-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
غزې تړانګه د نیواکګرو اسرائیلو په هدیرې بدله شوي ده
Jan 24, 2024 01:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي « عزت الرشق» د قدس د نیواکګر رژیم د څلرویشتو پوځیانو هلاکت ته په اشارې سره وویل د جنګ له لومړیو څخه مو ویلي وو چې غزې تړانګه به د نیواکګرانو په هدیرې بدله شي.
-
د اسرائیلو رژیم په سیمه کښې د جنګ د زیاتولو هڅه کوي
Jan 24, 2024 01:09تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د عراق په اربیل سیمه کښې د اسرائیلو د جاسوسۍ د ادارې موساد په مرکزونو باندې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د تیرې اونۍ له توغندوي حملې وروسته په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم وروستۍ ترهګره حمله په سیمه کښې د جنګ د لمن د پراخولو لپاره د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کابینې د هڅو بیانونکي ده.
-
د نتانیاهو د استیضاح سره په تل ابیب کې د سیاسي کړکیچ دوام
Jan 23, 2024 10:58په تل ابیب کې د سیاسی کړکیچ په دوام کې د صهیونیسټ رژیم کارګر ګوند د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د استیضاح پلان پارلمان ته وړاندې کړ.
-
اسرائیل باید په سوریې باندې تیري بند کړي
Jan 23, 2024 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو له استازي »ګیر پډرسون» سره په کتنه کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ او د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې په اقدام ټینګار وکړ.
-
په نړیواله سویه له صهیونیسټ وحشي رژیم څخه د ملاتړ ډیر کمیدل:-
Jan 22, 2024 11:31د مورنینګ کانسلټ(morning consult) موسسې د نوي نظر سنجې پایلې ښودنه کوي چې د غزې له جنګ وروسته له صهیونیسټ رژیم څخه نړیوال ملاتړ په اوڅاره توګه کم شوی دی.
-
په فلسطین کې د عادلانه او تل پاتې سولې لپاره د اسلامی ایران وړاندیزونه
Jan 21, 2024 12:14د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبرد ناپيّلي غورځنګ په نولسمې غونډې کې چې د یوګینډا افریقائي هیواد په پلازمینې کامپالا ښار کې ترسره شوه،د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دایران د اسلامی جمهوریت وړاندیزونه مطرح کړل.
-
لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې
Jan 21, 2024 10:55د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې د اونیز پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. تېره اونۍ د غزې بدلونونه په لوېدیځه آسیا کې تر ټولو مهمې پېښې دي.
-
د بریتانیا خلکو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
Jan 21, 2024 02:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا په زرګونو خلکو د پرله پسې پینځلسمې ورځې لپاره د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
-
عمومي رایو ته مراجعه د فلسطین د مسلې حل لاره ده
Jan 21, 2024 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال« محمد مخبر» د ملګروملتونو له سرمنشي «انټونیو ګوټریش» سره په کتنه کښې وویل د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین د ټولو خلکو عمومي رایو ته مراجعه کول د فلسطین د مسلې یوازنۍ ډیموکراټیکه حل لاره ده.