د روژې بیلابیل خوندونه
د روزې د مبارکی میاشتې په پیل سره د ښار اصلی واټونه په رنګا رنګ چراغونو او مرچکیو سره ښکلی کیږی
مالزی د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت هیواد دې چی کوالالمپور یې پلازمینه دې . د مالزی نفوس کابو ۳۲ میلیونه دي او اسلام یې رسمی دین دې .
د نورو اسلامی هیوادونو په شان په ملایشیا کې هم دروژې د مبارکې میاشتې پیل یو ډول خاص دودونه او اداب لري . په خپلو خاصو دودونو ، تمدن او کلتور سره په دغه هیواد کی د هندی او چینی بیلا بیلو قومونو د شتون اغیزد یوه اسلامی او مالایی دود په توګه د روژې مبارکه میاشت د زیاتې جلوې سبب شوی دی . په داسې حال کی چی د مالزی مسلمانان ځانونه د روژې لپاره چمتو کوی ، نور قومونه د مسلمانانو ترمینځ د دغې میاشتې د اهمیت په درک کولو سره د ځینو مسایلو د رعایتولو په ترڅ کې د دغې میاشتې له خوندونو چی د ملایشیا په ګوټ ګوټ کې ترسره کیږی ، ګټه پورته کوی .
راوی : زه جمیل یم ، یو مالزیایی مسلمان او تاسو لپاره په خپل هیواد کې د روژې د مبارکې میاشتې د خاص عطر او بوی او حالاتو په اړه خبرې کوم .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
راوی :په مالزی کې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره د نویو جامو د اخیستلو بازار او د ماشومانو د خنده ګانو غږ هر لوری ته خوریږی او زما ګرم استوایی هیواد ته یو بیل ډول خوند او ښکلا وربخښی . په بازارونو کی د رنګینې ډالۍ زوړنده وی او په روژه کې ډیرې زیاتط شی . مونږه د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې د کورونو صفایی کووو . د کور د ډیکوریشن له بدلولو نیولی ترپه رنګا رنګ بلبونو او لامپونو د دهغه سینګارولو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د روزې د مبارکی میاشتې په پیل سره د ښار اصلی واټونه په رنګا رنګ چراغونو او مرچکیو سره ښکلی کیږی . د واټونو رڼه کول او چراغانی د خوشحالۍ ورځو شپو ته د ورداخلیدا ښودنه کوی . په تجاری کوڅو کې بیرغونه پورته کیږی چی پکې د روژې د مبارکې میاشتې مبارکی ویل کیږی . د مالزی درست جوماتونه ټوله شپه چراغانی وی . په کلیو کی هم مسلمانان په جوماتونو کې راغونډیږی او یوه بل ته مبارکی وایی او ستر ډالونه وهل کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««
راوی :د روژې په لومړۍ شپه هرکال د هیواد په بیلا بیلو برخو کی ډیرې اتش بازی کیږی . جوماتونه د سهار له اذانه یو ساعت مخکې پرانستل کیږی د قران کریم په تلاوت او په مالایی ژبه دعا او مناجاتو خپرول لیرې ښکاری چی څوک پشمانی څملی . په حقیقت کې د رمضان میاشت زمونږ تر ټوږلو ستر مذهبی جشن دې . مونږه په مالزی کې دغې میاشتې ته بولان پواسا وایو . د دغې میاشتې د دودونو جرړه په اسلامی او ځای کلتو رکی ده . مونږه خپل کورونه په مرچکیو ، دودیزو بلبونو ، بانسونو وغیره سره ښکلی کوو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په مالزی کې د روژې د مبارکې میاشتی یوه بله جاذبه هغه ځای بازارونه دي چی یوازې په روژه میاضشت کې وی او تقریبا په هر ځای کی پیدا کیږی . په دغو بازارونو کی خوندور خواړه ، د مالزی دودیز خوراکونه چی تر پیشمانی خلاص وی او له هغو روژتیانو هرکلی کوی چی د روژې اوسختې ګرمۍ په دلیل ترجیح ورکوی چی خپل خریدونه شپې مهال وکړی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
راوی :د کورنۍ په څنګ کې پاتی کیدا ، په ګډه جومات ته تلل او یا په ګډه افطاری کول په درسته روژه په واټونو ، جوماتونو او حتی ریستورانونو کې لیدلې کیږی . مونږه زیاتره خپل خواړه له کوره بهر خورو ، په روژه کې د افطار لپاره هم یا د جوماتونو میلمانه یو او یا په خپلو ځای خوړو سره روژه ماتوو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
مالزی د خوړو د تنوع له نظره ډیر غنی او د افطاری دسترخوان ډیر متنوع وی .
راوی :ناسی لماک چی د کوپرې په اوبو ، هګیو ، وچ کب اولږ شانته سبزیانو سره د پخو وریژو نه جوړیږی ، هغه خوړه دي چی مونږه یې په روژه میاشت کې ډیر خوښوو .
پر دې سربیره د ساتای په شان ډول ډول کبابونه چی یو ډول مالایی جوجه کباب دې ، د ګډ او غوا له کباب شوی غوښې سره یو ځای د دې سبب کیږی چی نه یوازې مالزیایی روژتی مسلمانان بلکې د دغه هیواد ډیر غیرمسلمان اوسیدونکی هم د دغې میاشتې رارسیدا ته لیواله وی تر څو د هغې له کلتوره خوند واخلی او همداراز د مالزیانو په دسترخوانونو تریخ سوپ لاکسا لیدل کیږی .
په روژه میاشت کې د مالزی د مسلمانانو خوړه خوښه او وریژې دی . هغو د پیشمانی په وخت یو خاص شربت کولاک څښی چی تنده ماتوی او ورته قدرت او طاقت ورکوی .
راوی :زمونږ د مالزی مسلمانانو یو بل خوښ خوړه له وریژو او خوښې پخه شوی یو ډول فرنی ده چی د کوپرې په اوبو ، مصالحې او نورو معطرو بوټیو سره جوړیږی او ورته بوبور لامبوک وایی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د مالزی په اکثرو جوماتونو کې د هره لمانځه له ختمیدا وروسته د موره په نوم د ماښام مختصره ډوډۍ د جومات په کمپلیکس کې د رضاکارانو په وسیله برابریږی . د دوستۍ حس ښکاره دې ، ځکه چی ټول د یوه بل په څنګ کې ناست دي او خوړه یوه بل سره شریکوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د رمضان ۱۷ هم په مالزی کی له خاصو ورځو ده چی د شب قدر او د قران د نزول شپې په توګه په نظر کې نیول شوی ده او حکومت و ادارات او حکومتی سازمانونه په اوو صوبو او مرکزی ښارونو کې چټی کیږی . د مالزی په کلتور کې د رمضان په ۲۷ توجوه لیکور لوستل کیږی چی د ۲۷ په معنا دې . د روزی په وروستۍ جمعه د مالزی خلک د قدس د ورځې لاریون ترسره کوی او د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ کوی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
راوی : ورو ورو عید فطر رارسی .
موزیک
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
راوی : مونږه د کوچنی اختر په شپه دود لرو چی کورونو مخ ته شمع او ډیوې بلې کړو . مونږ د لارو کوڅو په سیګارولو او رڼا کولو سره د کوچنی اختر هرکلی کوو .
په دغه میاشت کې مونږه سړي خپلې ځای جامې اغوندو او مستطیل شکل مخصوصه ټوپۍ په سر کوو چی ورته باجو ملایو وایو . میرمنې هم خپلې خاصې ځای جامې اغوندي او پر سر هم دودیز سکارف لګوی . د میرمنو ځای جامې باجو کورونګ نومیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
په مالزی کې د رمضان له جشنونو غافل نشو پاتی کیدلې ، دغه جشنونه زیاتره د مالزی د شمال په ترینګانو او کلانتان صوبو کې ترسره کیږی . د واټونو جشنونه ، د افطار یا روژه ماتی په وخت ډیره ښه میلمتیا او د دودیزو مجالسو ترسر ه کول د دغو جشنونو ښکلاوې دي . په ټوله میاشت کې د جشن فضا حس کیدلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
راوی :د رمضان په مبارکه میاشت کې د ملایشیایانو اصلی اداب د عید فطر د ورځې مخصوصی دستورې دي چی ورته سفره باز ویل کیږی . پر دې سربیره د اختر یو بې سارې دود ، د کور خلاصې دروازې دی چی تقریبا په هر استوګن ځای کی ترسره کیږی . کور د درستو میلمانو لپاره پرته له اجتماعی وضعیت ، مذهب ، توکم خلاص وی او ټول له ښو خوړو او ښه وخت خوند اخیستلې شی . په مالزی کې د رمضان میاشت د خوشحالۍ ، نور ، رنګ سربیره د کورنۍ د پیوندونو د تجدید او بیا تازه کولو میاشت ده .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په مالزی هیواد کې کوچنی اختر د رمضان میاشتې پر پاې سربیره نوې کال هم حسابیږی . مسلمانان د کوچنی اختر جشن یوه اونۍ لمانځی او په د غه موده کی د یوه بل کتنې ته ورځی او متنوع دسترخوانونه او دودیزې مټیانې یوه بل ته ورکوی . درست مالزی د کوچنی اختر په مناسبت درې ورځې چټې دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
عید فطر په هری رایا او یا عید الفطری نومونو بلل کیږی . هری رایا په لغت کی د جشن ورځې په معنا دې . له اختره یوه ورځ وړاندې زمونږ سره تر ټولو شلوغ او ګڼ ګوڼې وخت دې . مونږه ټوله ورځ د دودیزو خوړو په برابرولو تیروو لکه د وریژو کیک چی ورته کتوپات وایی . رنجنک ، لمانګ او همداراز رنګا رنګ کلوچې په دودیزو او ماډرن کوزو کې اچوو .
د عید فطر په ورځ د حکومت د مسلمانو وزیرانو او لومړی وزیر د کور دروازې په ټولو خلاصې وی او له سهاره د عید لمانځه له ادا کولو وروسته تر ماښام خلک د خپلو چارواکو لیدو ته ورځی او البته د هیچا لپاره کوم بندیز نشته ، میلمتسا یې هم په مناسبه توګه کیږی . مالزیایان کوچنی اختر نه یوازې د یوې ورځې لپاره بلکې یوه پوره میاشت جشن لمانځی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
پای