-
امریکا ته د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه خبرداری: د ایران سمندري کلابندۍ، د جنګ د پراخولو په معنا ده
Jul 28, 2026 10:07پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم مرکزي قرارګاه خبرداری ورکړ: د امریکا لخوا د ایران د غیر قانوني سمندري کلابندۍ اجرا کول په سیمه کښې د جنګ د پراخولو په معنا ګڼل کیږي او د ایران وسله وال ځواکونه به له امریکا سره چلند وکړي.
-
افغانستان ته د کډوالو د تجارتی مالونو لېږد رسمي تأیید ته اړتیا لري
Jul 28, 2026 14:52د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې افغانستان ته د کډوالو د سوداګریزو مالونو لېږد یوازې د اړوندې کمېټې له رسمي تأیید او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته ممکن دی.
-
د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو
Jul 28, 2026 14:25د افغانستان د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د فیضآباد ـ بهارک پر سړک د موټرسایکل سپَرو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
-
د ایران له خوا د امریکا د حیاتي راډارونو او ماډرن تجهیزاتو له منځه وړل؛ د پنټاګون لپاره نوې ستونزه
Jul 28, 2026 14:12پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو له خوا په کویت او بحرین کې پر امریکائي پوځي اډوپه متقابلو سختو ګوزارونوکې، چې د امریکا د هوائي او توغندوي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي، د امریکا یوشمیر مهم او حیاتي راډارونه او نور ماډرن تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
-
په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سېلابونو ۱۰۹ کسان قربانی کړل
Jul 28, 2026 13:14د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې وئيلي دي، د تېرې میاشتې موسمي بارانونو او سېلابونو تر نن سهار پورې په دغه هېواد کې د ۱۰۹ کسانو ژوند اخیستی دی.
-
ایران، عربستان او عمان د هرمز تنګي د ناامنۍ پر ختمولو ټینګار وکړ
Jul 28, 2026 12:54د ایران، سعودي عربستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د ثبات لپاره د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
-
په لوېدیځي غاړې کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو پلانونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Jul 28, 2026 12:42پارس ټوډې – د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویندوي ووئيل؛ د اسرائیلي رژیم لهخوا په نیواکي لوېدیځي غاړې کې د ښارګوټو جوړول هېڅ قانوني اعتبار نه لري او له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.
-
اختري: د انقلاب د ستر مشر ولایت محوره پیغام، د ایران او د حزب الله اتحاد تثبیت کړ
Jul 28, 2026 12:35پارس ټوډې- د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولې د لوړې شورا مشر د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ، د دغه غورځنګ مومنو او زړورو مبارزانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پیغام د مقاومت د محور په اوږدو او د ایران او د حزب الله ترمینځ د ولايي ارتباط د دوام په لاره کښې وباله.
-
د عراق په نجف ښار کښې د اسلامي انقلاب د مشر د درنښت د دستورو ترسره کیدل
Jul 28, 2026 10:54پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د درنښت مراسم په تیرې دوشنبې شپې د حسیني اربعین د زیارتوالو ، د ایران او د عراق د حکومتي چارواکو او د یوشمیر علماو په پرتمینه ګډون سره د اسلام د عراق په نجف کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ځاې ناستي او د وصي حضرت علي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې وشول.
-
غریبآبادي: ایران په خبرو اترو کې د امریکا طرحه د افراطي غوښتنو له امله رد کړه
Jul 28, 2026 05:54پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ویلي، په اسلاماباد کې د ایران او امریکا خبرې اترې د امریکا له داسې طرحې سره پیل شوې چې پکې افراطي غوښتنې شاملې وې، خو ایراني پلاوي دا طرحه په څرګند ډول رد کړه.