نوروز په  ایرانیو قومونو کې
(last modified Tue, 30 Mar 2021 07:54:06 GMT )
Mar 30, 2021 12:24 Asia/Kabul
  • نوروز په  ایرانیو قومونو کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبوکې د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو دنوروز د دستورو په اړه  په دغه ننني مطلب کې  دایران دجنوب خلکو  کې د نوروز د دستورو په  اړه درسره غږیږو . ایرانیان کلونه کلونه کیږي ، چې  د  نوروز داختر جشنونه  لمانځي . یو  داسې جشن چې  د پسرلي  په رارسیدو او د وري  دمیاشتې په پیلیدا سره  شروع کیږي  او د همدغې میاشتې تر دیارلسمې نیټې پورې  دوام لري .  دغه دستورې  له تیرو وختونو راپه دې خوا تر دې دمه  د غوره او ښه میراث په توګه  له یوه نسله بل نسل ته منتقل شوي دي .  دایران په ټاټوبي کې  مختلف قومونو  د نوروز د  جشن او دود او دستور  او آدابو په ساتنې کې  د بډاي سنتونو او کلتور په ساتلو سره اساسی رول په غاړه درلودلی دی .  هغه اصیل قومونه چې  هرکال د نوروز په مشترکو دستورو سربیره ، دخپل ژوند  د مختلفو سیمو دودونو ته په پابندۍ سره  دملی وحدت او پيوستنوپه ساتنې سره ، د نوي کال هرکلی ته ورځي  او د طبیَعت دبیا ژوندي کیدا په مناسبت ، سره جشن جوړوي .

Image Caption
Image Caption

 

  دوستانو په تیرو مطلبونو کې مو د نوروز د جشن  په ترسره کولو کې د  ځينو ایرانیو قومونو دود او دستورونه ارزولي دي. په نننۍ برخې کې  هم د نوي کال په هرکلي او دنوروز د  لرغوني جشن په لمانځلو کې د  ایران د جنوب  خلکو د ښکلو او په زړه پورې دستورو او دودونو په اړه درسره غږیږو. د صیادي نوروز جشن معرفي کول ، دکورونو صفا کول ، د نوروزي  میلمنو  د کوربتوب په خاطر  د حنوبی میرمنو په لاس  د ځاي میټایانو او ډوډیو پخلئ ، او د غه راز د کال د تر ټولو وروستۍ چارشنبې  له  جشن سره اړونده  دستورې او د اور بلوَلو دستورې  د ایران دجنوب په خلکو کې  هغه موضوعګانې او دستورات دي چې په دغه مطلب پرې غږیږو،نو هیله ده چې له مونږ سره ووسئ .

                 خوږو دسوتانو  دایران په جنوب کې  د فارس ، کهګیلویه و بویر احمد، هرمزګان، بوشهر، خوزستان او کرمان ولایتونه  شامل دي . دایران د جنوب خلک ډير میلمه پال او خوش اخلاقه   ولس دی او د نورو ایرانیانو په شان له اسلانی او ایراني کلتور څخه په استفادې سره  دنوروز لرغونی جشن لمانځي. د حنوب خلک  دنورو ایرانیانو په شان  ډير مهربان او له صفا ډک دي  او د د هفت سین د دسترخوان دبرابرولو ، د سَمَنو دپخولو د دستورو ، د اختر په مناسبت د نوو شیانو داخستلو او د کورونو د صفا کولو په څير  د نوي کال په هرکلي کې د ایرانیانو  پر ګډو دود اودستوراتو سربیره ،  دنوروز ملی جشن  په ترسره کولو کې ځيني ځانګړي دستورې هم لري .

Image Caption
Image Caption

 

   د نوروز د  اختر ورځ له رارسیدو مخکې د کورونو صفا کول ، د ایرانیانو د لوړ  اوغوره کلتور یوه نښه او نیک او غوره سنت دی . ددغې سیمې خلک  د ایران  په اصالت او خوندیتوب اعتقاد لري،له نوي کال مخکې د کورونو په صفا کولو او ښکلولو سربیره ،زړونه هم باید له هرډول کینو او دوړو او ګردونو  پاک شي او  په ښې او ښادې روحیې سره نوی کال پیل شي .د ایران د جنوب خلک،په تیره بیا دهرمزګان  ولایت ځاي خلک  هم د کال په  وروستیو شپو ورځو کې د کورونو د پاکولو په وخت،د کور پخواني قالي او نور شیان  د سین  یا نهر اوبو ته غورځوي او دهغو په ځاي نوي قالي او نور نوي شیان اخلی او  پخوانۍکوزې د بلا د ردیدا او دنجاست  د له مینځه وړلو په نیّت سره  د خپلو کورونو  د دروازو شا ته ماتوي .

 د جنوب  مهربان خلک خپلې خوشالۍاو ښادۍ د نوي کال په رارسیدو سره  د کورونو په حیواناتو سره  هم شریک کیږي .دوي په یوډول سرو خاورو  سره، د خپلو  پسونو،بزو  او غواګانو    ښکَرې رنګ کوي .  له همدغو سرو خاورو  سره د خپلو کورنو د دیوالونو  د لیوَوَلو  لپاره هم استفاده کوي .

            د نورو دا ختر د هرکلي لپاره د ایرانیو میرمنو  یو  ډیر خوندور او په زړه پورې یو بل کار،د اختر د مخصوصو ځاي میټایانو پخول دي .د جنوب زیارکښې،مشرې او سرپرستې میرمنې  هم د نوي کال د رارسیدا او د روان کال  په وروستیو شپو ورځو کې   د ډول ډول ځاي ډوډیو او  او کُلچو په پخولو سره  د نوروز د  دودیز اختر هرکلی کوي . د ایران د دغه ټاټوبي  میرمنې د  ډول ډول ځاي ډوډیو او کلچو په پخولو کې  خاص مهارت لري .په د غو ډوډیو کې  دتنور  ډوډیو چې ډيرې غَټې  او پلَنې وي ،او په ځاي  اصطلاح کې  په  ؛ ګرده ؛  مشهورې دي ،  او په تنور کې پخیږي ،او دغه راز یوډول بله ځاي  ډوډئ ؛تیري ؛ نومیږي  دغه ډول ډوډۍ نرئ او وچه وي او  په تیغنې پخول کیږي  او ترڅو میاشتو پورې هم ساتل کیدلی شي .

 همدرااز یوه ډول  ځ اي میټائي یا شیریني،چې د جنوبي ښارونو میرمنې ئې د نوروزي میلمنو د  میلمه پالنې لپاره تیاروي ،د خرماؤ کُلچه ده . د خرما خوند اود  زڼکئ (زیره )  ډير په زړه پورې خوندور  بوئ  لامل کیږي ،دغه میټائي، نه یوازې په جنوبی ښارونو کې،بلکې په  درست ایران کې ډيره مشهوره او زیات پلویان  ولري .

 د ایرانیانو یو بل ډير په زړه پورې او خوښ دود چې ددغه ټاټوبي په لرغوني تاریخ کې جرړه لري،د  علفه  دستورې دي . په دغو دستورو کې ځاي میرمنې په کورنو کې  د  خپلو په حق رسیدلو  د روح د خوشالولو او ثواب په نیّت سره  یو ډول ډوډئ  په خپلو خپلوانو او ګاونډیانو کې ویشي . په دغې ډوډئ کې  دوي په خرما  ،وړو او غواړو کې حلوه  پخوي  او بیا ئې په یوې ډوډئ کې کیږدوي   او پخپلو ګاونډیانو او خپلوانو کې ئې ویشي . 

  د خوزستان په څير د ایران په نورو جنوبی سیمو کې هم   د نوي کال په درشل او د روان کال په وروستۍ  پنجشنبې باندې  له حلوا او ماستو جوړ یو مخصوص خواړۀ برابروي  او د خپلو خداي بخښلو  د روح د خوشالولو  په نیّت سره ئې  خیرات کوي . دوي همداراز  د خپلو خداي بخښلو قبرونو ته ورځي  او  شمعې او دنوروز د دود او دستور په اساس ورابندې شنه واخۀ ږدي څو د پسرلي  د رارسیدو ځیری شي .

         ایرانیان  د لمریز کال په ترټولو ورستۍ چارشنبې   شپې  کې د بلاګانو د دفع کولو او د خپلو  امیدونو او ارزوګانو دپوره کیدا په  خاطر  یو ډول جشن لمانځي  چې  ریښه ئې تر پيړیو پیړیو مخکې وختونو ته ګرځي .   خلک په دغې شپې  چې  ورته ؛ شب چارشنبه سوري ؛  هم وائي ،  د اور په بلَوَلو سره  ا و  ددغه اور د پاسه  په ټَپونو وهلو سره  او دغه راز په دغه وخت د ځاي ترانو او سندرو په وئيلو سره  دنورو هرکلی کوي . د  چارشنبه سوري  په شپه  د ایران د جنوب د خلکو یو دود ، د مشرانو له خوا د کیسو او  اوشاهنامې لوستل  دي .  په دغه شپه خلک د اور په بَلَوَلو سره  او  د هغه ګیرچاپيره په غونډیدا سره د خپلو نیکونو پلارانو او نیاوانو کیسو ته غوږ ږدي  او همداراز د شاهنامې  د لوستولو دستورو کې  کیني . دغه دستورې هم  هغه کسان چې  له  موسیقۍ  سره د لچسپی لري ، پخپلو سازونو سره هنر نندارې ته وړانډې کوي  او  یو شمیر هم د نوروز  او پسرلي د رارسیدا په خوشالۍ کې  شعرونه وائي .

  په تیرو وختونو کې هم  په چارشنبه سوري کې  رسم دا ؤ چې   دجنوبی  خلکو میّندو به  یوه قاشُغې (چمچې یا قاشق)کې  چیني یا بوره  د بچیانو  د لاس په تَلی کې  اچوله او وئيل به ئې ،  لاړ شه دغه بوره سین ته وغورځوه  ، په دې نیّت سره چې د سین یا  دریا خوله خواږه شي  او له مونږ ه هم راضي شي .  دجنوب  دخلکو په اعتقاد سره  دغه کار  د سترګو د زخم  د دفع کولو خاصیّت  هم لري . 

په کوڅو کې د  دځلمیانو د قاشُغو د ټکولو دستورې  او له ګاونډیانو څخه د اختري غوښتل  او  د پلي تلونکو په لارو کې غونډیدا  او همدناراز  د چارشنبه سوري په شپه  دبلاګانو د دفع کولو په نیّت  او د  د پخوانیو کوزو ماتول  او د ځاي میټایانو  ممیزو او کُلچو خوړل   دچارشنبه سوري  په جشن کې د ایران د جنوب د خلکو  نورو دودیزې دستورې  دي .

خوږو دوستانو  مناسبه ده  چې پوهه شو ، دنوروز پر لرغوني جشن سربیره ، چې  هرکال په ایران کې د نوي لمریز کال  او د پسرلي په لومړۍ ورځې  لمانځل کیږي ، د ایران د جنوبی سواحلو  خلکو په کال هینداره کې  د صیادي  نوروز  جشن په نامې سره  یو بل پخواني دودیز جشن هم شته ، چې  د نوي کال پیل  ئې د اوړي په مینځ کې  او د صیادي  یا ښکار  تازه پړاؤ د پیلیدا  نښه ده . د فارس خلیج  ساحل میشته خلک  د  اوړي په دوهمې نیمائۍ کې  ، یعني د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په ۲۹نیټه ،د صیادي نوروز  له ورځې سره په یووخت  له سین یا سمندره  د هرډول  ښکار  او د همداراز په دغه ورځ د هرډول اوبژویو له خوړلو ډډه  کوي ، څو  پخپل  دغه دود او دستور سره ،  هغه سین یا دریا ته چې  د دوي درسته روزي  تامینوي ،یوه ورځ آرامښت ورته ډالۍ کړي . ښکاریان  په دغه ورځ ،  دخداي پاک په شکر او مننې  سربیره ،  د ساحل په کنارې کې  په لمبلو  او د بدن په لمَدَولو سره  خوشالۍ کوي . د جنوبی سواحلو اوسیدونکي  هم د صیادي  نوروز په ورځ ، خپلې پخوانۍ جامې یا قالي  ا وبو ته غورځوي  او نوي قالي  اغوندي  او خپل حیوانات  او څاروي  د ګِلَک په نامې سره   په سرو خاور سره رنګ کوي ا و  له ځان سره ئې دسین یا سمندر ساحل ته بوځي  او میرمنې  ئې د رنګینګ  په نامې سره له خرماؤ  په جوړوشوو میټایانو سره د میلمنومیلمه پالنه کوي.                

                       خوږو دوستانو د نوروز دملی او نړیوال جشن په لمانځلو کې مو د ایران د جنوبي سیمو د میلمه پالو  او مهربانو خلکو د پخوانیو دودونو او دستوراتو د یوې برخې په اړه درسره  وغږیدو ، هغه مهربان او له صفا ډک خلک چې د نوروز ګډو دود اودستور ته په پابندۍ سره ، د ځاي سیمو د خاصو سنتونو په ترسره کولو سره  دنوي کال هرکلی کوي او د نوروز لرغونی جشن لمانځي،نو ان شاا...په ورپسې برخې کې به هم د نوروز په مناسبت د ایران د جنوبی  سیمو د اوسیدونکو  د دود اودستوراتو  نوره برخې هم ستاسو خدمت ته وړاندې کړو ،نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو . او له پاک خدایه غواړو ، نیکمرغه او له سلامتیا ډک ژوند ولرئ .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه