له خداي سره مناجات د یا حلیما لایعجل وروستۍ برخه
روژه د خداي میلمستیه)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې روژه دخداي میلمستیه نومې لړۍ له خدای سره دمناجاتو د مطلبونو له وروستۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دې برخې کې هم له خداي سره خپله کیسه شریکوو او ورسره راز او ن یاز کوو، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
راوي مطلب داسې پيلوي ،،،، وائي ،،،،، زه یوه درې کلنه ماشومه کیدلی شم چې یو ګرم او تاودۀ جیکټ هله وکړم ..... یو څلورکلن ماشوم ،چې د هغه د کور له سوري شوي چت څخه د باران د څاڅکو غږ، دهغه له سترګو خوب تښتولی دی .
یا یوه دیرش کلنه ښځه چې تر دې دمه په یوه درې ورځني سفر دتلو هیله کوي او یا یو زه او پنځه څلویښت کلن سړی چې د غاښ درد ورسره ملګری دی .....
*******************
(همدغه راوي دوام ورکوي )
= زه یو کس په زرګونو تنه کیدلی شم ،،، زه یو تن هرڅه کیدلی شم ....
د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ شپه ده .... له مونږ هر یو کس ،باید د زرګونو انسانانو ساه (یا نفَس ). واخلي . باید د نورو د هیلو او امیدونو او دعاګانو خیال وساتو . خداي یوازې د ما نه دی . او زما په دعا اولمَنځ کې، باید یوازې د ما د خپل ځان دعا قبوله نشي .
مونږ په د اسې پړاؤ کې ژوند کوو ، چې په مونږ کې هیڅ یو کس د خپلو هیلو شبیه نه یوو .... دمونږ د عمر شبیه.. یو ماشوم ، د یوه سړي په څير کار کوي او د یوه سړي زړه د یوې مرغۍ په اندازه دی . یوه میرمنه ، دخپلو بچیانو لپاره دیوه پلار په څير ده او د نیّا،(مادربزرګ) یوازې نامه نیّا ده ، یوازې ده او د بچي او لمسي له شتون پرته ......
یو ځوان،په یوه وخت کې د میدان یو میړنی کس ؤ او اوس بې نامې او له نښې نښانې پرته ، د منونو خاورو لاندې ،،،،ویدۀ دی ..........
..........................................
وائي ،،،،،، ائ خدایه ! ائ هغه صابره او زغم لرونکیه ، چې بیړه نه کوي او ائ بخښونکیه چې هیڅ بخل نه کوي .....
زه،ددغې مبارکې میاشتې په ټولو شپو کې،په زرګونو امیدونو سره او د زرګونو زره بندګانو په هیلو سره،ستا درګاه ته راغلی یم ،ډاډمن او له داسې امیدونو سره چې،ګواکې یوازې یکي یو بنده لرې،او په ورین تندي سره راغلی ، په دې فکر سره چې له ځان سره مې په زرګونو زره دعاګانې او راز او نیاز ئې له ځان سره راوړی، چې ، ته ، د زمین او زمان یوازینۍ پناه ئې ... او مونږ پخپلې ټولې بې وسۍ سره ،په دې زمین اوزمان کې ساه اخلو ... ائ لویه ربّه .....
وائي..... ائ خدایه! ائ هغه ریښتنیا،چې هیڅکله د خپلې ژمنې خلاف ورزي نه کوي ،،،،هغه هغه ډالۍ کونکیه،چې هیڅکله هم نه ستړیکیږي ، که مو له تا کومه بدي او بدقولي لیدلي وائ ، نو نن شپه به دلته نه وو،ویښ او احیاء کونکي ...... راغلی یم ، له نورو زرګونو تنو سره .... په ډيرې انکسارۍ او امیدونو سره .......
یوه هیله او امید،باید څومره لوي وي ، چې پوره ئې کړې .؟
له ښادۍ او مُسکا څخه لا لوي ؟....... په یوه زړه کې د عشق له راپنځولو لازیات ارزښتمند؟..... د یوې مور د انتظار له خوندونو له ولولناک ؟؟....... یا د یوه ناروغ له ساه اخستلو لازیات ضروري ؟........
ائ خدایه!... ائ د هغه شان او شوکت څښتنه،چې هیڅکله هم ماته نه منونکی وي او ائ هغه لویه ،چې هیڅوک ئې برابر نه وي ....... یوه مات شوی یا ناامید شوی زړه څومره ارزښت لري ؟،،،،هومره چې په قرآن کې دې وئيلي دي ،،،،، لاَ تَخَف و لاتَحزَن اِنّامُنَجُّک ...... مه ویره لره او نه غم ... مونږ درته نجات درکوو ....
نن شپه د هماغه د قدر دشپو په څير،مات شوي زړونه راغلي دي څو ته ئې په زخمونو مرهم او پټئ کیږدي .... ائ د هیلو پوره کونکیه ......
ائ پرودګاره ! ددغې برکتناکې میلمستیه دسترخوان تا غوړولی دی . اوس بیا څرنګه کیدلی شي،چې ددغې مبارکې میاشتې په آخرکې مونږخالی لاسونه بیرته وګرځوې ؟ ائ هغې لوئې هستۍ،چې هیڅکله هم ماته منونکی نه ئې ،ته دومره لوي ئې،چې هیڅوک ستا حدته نه رسیږي ........

نن شپه د مونږ د ژوند د البم ( یا د تیر وخت دتاریخ د لیدلو)د بیا لیدو وخت دی . ..... ائ خدایه ! زمونږ د هر یوه په ژوند کې داسې شیبې وې ، چې زمونږ زړۀ غوښتل خپل بوج او پيټی چې د پرون او نن له غمونو اوکارونو او د سبا او راتلونکي له ویرو ډک دی ، پر مځکه کیږدو او په آرام او له چغو پرته ،،،کرار کرار وژړیږو،،،،، ته یوازینی هغه څوک یاست چې د مونږ د بې کسۍ او عاجزئ غږ آورې ... چې هرچا د تا په مقابل کې سرټيټ کړ، تسلیم شو او ستاپه درګاه کې ئې سجده وکړه،نو د تا دبندګانو په وړاندې لوي کیږی ......
ائ لویه خدایه ! له تا هم په عالم کې لاخوږ او عزیز بل شته .؟... چې له تا لایوي وي ،؟..... له تا لاقدرتمند او لامهربان وي؟؟........ نه، داسې څوک نشته ...... نه یوازې په هغو شیبو کې چې زړونه تنګ وي او د پناه ځاي نه وي ، بلکې پخپل درست عمر کې دې له ما مخ وانړوۀ.... او زه اوس..... په دغه شپه ...... د هغه عاشق په شان چې پخپل معشوق فکر کوي ،،، په ټولې ولولې او شوق سره ستا په نظارې او نندارې .... ناست یم ......
نن شپه نه پوهیږم چې باید له کوم ځایه پيل کړم ... له هماغې زیږیداڅخه .؟... له ودې څخه ؟؟.... له زده کړو څخه ؟...... په پوهنتون کې له قبلیدا څخه ؟؟؟..... او یا،له بیروزګارۍ څخه او بندون ته د ما له رسیدا څخه ئې پیل کړم ؟؟.... غوره ده دا پر تا پریږدم ..........
غوره ده له خدایه شروع کړم ....څو خپل ځان راپه یاد کړو.......
غوره ده ، راپورته شو ، وضو وکړو ،،،، د خپل ځان او د نورو په زرګونو زره راز اونیاز د خپل زړه په یوه کونج کې ځاي کړو او له زړه چغې پورته کړو ..... بسم ا... ووایو او جوشن کبیر ولولوو،،،،، چې د خداي له خپل کلام څخه لا پرتمین او خوندوربل هیڅ کلام نشته ......

خوږو دوستانو،،، که غواړئ مستجاب الدعوة شئ ،نو د جوشن کبیر وروستي بندونه او غوره برخه هیره نه کړئ او د زړه له کومې ئې پخپل راز اونیاز کې زمزمه کړئ .....
...... ائ هغه صبرناک او زغم لرونکیه چې هیڅ بیړه نه کوي ، ائ بخښونکیه چې هیڅ بخل نه کوي .....
ائ هغه رښتونیا ... چې هیڅ وخت خلاف ورزي نه کوي .... ائ هغه بخښونکیه، چې هیڅکله هم نه ستړې کیږي .........ائ هغه برلاسه.... چې هیڅکله هم ماته نه خوري .... ائ هغه لویه ٬! چې هیڅوک د هغه ځایه ته نه رسیږي....... ائ هغه فریاد آوریدونکیه ! چې هیڅکله هم ظلم نه کوي . ائ هغه وسمنه چې هیڅکله هم نیازمند نه کیږي ..... ائ هغه لوي اوبزرګه .... چې هیڅکله هم وړوکی نه کیږي ، ائ هغه ساتونکیه ! چې هیڅکله هم غفلت نه کوي ..... ائ د هغه لوي شان او شوکت لرونکیه ، ،، چې له تا پرته بل هیڅ معبود نشته .... ائ د فریاد آوریدونکیه ،،،،، ائ د فریاد آوریدونکیه،،،،،، مونږ د جهنم له اوره وژغورې ائ لویه پروردګاره .... مونږ له تا پرته بل هیڅ پناه ځای نه لرو..... ائ پالونکیه.........................
یا حلیما لایعمل یا جوادا لایبخل
یَا حَلِیماً لَایَعْجَلُ، یَا جَوَاداً لَایَبْخَلُ،
یَا صادِقاً لَا یُخْلِفُ، یَا وَهَّاباً لَایَمَلُّ،
یَا قاهِراً ... ...........
وَالْأَیَّامِ، وَنَجِّنِی مِنْ أَهْوالِ الدُّنْیا وَکُرُباتِ الْآخِرَةِ،
وَاکْفِنِی شَرَّ مَا یَعْمَلُ الظَّالِمُونَ فِی
سُبْحانَكَ يا لا اِلهَ اِلاّ اَنْتَ الْغَوْثَ الْغَوْثَ خَلِّصْنا مِنَ النّارِ يا رَبِّ
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************