-
د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې کونسلي کمېسیون پنځمه ناسته ترسره شوه
Jul 17, 2026 15:37پارس ټوډې- د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډکونسلي کمېسیون پنځمه ناسته ترسره شوه. ايراني پلاوي د رارسېدو پر مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. دواړو لورو په دې کتنه کې د سياسي او اقتصادي اړيکوله مخ پر ودې بهير خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ولسي همکاريو او کونسلي او قضايي اړيکو پر رول ټينګار وکړ.
-
د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ خوارج وژل شوي
Jul 17, 2026 14:51د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم په بنو او شاوخوا سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بېلابېلو نښتو کې د هندي پراکسي فتنه الخوارج ۲۴ ترهګر ووژل شول
-
د برازیل ولسمشر: د امریکا فشار ته به تسلیم نه شو
Jul 17, 2026 12:28پارس ټوډې- د برازیل ولسمشر د دغه هېواد پر ضد د واشنګټن نویو دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې اعلان وکړ چې امریکا ته به امتیاز ورنکړي او د خپل اقتصادي او سیاسي حاکمیت دفاع ته به دوام ورکړي.
-
په سوریه کې په التنف کې د دښمن د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ پر مرکز د سپاه پاسداران ناڅاپي برید
Jul 17, 2026 11:54پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ۱۹ مه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د ایرانشهر د شهیدو سرتېرو د وینې په قصاص کې یې په سوریه کې د التنف په سیمه کې د دښمن د ځانګړو عملیاتو پر قوماندانۍ مرکز ناڅاپي برید کړی دی.
-
سردار شکارچي: امریکا په تنګه هرمز کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري
Jul 17, 2026 11:45پارس ټوډې- د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند د دې په بیانولو سره چې امریکا او جعلي صهیونیستي رژیم حق نه لري په سیمه کې وي، ټینګار وکړ چې کلونه کېږي دوی د سیمې هېوادونه لوټوي او د ناامنۍ عامل دي.
-
د امریکايي MQ-9 بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني په دهلران کې وموندل شول + ویډیو
Jul 17, 2026 06:18د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د دفاعي سیستم له خوا د یوې امریکايي MQ-9 بې پیلوټه الوتکې له ویشتل کېدو وروسته، د هغې پاتې شوني د ایلام ولایت د دهلران ولسوالۍ په یوه سیمه کې موندل شوي دي.
-
سردار شکارچي: امریکا او جعلي صهیونیستي رژیم په سیمه کې د پاتې کېدو حق نه لري
Jul 17, 2026 06:05د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړی ویاند، سردار ابوالفضل شکارچي، ویلي چې امریکا او د اسرائیلو رژیم په سیمه کې د حضور حق نه لري.
-
ایران د امریکايي ښځې د خوشې کېدو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه
Jul 17, 2026 05:57د ایران قضايي ادارې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې تهران یوه امریکايي ښځینه بندیواله خوشې کړې ده.
-
د خاتمالانبیا (ص) مرکزي قرارګاه پرېکنده خبرداری: که پر بیخ بناوو برید وکړئ، د سېمې ټولې پاتې بیخ بناوې به په نښه کړو
Jul 16, 2026 12:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړ: که د ایران د بیخ بناوو په نښه کولو ګواښ عملي شي، هر هغه څه چې د ایران د زغم له امله تر اوسه سالم پاتې دي ـ یعنې د سیمې ټولې بیخ بناوې ـ به د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو د پولادي بریدونو لاندې له منځه یووړل شي.
-
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له خوا په بحرین کې د صهیونیسټي دښمن د هوايي رادار او د جنګي الوتکو د سونګ زېرمو له منځه وړل
Jul 16, 2026 18:01پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د بحرین د شیخ عیسی په اډه کې د متجاوز دښمن د هوايي کشف او کنټرول رادار او د جنګي الوتکو د سونګ زېرمو د پمپ سټېشن په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.