د روژې د مبارکې میاشتې د نهمې ورځې دعا
(last modified Thu, 22 Apr 2021 06:35:09 GMT )
Apr 22, 2021 11:05 Asia/Kabul

اللَّهُمَّ اجْعَلْ لِي فِيهِ نَصِيبا مِنْ رَحْمَتِكَ الْوَاسِعَةِ، وَ اهْدِنِي فِيهِ لِبَرَاهِينِكَ السَّاطِعَةِ، وَ خُذْ بِنَاصِيَتِي إِلَى مَرْضَاتِكَ الْجَامِعَةِ، بِمَحَبَّتِكَ يَا أَمَلَ الْمُشْتَاقِينَ.

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

اللَّهُمَّ اجْعَلْ لِي فِيهِ نَصِيبا مِنْ رَحْمَتِكَ الْوَاسِعَةِ، وَ اهْدِنِي فِيهِ لِبَرَاهِينِكَ السَّاطِعَةِ، وَ خُذْ بِنَاصِيَتِي إِلَى مَرْضَاتِكَ الْجَامِعَةِ، بِمَحَبَّتِكَ يَا أَمَلَ الْمُشْتَاقِينَ.

؛ ائ خدایه !په دغې مبارکې میاشتې کې ماته د خپل پراخ برکت څخه څه ناڅه ګټه راپه برخه کړې  او دخپلو ځلانده دلیلونو له پلوه مو لارښونه وکړې او دخپلې هراړخیزې  رضا او خوښۍ په  لور مو متوجه کړې ، پخپلې مهربانۍ سره ، ائ د مشتاقانو او لیوالو هیلې :::: 

 

ټیګونه