکښ  کاندید جوزف بایډن  دزوي د ارتباط او له هغه سره اړونده  فساد په باب دې څیړنې وکړي .

                  د امریکا د ۲۰۱۶کال  د ولسمشرۍ  انتخابات  او د ټرمپ  دکابو درې کلن واکوالۍ پړاؤ ، دامریکا د سیاسی نظام ډير واقعیَتونه او په تباهۍ او فساد کې ددغه نظام  ککړیدا لازیاته رابرسیره کړې ده . نن سبا  د امریکا رسندوئې او ټولنیز چینلونه ، د ټرمپ د فساد ا و تباهۍ   او قدرته د ناوړه استفادې او د رسوایانو  له ایشواکیدا ډک دي .  ګارډيّن ورځپاڼې  په یوه مطلب کې لیکلي دي،  د امریکا پخواني ولسمشر ریچرډ نیکسن  له خپل سیاسی قدرت څخه په ناسمې استفادې سره  هڅه کړې  ددغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره  په دوهم پړاؤ کې  پر خپل سیال برلاسه شي  او وروسته پرې برغولی کیږدي . د امریکا اوسنی  ولسمشر ډونالډټرمپ هم  هڅه کړې د خپل اوکرایني همڅنګ  په مرستې سره  د ۲۰۲۰ کال  په انتخاباتو کې  خپل سیال له ډګره بهر کړي  او  د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي .  په یوه نظر کې  وئيل کیدلی شي ، د نیکسن په خلاف ورزۍ کې (د خپل سیال  ګوند په انتخاباتي کمپاین کې د آوریدو دآلې دکیښودلو له لارې )ورانکاره غلا  وه . په داسې حال کې چې  د ټرمپ خلاف کار یا په  خلاف ورزۍ کې یو بهر هیواد شاملیږي .خو بیا هم   موضوع له دې لا ورآخوا ده .د نیکسن  په  وسیله له قدرته ناسمه استفاده د امریکا د ولسمشر په توګه دهغه  دبیا غوره کیدا وروسته  ایشوا شوه . سره  له دې چې  هغه  یو خطرناک دوکه باز  ؤ خو په  هغه وخت کې  دې نتیجې ته ورسید چې  له دې زیات د امریکا ډيموکراسۍ ته تاوان ونه رسوي . خو   له سیاسی قدرته د ټرمپ  ناوړه استفاده د ۲۰۲۰کال  له انتخاباتو څوارلس میاشتې مخکې ایشوا شوې ده .هغه اوس په داسې موقعیّت کې دی،چې  په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره حاضر دی هر یو کار وکړي.په دې مینځومیان کې  ډونالډټرمپ  او دهغه  انتخاباتي ټيم  هم لاس په کار شوی څو د ډیموکراټانو رسوایانې رابرسیره کړي .  واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي دي ، د ډونالډټرمپ  حکومتي چارواکي  په دې پسې دي څو د امریکا د خارجه وزیرې په توګه له شخصي بریښنا لیک یا ایمیل څخه د هیلري کلینټن  د استفادې د رسوائۍ دوسیه پرانیزي  او د ډيموکراټانو په ضد ورځينی  د استفادې په موخې سره  ددغې رسوائۍ  په باب څيړنو ته دوام ورکړي . د خارجه وزیرې په توګه    دمنصوبیدا په وخت  د میرمن کلینټن د شخصي ایمیل څخه په  ناسمې استفادې سره  د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې  د  ډيموکراټانو د کاندیدیې میرمن هیلري کلینټن  تورن کیدا ،  لازیات مخکې ټرمپ  دې ته اړ کړی  چې  میرمن  کلینټن د بندي کیدا مستحقه وګڼي  او حتی د ټرمپ ملاتړو پخپلو غونډو او کمپاینونو کې  دمیرمن کلینټن په ضد  : هغه بندي کړئ : شعارونه ورکړل .  اوس ډيموکراټان د ټرمپ د مواخذه کولو او د هغه دبنديک کولو غوښتونکی شوي دي .

         د امریکا په کانګرس کې یوې ډیموکراټې استازې میرمن ماکسین واټرز پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي ، زه له جمهوری غواړي ګونده غواړم ، د اطلاعاتي ټولنې د ایشواکونکو د جاسو کیدا او د هغوي دقتل کیدا  پر ضرورت دتلویحي ټينګار لپاره د  لنډيغرو یا بدماشانو  د ادبیاتو  دکارولو لپه باب د ټرمپ د بې شرمه او سپیرو  خبرو مخه ونیسي . هغې  پخپلو ټولنیزو پیغامونو کې همداراز روښانه کړې ده،دا کافي نه ده چې ټرمپ یوازې مواخذه شي ، هغه باید زنداني شي  او په شخصي سیل  یا (چکئ) کې واچول شي .خو دم ګړۍ  ئې د مواخذه کولو ضرورت دی .هر څومره چې وخت تیریږي ، د ټرمپ د مواخذه کیدا  احتمغال لازیاتیږي .  د امریکا د مشرانو جرګې د جمهوری غواړو  مشر میچ مک کانل  وئيلي دي ، چې  که  کانګرس د ډونالډټرمپ له مواخذه کولو سره موافقه و کړي ، نو مشرانو جرګه  له دې پرته بله چاره نه لري ،چې د هغه  په ضد د  مطرح شوو تورونو  د سپړلو  غونډه جوړه کړي . حتی که  په مشرانو جرګې کې  چې  اکثر یّت ئې د جمهوری غواړو  په لاس کې دی ،  د ټرمپ د مواخذه کیدا تصویب هم  نشي ، نو په راتلونکو انتخاباتو کې  به د ډونالډټرمپ د بریالیتوب  احتمال ډير زیات کم شي .نظر سنجۍ، د امریکا  په عمومي افکارو کې د ټرمپ د  ډيرې زیاتې ځوړتیا او د ډونالډټرمپ  د مواخذه  کیدا دپلویانو  د شمیر د ډيرې زیاتې  ودې ښودنه کوي . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************