-
عراقچي: د ایران ولس هیڅکله نه پریږدي چې د هیواد برخلیک یې نور خلک وټاکي
Jun 28, 2025 07:53پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ایران ولس د ځان او د خپل هیواد د خپلواکۍ په ارزښت پوهیږي، ټینګار وکړ: د ایران ولس به هیڅکله پرې نږدي چې نور یې د هیواد برخلیک وټاکي.
-
پزشکیان: نړیواله ټولنه باید د یرغلګرو په وړاندې ډیر مسؤلانه چلند غوره کړي
Jun 27, 2025 18:55پارس ټوډی- د ایران ولسمشر وویل چې د تحمیل شوې ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې، د ایران وسله وال ځواکونه د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ د ایران د عزتمندو خلکو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په مشروع دفاع کې ښکیل وو.
-
د پاکستان د پارلمان مشر: تهران د اسلام آباد یو باوري ملګری دی؛ د صهیونیسټ رژیم د کړنو غندنه
Jun 27, 2025 18:59پارس ټوډی - د پاکستان د پارلمان مشر د صهیونیسټ رژیم د تیري په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملت د استقامت او بریا مبارکي وویله او د اوربند د هرکلي په ترڅ کې یې ټینګار وکړ چې وروستۍ ناکرارۍ او سیمه ایزبدلونونه به د تهران او اسلام آباد ترمنځ ملګرتیا نوره هم پیاوړې کړي.
-
جبلي: د جام جام پر ودانۍ باندې د صهیونیسټانو برید د حقیقت په بیان برید وو
Jun 27, 2025 18:41پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت دراډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر وویل: د صدا و سیما په سازمان برید، په حقیقت باندې څرګند تیری او د بشري حقونو او نړیوال امنیت د سختې سرغړونې دوام وو او پدې برید کې، د جګړې او د بیان د آزادۍ قانون ترمنځ قانوني پولې په قصدي ډول له پامه غورځول شوې دي.
-
عراقچی: آژانس په خپلو دندو عمل ونه کړ؛ د ملي ګټو د دفاع حق خوندي دی
Jun 27, 2025 18:13پارس ټوډی -، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي رییس د څرګندونو په ځواب کې ولیکل: ایران حق لري چې د خپلو ګټو، خلکو او حاکمیت د دفاع لپاره هر ډول اړین اقدام وکړي.
-
د تهران د جمعې خطیب: د ایران ولس د نړۍ د جنګونویوه نوې سویه تجربه کړه او بریالی شو
Jun 27, 2025 17:51پارس ټوډی - د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل: د ایران لوی ملت د صهیونیسټي - امریکایی یرغل په دې څو ورځو کې د نړیوالو جګړو یوه نوې کچه تجربه کړه.
-
د ایران ستر ولس ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دریم ویډیو پیغام
Jun 26, 2025 13:37د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي درېیم ویډیویي پیغام د ایران د عزتمن او ستر ملت په نوم:
-
کوم اقتصادي او ستراتیژیک سکتورونه د اسرائیلو په جګړه کې له ایران سره لوی زیانونه لیدلي؟
Jun 26, 2025 14:49پارس ټوډی - د غزې جګړې او په ځانګړي توګه د «وعده صادق ۳» په نوم توغندیز بریدونو د اشغالي ځمکو په ۷ ستراتیژیکو شرکتونو او اقتصادي سکتورونو ته لوی زیانونه اړولي دي.
-
تاجک خبریال: جګړې او ګواښونو د ایرانیانو په یووالي کې خلل نه دی اچولی
Jun 26, 2025 15:49پارس ټوډی - د تاجکستان یوې رسنۍ لیکلي، چې د ایران خلک د جګړه ېیزو شرایطو او بهرنیو ګواښونو باوجود، په ارامۍ او یووالي سره ولاړ دي او وروستیو فشارونو د دوی په یووالي او روحیه کې هیڅ خلل نه دی اچولی.
-
نړیوال سمندري سازمان کې د ایران د استازي مرستیال: د اسرائیلو رژیم هیڅ دیني یا انساني اصولو ته ژمن نه دی
Jun 26, 2025 15:42پارس ټوډی - په نړیوالې سمندري سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د اسرائیلو رژیم د وروستیو بریدونو په جریان کې د ایران د بندرونو او سمندري چارو سازمان د یوه کارکوونکي د شهادت انځور ښودلی او غوښتنه یې کړې، چې دا وحشیانه جنایت دې په نړیواله کچه ثبت شي.