-
امریکا پر هسپانوي بېړیو د هر سفر لپاره د دوه لکه ډالرو مالیاتو اخستو وړاندیز کړی
Oct 15, 2026 13:56پارس ټوډې – د امریکا د سمندري سوداګرۍ فیډرالي کمیشن پر هسپانیا تور پورې کړی چې د امریکا بیرغ لرونکو بېړیو ته ئې د دغه هېواد بندرونو ته لاسرسی محدود کړی دی. دغه کمیشن وړاندیز کړی چې د هسپانیا د بیرغ لرونکو بېړیو پر هر سفر ۲۰۰ زره ډالره محصول ولګول شي او د دغه اروپائي هېواد پر ځینو وارداتي توکو هم محدودیتونه وضع شي.
-
د ایران پر ملکي وګړو د بریدونو په اړه د امریکا په کانګرس کې راپورته شوې اندېښنې(سیاسی تبصره)
Oct 15, 2026 13:19د ایران په ضد د امریکا د جنګ په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د امریکا د کانګرس د لسګونو غړو وروستي اعتراضونه ښئي چې د جنګ انساني لګښتونه یوازې د جنګ په ډګر پورې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې د امریکا په سیاسي او حقوقي بنسټونو کې ئې هم جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
-
د ایران د فرنګيکُشتۍ له ۲۳کلونوکم عمره ملي لوبډلې د نړۍ اتلولي وګټله
Oct 15, 2026 11:54پارس ټوډې - د ایران لپاره عرفان جرکني په ۶۳ کیلوګرام وزن سره ، ابوالفضل مهمدي په ۸۲ کیلوګرامه وزن او یاسین یزدي په ۸۷ کیلوګرامه وزن سره د سرو زرو مډالونه وګټل.
-
د البانیا پولیسو حکومت ضده لاریون کوونکي په سخته وځپل
Oct 15, 2026 11:28پارس ټوډې – د البانیا په پلازمېنې تیرانا ښار کې بلوا ضد پولیسو د اوبو شیندونکو ګاډو او اوښکې بهوونکي ګیسو په کارولو سره پر حکومت ضده لاریون کوونکو برید وکړ. په دغو نښتو کې ۱۴ پولیس ټپیان شوي او ۳۵ لاریون کوونکي هم ونیول شول.
-
د سپاه پاسداران ویاند: له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته مو لاپرمختللو وسلو ته لاسرسی موندلی دی
Oct 15, 2026 05:54پارس تودي – سردار محبي وویل: ایران د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کښې تر ډېره د خپل پخواني نسل په وسلو تکیه کړې وه، خو له هغه وخت راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړي دي.
-
امیر البحر عظمایي: د امریکا د جنګي بیړیو د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو
Oct 14, 2026 10:49پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان، امیر البحر «علي عظمایي» په داسې حال کې چې ویې ویل د امریکا جنګي بېړۍ هرمز اوبلارې ته د نږدې کېدو جرات نه لري، زیاته کړه: «موږ انتظار باسو چې د امریکا جنګي بېړۍ هرمز تنګي اوبلارې ته نږدې راشي ، څو په سمندر کې یې ډوبې کړو. موږ شېبه په شېبه ورځې شمېرو چې دا پېښه رامنځته شي.»
-
د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په ملاتړ کې د بریتانیا پټې موخې
Oct 14, 2026 14:19پارستودی – بریتانیا د یمن پر وړاندې په جګړه کې د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي.
-
له ۲۳ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د غېږنیونې په نړیوالو سیالیو کې، مهمدي ایران ته لومړۍ د سرو زرو مډال وګاټه.
Oct 14, 2026 11:22پارس ټوډې – د ۲۳ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د غېږنیونې په نړیوالو سیالیو کې د ۶۰، ۶۷، ۷۲، ۸۲ او ۹۷ کیلوګرامه وزنونو د درېیم مقام او پایلوبې سیالۍ د چهارشنبې په سهار د تهران پر وخت، د امریکا په لاس وېګاس ښار کې ترسره شوې.
-
په اروپا کښې د ګازو بیه په تیرو څلورو کلونو کښې لوړې کچې ته ورسیدله
Oct 14, 2026 11:13پارس ټوډې-په لندن کې دیره د آی سي ای (ICE) بورس د معلوماتو له مخې، په اروپا کې د طبیعي ګاز بیه د لومړي ځل لپاره له سپټمبر میاشتې راهیسې په هر زر میټر مکعب کې ۱۰۰۰ ډالرو ته ورسېده او له ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې یې تر ټولو لوړه کچه ثبت کړه.
-
تریتا پارسي د روبیو د ایران ضد څرګندونو په هکله: امریکا په سیمې باندې د سلطې هڅه کوي
Oct 14, 2026 11:06پارس ټوډې – په واشنګټن کې د کوینسي څېړنیز مرکز اجرائیوي مرستیال او د نړیوالو چارو شنونکي «تریتا پارسي» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران ضد څرګندونو سره په غیرمستقیم ډول مخالفت وکړ او ویې ویل، د ایران پر ضد د امریکا د جنګ ریښه تل په سیمه کې د واک او سلطې د ترلاسه کولو په سیالۍ کې وه.