-
غزه کې د ۳۰ نورو فلسطیني شهیدانو جسدونه وسپارل شول
Nov 01, 2025 02:49پارس ټوډی - د غزې د ناصر طبي کمپلیکس د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۳۰ فلسطیني اسیرانو جسدونه، چې د اسرائیلو په زندانونو او توقیفخانو کې شهیدان شوي، د اسرائیلو لخوا وسپارل شول.
-
په غزه کې د اسرائيلي بريدونو له امله د ۲۲ زرو زياتو ماشومانو شهادت
Oct 31, 2025 02:57پارس ټوډی - د غزې په ناصر طبي کمپليکس کې د ماشومانو او زېږون برخې مدير د پنجشنبې په ورځ وويل، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له بريدونو راهيسې تر اوسه په دې تړانګه کې له ۲۲ زرو زيات فلسطيني ماشومان شهيدان شوي دي.
-
آنروا: که تل ابيب اجازه ورکړي، موږ کولی شو هره ورځ غزې ته زر ټرکونه مرستې ورسوو
Oct 31, 2025 02:53پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو لپاره د مرستې او کارموندنې ادارې (آنروا) د رسنيو سلاکار د پنجشنبې په ورځ وويل، اوس مهال هره ورځ سلګونه ټرکونه مرستې غزې ته ننوځي، خو که تل ابيب وغواړي، د پنځو ځمکنيو لارو له لارې هره ورځ زر ټرکونه ورتللی شي.
-
په تلابیب کې د جبري پوځي خدمتونو پر ضد د ۲۰۰ زرو کسانو لاریون
Oct 31, 2025 02:44پارس ټوډی – د اسرائیلو د پوځ د خدمت مخالفو حریدی یهودیانو پرون په تلابیب او بیتالمقدس کې پراخه لاریونونه وکړل، چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته رسېده.
-
حماس: د بیت المقدس د کورونو د نړولو موخه د دوي د عربي او اسلامي هویت له منځه وړل دي
Oct 30, 2025 03:58پارس ټوډی - د حماس غورځنګ په ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني کورونو د نړولو ګواښونه د قومي تصفیې او د دغه ښار د عربي او اسلامي هویت د له منځه وړلو لپاره د فاشیسټي سیاست په توګه ګڼلي دي.
-
په غزه کې د ۱۰۴ نورو فلسطینیانو شهادت / د غزې د شهیدانو شمیر ۶۸،۶۴۳ ته ورسید
Oct 30, 2025 03:53پارس ټوډې - د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د اوربند د سرغړونکو بریدونو په پایله کې په یو شواروز ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
د لبنان ولسمشر د حزب الله د بې وسلې کولو له پلانه په شا شو
Oct 29, 2025 01:18پارس ټوډی – د لبنان الاخبار ورځپاڼې په راپور کې ویلي چې د لبنان ولسمشر د متحده ایالاتو او لویدیځو هېوادونو ددباؤنو په ځواب کې چې د حزب ا... د بې وسلې کولو د پلان دپلي کولو لپاره دی،ووئیل؛ د داسې یوې پرېکړې د زور خبرې پلي کول ناممکن دي او دا به داخلي جګړې ته لاره هواره کړي.
-
په ترکیه کې د نتنیاهو سمبولیک اعدام؛ د ترابزون کارګرانو د غزې د جنایتونو خلاف اعتراضي لاریون وکړ
Oct 26, 2025 03:51پارس ټوډې - د ترکیې په ترابزون ښار کې، ساختماني کارګرانو په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جرمونو او جنایتونو خلاف خپله غوسه په سمبولیک عمل کې د "بنیامین نتنیاهو" د ګواډاګي په کرین ځړولو سره څرګنده کړه.
-
لاریجاني: د اسرائیلو په حساسو اهدافو د ایران د ۴۵ توغندیو لګیدل تایید شوي دي
Oct 26, 2025 01:17پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د صهیونیسټي رژیم په رسمي سرچینو باندې په استناد سره وویل چې په ۱۲ ورځني جنګ کښې د ایران له خوا توغول شوي ۴۵ توغندي، د اسرائيلو د رژيم په حساسو سیمو باندې لګیدلي دي.
-
آنروا موسیسه ولې په غزه کې د سیاسي دباؤنو په نښه شوې؟
Oct 25, 2025 11:31آنروا (UNRWA) چې د فلسطینيو کډوالو لپاره د امدادرسانۍ او د کارکسب د موندولو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړې اداره ده، په تیره بیا له تېر کل راهیسې ئې د اسرائیلو او د متحده ایالاتو په څېر دهغو د متحدانو له خوا دله ډیرو سیاسي دباؤنو سره مخ شوې ده..دادباؤنه ډېرې ادعاوې لري چې آنروا له حماس سره تړاو لري، خو ملګرو ملتو دا ادعاوې رد کړې دي او وایي چې د دې ادعاوو لپاره کوم معتبر ثبوت نشته.