-
د اسرائيلي رژيم د ترورسیاست د صهیونیسټانوامنیت څرنګه له مینځه یووړ
Aug 05, 2024 10:00پارس ټوډې- صهیونیسټي شناندي اعتراف کوي چې د شهید اسماعیل هنیّه ترور ته د ایران او حزب الله ځواب به،له هغه څه لازیات پراخ او مرګونی وي چې اټکل ئې کیږي.
-
په فلسطیني ټاټوبي کښې سټراټیجک انډول به د صهیونیسټي رژیم په ګټه بدل نه شي
Aug 05, 2024 01:11د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: په فلسطیني خاوره کښې سټراټیجکه موازنه به د سیمې په سویه هیڅکله د صهیونیسټي رژيم او د هغه د وهمي ملاتړو په ګټه وانه وړي.
-
د اسرائيلو له ترهه ګرو اقداماتو سره د ځينو اروپائي هیوادونو ملګرتیا
Aug 04, 2024 11:57د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د صهیونیسټي رژیم د سزاکولو لپاره له خپل روا حقه پر استفادې په ټينګار سره ، د ملګروملتو په امنیت شورا کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د لوړپوړي مشر د ترور د محکومولو په مخنیوي کې له امریکا سره په ملګرتیا کې د ځينو اروپائي هیوادونو په اقدام سختې نیوکې وکړې.
-
اسرائيلو اسماعیل هنیّه شهید کړ څو خپل نهیلیتوب پټ کړي
Aug 04, 2024 11:23د افغانستان د سرپرست حکومت ریس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د حماس غورځنګ د سیاسی دتفر د مشر اسماعیل هنیّه دترور په محکومولو سره ووئیل، اسرائيلي رژيم دغه اقدام وکړ،څو دغزې په جنګ کې خپله ناامیدي پټه کړي.
-
ایران پخپل ګاونډ کې یو باثباته افغانستان غواړي
Aug 04, 2024 11:10د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزار د جنوبی آسیاسیمې د چارو عمومی مدیر په کابل کې له افغانستان سره د ایران دنوي حکومت داړیکو ا ارزونې ناستې ته په اشارې ټينګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت باثباته او سوله ایز افغانستان غواړي.
-
د اسرائيلونسل وژونکي رژیم ته د ایران ځواب د مقاومتي ځواک اوخلکوخولې خوږوي
Aug 04, 2024 10:47د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره د ایران د ولس، د مقاومتي مبارز ځواک او دن ړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي ، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان رامیځةکونکي تیروتنه ونه کړي.
-
په غزې کې نسل وژنې په وړاندې د سپینې ماڼۍپر چپتیاامریکائي ډاکټرانو سختې نیوکې کړې
Aug 04, 2024 10:42د امریکا رضاکارو ډاکټرانو چې د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره د غزې تړانګې ته تللي دي، د امریکا ولسمشر ته په یوه لکی کې ئې په غزې تړانګې کې د صهیونسټانو د نسل وژنې په باب ددغه هیواد دحکومت په چُپتیا نیوکې وکړې.
-
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست: صهیونیسټي رژیم ته ځواب ویلو کې جدي هوډ لرو
Aug 04, 2024 12:10د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقیری پخپلې ایکس پاڼه لیکلي چې صهیونیسټ رژیم ته د ځواب ورکولو په برخه کې د ایران هوډ جدي دی.
-
ایران او قطر په غزه کې د سمدستي اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ
Aug 04, 2024 03:41د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال او د قطر امیر د سیمه ایزو مسائلو په تیره بیا په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او په غزه کښې د سمدستی او باعزته اوربند په ضرورت د تهران او دوحې په ګډو لیدتوګو ټینګار وکړ
-
د لبنان حزب الله د نیواکي ټاټوبي په شمال نوي حملې کړي دي
Aug 04, 2024 03:05د المسیره شبکې د راپور له مخې، د صهیونیسټ رژیم رسنیو اعلان وکړ چې د نیواک شوی فلسطین په شمال کښې دالخلیل په لویدیځ کې په «بطست او شلومی» ښارګوټو کښې د خطر الارم غږ شوی دی.