-
د ترکیې د غیږ نیونې په سیالیو کې د ایراني لوبغاړو اتلول
Mar 09, 2024 02:28د ایران د غیږ نیونې ملي لوبډلې لوبغاړو د ترکیې د وهابي امرې په سیالیو کې څلور د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او درې د برونزو مډالونه ګټلي دي.
-
د ایران په جنوب لوېدیځ کې د تېلو د دوو زېرمو استخراج
Mar 09, 2024 01:40د ایران په جنوب لوېدیځ کې د سپهر او جفیر د تېلو د زېرمو لومړی فاز چې د ورځې ۵۰ زره بیلرو تېلو د تولید ظرفیت لری، تر فعالیدو وروسته رسماٌ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
امیر عبداللهیان: د اسلامي انقلاب د رهبر د پاڼو بندول د میټا له لورې د بیان له ازادۍ سرغړونه ده
Mar 09, 2024 01:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په انسټاګرام او فیس بوک کې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پاڼو بندول د میټا شرکت له لورې د بیان له ازادۍ د سرغړونې سربېره یو غیرې اخلاقي او غیرې قانوني عمل بللی.
-
رئیسي د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ ټینګار وکړ
Mar 08, 2024 11:08د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ارمنستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې، د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ باندې په ټینګار سره، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو واکمنه قاعده، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د پردیو نه مداخله کول وبلل.
-
په نورستان ولایت کې د متخصصو ډاکترانو کمښت او د خلکو ستونزې، نور تفصیل په راپور کې واورئ
Mar 08, 2024 13:45د افغانستان په نورستان ولایت کې ځایي وګړي وایي چې د متخصصو ډاکترانو د کمښت له امله، اړ دي چې خپل ناروغان نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه ولیږدوي. د یاد ولایت روغتیایي چارواکي هم مني چې دغلته موجود متخصص ډاکتران، د خلکو ستونزې نه شي هوارولای.
-
په ننګرهار کې د چپلي کبابو ګرم بازار، په دې اړه راپور واورئ
Mar 08, 2024 13:14چپلي کباب د ژمې په موسم کې د جلال اباد مشهور خواړه دي چې خلک یې خوراک ته له لرې سیمو راځي.
-
پر صهیونیسټي رژیم د لا زیات نړیوال فشار راوړلو لپاره، د سویلي افریقا هڅه
Mar 08, 2024 12:57د فلسطین په خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام سره، سویلي افریقا د انصاف له نړیوالې محکمې غوښتي چې د دغه رژیم پرضد نور بېړني اقدامات وکړي.
-
د پاکستان لومړي وزیر د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ
Mar 08, 2024 11:29د پاکستان لومړي وزیر په مختلفو برخو کې، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هېڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي
Mar 08, 2024 10:44د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هېڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.
-
هند افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي
Mar 08, 2024 10:34یو شمېر افغان سوداګرو پرون په کابل کې د هند له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې سوداګرو ته دې د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.