-
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره ټلفوني خبرې کړي دي
Sep 16, 2023 08:02پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د تعلیم د خپراوي ۳ افغان فعالان د سخاروف جایزې ته نومول شوي
Sep 15, 2023 09:53اروپايي پارلمان د سږ کال سخاروف جایزې ته درې افغانان نومولي چې د تعلیم د پراختیا لپاره یې هلې ځلې کړي دي.
-
د روغتیايي ستونزو کمولو لپاره دې له بهر مېشتو افغان متخصصینو څخه کار واخیستل شي
Sep 15, 2023 09:36د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره باید د ضرورت په وخت کې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او متخصصو کادرونو څخه استفاده وشي.
-
جلال آباد کې د ښار د بڼې بدلون په موخه ګڼ شمېر پروژې پېل شوي
Sep 14, 2023 04:14د دې ولایت د سیمه ایزو چارواکو په وینا په دې پروژو کې ګڼ شمېر ښاریانوته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
یوه ښځه له ۲۵ کلونو وروسته د خپلو وروڼو له زندانه خوشې شوه
Sep 14, 2023 01:51د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، پولیسو د مالوماتو پر اساس د کابل ښار په لسمه ناحیه کې پر یوه کور عملیات کړي، چې په پایله کې یې یوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا زنداني شوې وه، خوشې شوې ده.
-
سواد او د سواد نړیواله ورځ
Sep 13, 2023 14:19لیک – لوست، زده کړه، پوهه ترلاسه کول او تعلیم د بشري نورو حقونو ترڅنګ؛ د هرانسان لومړنی او اساسی حق دی. سواد د انسان بصیرت لوړوي او د ترقۍ لوری ورښيي. سواد انسان له تیارې څخه رڼا ته بیایي. له همدې امله د بشریت د کلیزو پر مخ یوه ډېره روښانه ورځ د سواد نړیواله ورځ ده.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Sep 13, 2023 10:43د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د سلاموطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول
Sep 02, 2023 01:45سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلاموطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.
-
په کابل ښار کې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي
Aug 31, 2023 07:55طالبان وايي، چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې یې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼشمېر جرم کوونکي نیولي دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي
Aug 28, 2023 08:54د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي برخه ترلاسه کړې ده.