د ټرمپ دوه مخی سیاست
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د سپيرۀ سیاستونو او دوه مخیتوب نومې لړۍ له ننني اته څلویښتم پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې درته د :غوسې : په نامه کتاب کې د امریکا د مشهورخبریال اولیکوال باب ووډورډ په وسیله د ډونالډټرمپ په ضد د نوو ایشواکونو لړۍ ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دوستانو سپینې ماڼۍ ته د ډونالډټرمپ د رسیدو له وخت راهسې تردې دمه داسې کومه اونۍ نشته چې دی پخپلو کرغیړنو فیصلو،څرګندونو،او ټویټونو سره کوم جنجال رامینځة نه کړي . د ټرمپ له سیاسی او اخلاقي عُرفه بهر او نه اټکل کیدونکی شخصیّت ، چلند او کړچار لامل شوی چې دی د امریکا د ولسمشر په توګه تل د رسندویو د خبرونو په سر کې شي . نن سبا په امریکا کې زیاتره سیاسی بدلونونه او خبرونه د نومبر په دریمه نیټه د ولسمشرۍ په انتخاباتو باندې ختمیږي .ډونالډټرمپ پر هغو زیاتیدونکو مشکلاتو سربیره چې د کرونائي بحران د خوریدا،په توکمیزو توپيرونو په اعتراضونو کې د واټيزو ناکراریو د زیاتیدا او دامریکا د بهرنی سیاست او اړیکو په حوزې کې د ناکامیو په زمینو کې ورسره مخامخ دی ،نن سبا د ایشواکونکو کتابنو په مخمصې کې هم ګیر شوی دی او د انتخاباتو په درشل کې ئې شرائط هره ورځ لا پسې سختیږي . دټرمپ د ولسمشرۍ د پړاؤ له پیلیدا وخت راهسې تر دې دمه دهغه د ژوند او کړچار په باب ډير کتابونه لیکل شوي دي .خو هغه کتابونه چې په وروستیو څو میاشتو کې په فیډرل حکومت او دسپینې ماڼۍ کې د هغه د شاوخوا ملګرو او له هغه جدا شوو کسانو په وسیله خپرۀ شوي، په انتخاباتي سیالیو کې ئې دهغه لړزانتیا نوره هم زیاته کړې ده .د ټرمپ د ملی امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د جون په وروستیو کې د یوه کتاب په خپرولو سره د امریکا د د اخلي او بهرنیو مسئلو اوموضوعګانو په باب د سپينې ماڼۍ په بیضوي کوټې کې د پيښو تر شا ډيرې نا وئيل شوي خبرې ، فیصلې او قضیې ایشواکړي دي . ددغه کتاب خپریدا، دا مریکا په داخل او بهر کې ډير پراخ انعکاس درلودلی دی . په دې توګه چې د : پيښو کوټه، له سپينې ماڼۍ څخه یوه خاطره : په عنوان سره د جان بولټن کتاب د ترټولو زیات خرڅيدونکي کتاب په لیکه کې شامل شو.

دوستانو د جان بولټن له دغه همت ډير لږ وخت وروسته د امریکا د ولسمشر ډوالډټرمپ ورارې میرن مري ټرمپ هم د خپل آکا (ټرمپ ) په ضد د :ډير زیات البته ناکافي : په عنوان سره یو بل کتاب خپور کړ . دغه کتاب د جان بولټن له کتابه کابو یوه میاشت وروسته په داسې شرائطو کې خپور شو چې د ټرمپ دحکومت حقوقي ټیم ددغه کتاب د خپریدا دمخنیوي لپاره ډيرې هلې ځلې ترسره کړې څو ممکنه ده د ټرمپ په ضد دایشواکیدنې دنوي څپې مخه ونیسي .خو په نهایت کې عدالت د میرمن میري ټرمپ د کتاب خپرونې ته رایه ورکړه .میرمن میري ټرمپ د خپل ترۀد ژوند ډير ناوئيل شوي رازونه ایشوا کړل . ددغودرستو ایشواکونو چورلیز د ټرمپ د ژوند په درستو مرحلو کې درغلۍ او دروغ شامل وو . میرمن میري دخپل کتاب له خپریدا وروسته پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، ډ ونالډټرمپ یو بایلونکی دی ، هغه درغلۍ کوي ،ځکه پوهیږي که دغه کار ونکړي ، نو هرڅه بائیلي . یوبل هغه کتاب چې ډير د پام وړ ګرځيدلی دی ، د :ډونالډټرمب د پخواني وکیل حقیقي داستان ، بې وفائي : په عنوان سره د مایکل کوهن کتاب د ټرمپ دشخصي ژوند ډير زیات اړخونه ایوشاکړي دي .
د ډونالډټرمپ پخواني شخصي وکیل دټرمپ لپاره د کارونو په ستر بریښولو اعتراف کړی او هغه ئې دوکه باز ، دروغجن ، حقه باز ، سرزوری ، توکمپال ، تیریګر او تورمخی بللی دی چې د ولسمشرۍ له څوکۍ خپلو شخصي ګټو ته لاس رسي لپاره استفاده کوي . خو د ټرمپ په ضد ترټولو نوی اووروستی کتاب دمخکینیو کتابونو په نسبت لا زیات رسندوئي انعکاس درلودلی دی او هغه کتاب د ولسمشرۍ له څوکۍ دریچرډ نیکسن د استعفی دعامل او د واټرګیټ د رسوائۍ د پيښې دایشواکونکي باب ووډورډ کتاب دی . ووډورډ د واټر ګیټ له ایشواکونې وروسته په امریکا او بهر کې په یوه غوره او ایشواکونکي لیکوال اوخبریال مشهور شو .هغه دوه ځله د پولیټزر دجایزې ګټونکی هم دی.په همدې دلیل،د باب ووډورډ لیکنېدامریکا په سویه ډير انعکاس لري . باب ووډورډ د :غوسې :په نامه پخپل نوي کتاب کې چې زیاتره برخه ئې له ټرمپ سره د اوږدې مرکې په اساس لیکلې ده ،د ولسمشر ئې یو داسې انځور وړاندې کړی چې عمومي اعتماد ته ئې خیانت کړی او د ولسمشرۍ په څوکۍ کې ئې له خپلو ترټولو مهمو مسئولیّتونو ډډه کړې ده . ووډورډ پخپل کتاب کې لیکلی دي ، چې ټرمپ په امریکا کې په کرونا ویروس دککړیدو د لومړي مورد له پيژندنې وروسته،د هوا له لارې ددغه ویروس په منتقلیدا ،نورو ته په خوریدا او خطرناک شونې اعتراف کړی ؤ.خو ټرمپ په عمومي ټولنو کې ددغو حقیقتونو په خلاف ددغه ویروس خطره ډيره کم اهمیّته بریښولې وه .ټرمپ په دې په اعتراف سره چې کروناویروس د آنفلوینزا یو ډير مرګونی ، خوریدونکی ویروس دی ،د فرورۍ په اومه نیټه ئې په سپیڼې ماڼۍ کې باب ووډورډ ته وئيلي وو ،دغه ویروس یو مرګونی شی دی . ټرةپ وروسته په مارچ میاشت کې پخپلې یوې بلې مرکې کې ووډورډ ته وئیلی وو، چې له خلکو ئې دکرونا ویروس په باب اطلاعات پټ کړي .هغه زیاته کړې ،تل موغوښتل چې دا کم اهمیّته وبریښوم . تر دې دمه هم غواړم چې دا کم اهمیّته وبریښوم ، ځکه نه غواړم وحشت رامینځة کړم .ددغه کتاب په اساس ، د امریکا د ولسمشرډونالډټرمپ د یوه پخواني دفاع وزیر جیمز متیس ، ولسمشر (ټرمپ )،د درستو قواؤ د قوماندانۍ لپاره یو خطرنا ک او نامناسب کس بللی دی . جیمز متیس له دې وروسته چې له حکومت ه استعفی ورکړه،په دې باب ئې د امریکا دملي اطلاعاتو له مدیر ډن کوتس سره خبرې اترې کړې وې،چېآیا باید په یوه ډله ایز اقدام کې د ټرمپ په ضد خبرې وکړي یا نه ؟ ووډورډ همداراز لیکلی دي ، چې د امریکا د آلرژۍ او عفوني ناروغیو دموسسې مدیرآنتوني فائوچيله خپل یوه نزدې ملګري ته وئيلي،چې ډ ټرمپ یوازینی هدف او موخه په ولسمشرۍ بیا ټاکل کیدل دي .

دوستانو د امریکا دغه مشهور لیکوال او خبریال په یو ساعته مرکې کې دغه مهمې پوښتنې ته ځواب ورکړی دی چې ولې دخپل کتاب په پاي کې دې نتیجې ته رسیدلی دی،چې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره یو مناسب او غوره کس نه دی . ووډورډ ددې موضوع په باب هم وئيلي دي،دا جمع بندي او نتیجه اخستل د ځينو سندونو اوشواهدو په اساس ده .هغه شواهد چې د نظر اجماع پکې شته ده، ټرمپ لږترلږه دکرونا ویروس په باب، خلکو ته حقیقت نه دی ښودلی او دا یو د اسې شی دی چې ټرمپ ماته وئيلي دي. د ولسمشرۍ په پړاؤ کې،تل د دروازې ترشاډاینامیټ(چاودیدونکي خطرناک مواد) موجود دی .حقیقي ډاینامیټ اوس ټرمپ دی .هغه حقیقي ډاینامیټ دی .:: د امریکا خلک نن سبا په کرونائي ویروس خوریدا او د امریکا په سیاسی ، امنیتی او پولیسي ادارو کې په توکمپالنې اوتوپیر پرستۍ باندې په اعتراض کې په ډيرو ایالتونو کې د ناکراریو او بې ثباتیو په پراخو اړخونو سربیره، د امریکا په دولسو ایالتونوکې یوه بله بې مخینې غمیزه رامینځةشوي ده ،دغه بې مخینې غمیزه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر هغه اور دی چې ددغو ایالتونو په سلګونو مربع کلومیټر ځنګلونه ئې خاورې ایرې کړي دي . یوازې په یوه ایالت کې پنځه لکه کسان کډه په سر شوي دي،سی این این ټيلیویژڼي چینل پخپل یوه میداني راپور کې ښودلې، په اورګن ایالت کې سوځونکي اور،ځیني ښارونه داسېله خاورو سره خاورې کړي ، چې ته وا ،پر دغو ښارونو بمبارۍ شوي دي .د اورګن ایالت د مرکز پورټلینډ د جنوب ختیځ په یوسل شل میلو واټن کې ددغه ایالت :ټریټ: ښار ددغه شان وضعیّت یو مثال دی .په دې مینځومیان کې په رسندویو کې دا ګمانونه مطرح شويدی،چې دغه اور لیګیدنې د ډيموکراټانو تر ولکې لاندې په ایالتونو کې دي ،نو ټرمپ ددغه اور د پيزواني کولو په اړه د مرستو لپاره د پوځ یا د نورو ځواکونو د لیږدولو مخه نیسي څو د ډيموکراټانو په ضد عمومي غوسه راوپاروي . ټرمپ په تیرو پنځوسو ورځو کې ددغو سترو اور لګیدنو په باب چپتیا غوره کړې ده.په ټرمپ نیوکه کونکي ددغو اورلګیدنو پيښې،د آب وهوا دبدلون موضوع ته د ټرمپ د بې پامۍ نتیجه ګڼي .
جنجالی ډونالډټرمپ سپیڼې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته لومړنۍ فیصله د پاریس د آب و هوا دبدلون له تړونه د امریکا د وتلو وکړه .د لاس انجلس ښاروال آریک ګارسیټي د ټرمپ دحکومت په بې پامیو په سختو نیوکو سره سی این این ټيلیویژني چینل ته وئیلي ،دا له آب وهوا بدلون سره اړونده یوه مسئله ده او ډونالډټرمپ پرې ځان غلی کړی دی .د واشنګټن ګورنر جي انسلي هم ددغه اور په باب اې بي سي ټيلیویژنی چینل ته وئيلي دي ،دا آخره زمانه ده ، انسان لیوانی کوي چې د امریکا لویدیځي سواحلو اور اخستی چې په امریکا کې یو ولسمشر دی ، چې د آب وهوا دبدلون انکار کوي . په داسې حال کې چې د امریکا لویدیځ په دغه شان اور کې سوزي او ټرمپ دغه پيښه نه ویني او د نومبر په دریمه نیټه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیا بریالیتوب ته ئې بې شرمه سترګې نیولي دي ،ځکه چې په اور کې ګیر ایالت په دودیزه توګه دډيموکراټانو مرکز دی . د ټرمپ د انتخاباتي کمپین هڅه د جمهوری غواړو په ایالتونو کې دهغه د موقعیّټ په پیاوړي کولو او په هغو شپږو ایالتونوکې بریالیتوب دی چې په هر یوه انتخاباتو کې د ډيموکراټانو او جمهوری پالو ترمینځ پکې سخته او کوټلي مقابله وي .
(سیماب)
***********************************************