د ټرمپ سپيره څيره او دوه مخي سیاستونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمب د دوه مخي سیاستونو او سپيرې څيرې نومې د لړۍ له ننني لسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د امریکا د ورځې د ترټولو مهمې موضوع،یعني د ټرمپ د مواخذې او ددغې پیښې په باب د امریکا درسندوئي او سیاسی ټولنو دریځونو او عکس العملونو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له کله راهسې سپينې ماڼۍ ته پښه دننه کړي ، نو داسې کومه اونۍ نشته چې پخپلو جنجالی فیصلو، څرګندونو او ټویټرونو سره ئې کوم جنجال او شخړه رامینځة کړي نه وي . د ټرمپ له سیاسی او اخلاقي عرُفه بهر او نه اټکل کیدونکی شخصیّت، چلند او کړنې لامل شوي چې هغه د امریکا د ولسمشرۍ په مقام کې د خبرونو په سر کې شي . له قدرته د ټرمپ ناسمه استفاده او د رسوایانو هغه دوسیې چې ټرمپ په تیرو کابو درو کلونو کې ورسره لاس اوګریوان دی، په نهایت کې ډيموکراټان ئې دې ته اړ کړي ، چې هغه مواخذه کړي . ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د څلورم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس له خوا د مواخذې په درشل کې ورغلی دی .د سیاسی او رسندوئي ټولنو په سویه دامریکا دداخلی خبرونو زیاتره برخه د ډونالډټرمپ مواخذې یا استضاح ته بیله ده.ټرمپ او ډیموکراټان په یوه بل له هیڅ ډول توره ډډه نه کوي . په د غو تورونو کې هیڅ ډول اخلاقي او کلامي حدود نشته .په دې مینځو میان کې دټرمپ محبوبیّت، له قدرته د هغه په ناسمې استفادې او د هغه په ضد په ایشواکونو سره په ځوړتیا دی .
فکس نیوزخبری چینل یوه نطرغوښتنه ترسره کړې ده چې په دغې نظرسنجۍ کې نیمو ګډون کونکو و ئيلي دي،چې باید ډونالډټرمپ د مواخذه او له ولسمشرۍ مقامه لیرې کړائ شي .ددغې نظر غوښتنې اروزنو ښودلې ده چې یو پنځوس فی صدي ځواب ویونکو له سپینې ماڼۍ د ټرمپ د ویستلو او مواخذې غوښتنه کړې ده .په جولائي میاشت کې هم دې ورته پّه یوې نظر سنجۍ کې څرګنده شوې چې یوازې یو دیرش فی صدي ځواب ویونکي د ټرمپ له مواخذې او دهغه د لیرې کولو سره موافق وو .په یوې بلې نظر سنجۍ کې چې د امریکا این بی سی ټيلیویژني چینل ترسره کړې،یو پنځوس فی صدي ګډون کونکو وئيلي دي ، چې د اوکراین ګیټ ،نومې رسوائي یوه جدي موضوع ده او باید تعقیب شي .د ټرمپ د مواخذه کولو او له قدرته دهغه د څنګة کولو لپاره د عمومی افکارو قانع کیدا،یو دوه مرحله اي امتحان دی. لومړی دا چې عمومی افکار باید قانع شي،چې د ولسمشر په ضد د تورونو موردونه کوم واقعّیت لري .دوهم دا چې،د تورونو موردونه باید دومره درندۀ او جدي وي،چې په اساس ئې له قدرته د ولسمشر دڅنګةکیدا توجیه ولرل شي .
د امریکا د بروکینګز مطالعاتي موسسې یو شناندی او تکړه لیکوال ډاکټر ویلیّم ګلیسټن د ټرمپ د مواخذې او دهغه د امنیتی رسوائۍ په باب لیکي،له قدرته د امریکا د ولسمشر د څنګة کولو او دهغه د مواخذې لپاره جدي هڅه،په تیرې یوې پیړۍ کې دوه ځله رامینځة شوې ده .لومړي ځل، ۱۹۷۴ کال ؤ چې د ریچرډ نکسن د استعفی لامل شوه او دوهم ځل هم په ۱۹۹۸کال کې د بیل کلینټن له مواخذې سره اړونده وه،چې د امریکا د کانګرس د وخت مشر او دکلینټن د مواخذې د پلان د یوه اصلی عامل نیوت ګیګریچ په استعفی پاي ته ورسیده په لومړي مورد کې،عمومی افکار د پیښو په غبرګون کې سربداله د پنسلوانیا او دسپينې ماڼۍ مخې ته ، راووتل او دغه راز د وارټر ګیټ د پيښې جزیات،سوکه سوکه له قدرته د نیکسن د څنګة کولو او د هغه د شړلو په لور وکاږل شول .په دوهم مورد کې خلک له هماغه پیله د پیښې تر پاي پورې د کلینټن له مواخذې سره مخالف وو او د کلینټن له دوسیې سره اړونده اطلاعاتو د هغوي پر لیدتوګې تقریبا هیڅ اغیزې ونه شیندلې . په بیل کلینټن تور لګونکي په لومړۍ مرحلې کې وتوانیدل لومړنی امتحان یعني د عمومی افکارو په قانع کولو کې بریالي شي،خو په دوهمې مرحلې کې ناکام شول . کله چې مشرانو جرګې د کلینټن د محاکمې لپاره غونډه جوړه کړه،نو دامریکا ۷۹ فی صدي خلک په دې اند وو،چې ولسمشر په دروغو لوړه کړې ده او ۵۳ فی صده نوره خلک هم باوري وو چې هغه د عدالت په ا جرا کې سستي او لټي کړې ده .خو یوازې څلویښت فی صدي خلکو فکر کاوه چې ددغو جرمونو کونکی، له قدرته د لیرې کیدا مستحق دی . پر بیل کلینټن د تورونو په باب د مشرانو جرګې فیصله، له دې ډیرې سپَکه او وړوکي وه چې دهغه د لیریکیدا لامل شي او په نتیجې کې بیل کلینټن وتوانید،د یوه محبوب ولسمشر په توګه د خپل پړاؤ په پاتې برخې کې په قدرت کې پاتې شي .

دوستانو نن سبا هم د کانګرس زیاتره څوکۍ د ډ يموکراټانو په کنټرول کې دي .خو د مشرانو جرګې اکثریّت د جمهوری غواړو په لاس کې دی .د مشرانو جرګې په درو کې دوه برخې استازي باید د ټرمپ مواخذې ته مثبته رائ ورکړي ، څو ټرمپ له سپينې ماڼۍ بهر ک ړائ شي .جمهوري غواړي تر دې دمه د ټرمپ تر شا ولاړ دي ،خو ډيموکراټان حتی اکه په مشرانو جرګې کې د ټرمپ مواخذه رائ هم رانه وړي ،نو دهغوي لپاره څه زیات اهمیّت نه لري ، دوي په دې پسې دي ،چې دعمومی افکارو په قانع کولو سره ، د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ دبیا ولسمشرۍ ټاکل کیدا لپاره شرائط سخت کړي . د ټرمپ له مواخذه کولو د عمومي افکارو د ملاتړ زیاتیدا ښئ چې ډ یموکراټان تر دې دمه د ټرمپ دمواخذې په مطرح کولو کې بریالي دي .
د ټرمپ د مواخذي لپاره د ډيموکراټانو د اقدام په وړاندې د هغه سټراټژي، له کانګرس سره د نه ملګرتیا او متقابل تور لګول دي . د کانګرس د اطلاعاتو د کمیشن مشر آډم شیف پخپل یوه ټویټري پیغام کې لیکلي دي ، د سپینې مانۍ چارواکي وائي ، چې د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې لپاره په یوه بهرني حکومت باندې دباؤ اچول یوه تیروتنه ده . هغه همداراز لیکلي دي ، د مواخذي له څيړنو سره د سپينې ماڼۍ ملګرتیا نه کول په دې معنا دي ، چې ولسمشر ځان ،له قانونه لا برلاسه ګڼي،په داسې حال کې چې اساسی قانون څه بل څه وائي :::.د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي د مواخذې په موضوع کې د څيړنې له کمیټې سره له ملګرتیا د ډونالډټرمپ د ډډه کولو د خبر په غبرګون کې د امریکاولسمشر ته خبرداری ورکړی،چې هغه له قانونه برلاسه نه دی.د ډيموکراټانو په هغو څیرو کې چې ډونالډټرمپ ورباندې د خولې سختې حملې کړي،د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې د ټرمپ انتخاباتي سیاله میرمن هیلري کلینټن ده .ټرمپ پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، فکر کوم چې ګڼ ګپه هیلري کلینټن دې سیالۍ ته وارده شي څو خپل چانش وآزموئي او له کیڼ پال افراطي الیزابت وارن څخه ئې وتښتوي .یوازې یو شی، چې دغه ګڼ کپه بایدد خپلو جرمنو او بداخلاقیو په باب ددې پشمول چې ولي او څرنګه ئې د :سي : احضارئې له صادریدو وروسته ، خپل درې دیرش زره بریښنا لیکونه (ایمیلونه ) پاک کړل ، توضیح ورکړي .!.

یوه بله ډيموکراټيک څيره چې ډونالډټرمپ ورباندې د خولې سختې او جدي ټکونه کړي دي ، دډيموکراټانو په مقدماتي سیالیو کې د دوي مخکښ کاندید جوزف بایډن دی . دامریکا ولسمشر پخپل یوه ټولینز پیغام کې لیکلی دي ، ډيره د حیرانتیا خبره ده چې ویدۀ شوی او لټَ جوزف بایډن ، د ما د مواخذې غوښتونکی شوی دی،هغه څوک چې زوي هانټر ئې د امریکاد مالیاتو ورکونکو په تاوان کابو څو میلیون ډالر له دواړو هیوادونو ، یعني له امریکا او اوکراین غلا کړي دي .. ما خو هیڅ تیروتی کار نه د ی کړی . د جوزف بایډن ناکام انتخاباتي ټیم د هغه لپاره (یعني د مواخذې لپاره له غوښتنې ) پرته بله چاره نه ده پريښودلې . ::::مکا

د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د ټرمپ د مکالمې دمتن په ایشوا کیدا پسې ، مشخصه شوه چې د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني همڅنګ څخه غوښټي ، د هلډينګ بریسما شرکت په ضد قضائي دوسیه ، چې د جوزف بایډن زوی هانټر بایډن ئې د مشرۍ پلاوي غړی دی ، پرمخ بوّځي . جوزف بایډن هم د ډونالډټرمپ د خولې شخړې او ټکونو په وړاندې د هغه دمواخذې غوښتنه کړې ده .د امریکا دپخواني ولسمشرمرستیال جوزف بایډن د : اوکراین ګیټ : په پيښې کې د ډونالډټرمپ اقدامات،له امریکا سره خیانت بللی او د هغه د مواخذې یا استضاح غوښتنه ئې کړې ده .
(سیماب)
***********************************************