-
په یمن کې د امریکا په هوايي برید کې ۳۸ تنه مرسته رسوونکي او کاریګر په شهادت رسیدلي
Apr 18, 2025 09:28پارس ټودي - د یمن روغتیا وزارت د دغه هېواد په لویدیځ کې د حدیدې ولایت په راس عیسي نفتي بندر باندې د امریکا په هوايي بریدونو کې د ۳۸ یمني مرسته رسوونکو، کاریګرو او کارمندانو د شهادت او ۸۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
-
نوې نظرپوښتنه | د اسرائیلو د رژیم په وړاندې د امریکایانو کرکه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
Apr 17, 2025 12:41پارس ټودی - یوه وروستۍ نظرپوښتنه، چې د واشنګټن د «پیو» تحقیقاتي مرکز له خوا ترسره شوې، ښيي چې له نیمايي زیات امریکایان اوسمهال د اسرائیلو په اړه منفي نظر لري او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د غزې د جګړې له پیل وروسته د امریکایانو کرکه د اسرائیلو پر وړاندې نوره هم زیاته شوې ده.
-
د ټرمپ د بیا راتګ په سیوري کې د اروپايي اتحادیې لیدلوری؛ د دودیز لویدیځ پای
Apr 17, 2025 08:28پارس ټودی - د اروپايي کمیسیون مشرې، سپینې ماڼۍ ته د «ډونالډ ټرمپ» د بیا راتګ په پایله کې د رامنځته شویو تاریخي بدلونونو په اړه ویلي، د لویدیځ بلاک، لکه څنګه چې پخوا و، نور شتون نه لري.
-
د چین له اقداماتو د ټرمپ ویره؛ د واشنګټن پر ضد د ایتلاف جوړولو لپاره د بیجینګ هڅې
Apr 17, 2025 07:58پارس ټودی - د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د تعرفو جګړې د شدت په ترڅ کې ویلي، د چین ولسمشر «شي جینپینګ» ویتنام ته د امریکا متحده ایالاتونو د خرابولو په موخه سفر کړی.
-
د امریکایانو ضد ونقیض دریځونه د جدیت او ښه نیت نشتوالی ښئي
Apr 17, 2025 01:39پارس تودي - د امریکا د ولسمشر د منځنئ آسیا استازي او له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشراسټیو ویتکاف متضاد دریځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» غبرګون راوپاراوه.
-
د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په تخنیکي رول ټینګار وشو
Apr 17, 2025 01:34د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون ناوخته د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له مشر رافایل ګروسي سره په کتنې کې چې پرون تهران ته په سفر راغلی، د ایران د سیاست او ارادې په یادولو سره، چې د نړیوالو حقوقي ژمنو په چوکاټ کې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې سره تعامل او ملګرتیا ته دوام ورکوي، ټینګار وکړ، ایټمی آژانس باید خپل مسلکي او تخنیکي رول د خپلو دندو او مسئولیتونو په چوکاټ کې ترسره کړي، له دې پرته چې د ځینو له خوا له غیرقانوني او ناروا دباؤنه ومني .
-
یوه امریکایي شنونکي د میټا شرکت او صهیونیسټ رژیم ترمنځ نږدې اړیکې افشا کړې
Apr 16, 2025 10:18په داسې حال کې چې د نړۍ عامه افکار لا هم په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه په شوک کې دي، د نویو اسنادو افشا کول او د نړیوالی ټیکنالوژۍ په ډګر کې د دې رژیم د نفوذ د یوې تیاره کونج په اړه تحقیقاتو ښودلې چې میټا، د واټس اپ، انسټاګرام او فیسبوک مالک، اوس د اشغالګر رژیم د پخوانیو استخباراتي افسرانو د راټولیدو مرکز او د فلسطینیانو په وړاندې په دښمنانه پالیسیو کې مستقیم ګډون ګرځیدلی دی.
-
د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستیقمو خبرو څخه قاهرې هرکلی وکړ.
Apr 14, 2025 02:46د مصر د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا خبرې به مثبتې پایلې ولري.
-
چینايي شنونکی: اعتماد جوړونه د ایران د اټمي موضوع حل لاره ده
Apr 14, 2025 02:42د چین یو شنونکي د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره دا یو مثبت ګام بللی او دوامداره دیپلوماسي او اعتماد جوړونه یې د ایران د اټمي موضوع حل لاره بللې ده.
-
د امریکا تعرفهای جګړه؛ اقتصادي وده که د طوفان مخکې ارامي؟ د انګلستان اقتصاد په اړه شنونکي څه وايي؟
Apr 12, 2025 11:21پارس ټودي - د انګلستان د ملي احصایې دفتر وروستی راپور په داسې حال کې د دې هېواد د اقتصادي ودې خبر ورکوي چې شنونکي د امریکا د ولسمشر د جنجالي سیاستونو او تجارتي جګړې په سیوري کې د دې بهیر د دوام په اړه شک څرګندوي.