-
امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې بېرته ترلاسه کړي
Aug 23, 2025 02:39د پاکستان د پوځ مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ددغه پوځ اړونده ادارو ،له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې او پوځي تجهیزات له تور بازار څخه بېرته واخلي؛ یو اقدام چې د اسلام اباد په باور کولی شي بلوه ګرو او ترهه ګرو ډلو ټپلو ته د دغو وسلو د لاسرسي مخه ونیسي.
-
ننګرهار کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په قتل تورن کسان ونیول شول
Aug 22, 2025 02:22په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي.
-
طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا ادعا رد کړه
Aug 22, 2025 02:06د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. هغه وویل، په اوس وخت کې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نشته.
-
له زابل څخه سږ کال شاوخوا ۷۰۰ ټنه کشته ترکیې ته صادره شوې
Aug 22, 2025 01:58د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې ته صادره شوې ده.
-
ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي شارژدافیر په توګه وګومارل شو
Aug 22, 2025 01:47د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له دوحې فعالیت کوي، ډان براون د دغه سفارت د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.
-
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Aug 21, 2025 01:54د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، اسحاق ډار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سترو پروژو تر څنګ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.
-
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخېزه ناسته ترسره شوه
Aug 21, 2025 01:44د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه.
-
د هرات ـ کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۹ ته ورسېد
Aug 21, 2025 01:38د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د هرات ـ کابل پر لویه لار د تېرې سه شنبې شپې د خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
حامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی
Aug 19, 2025 11:00د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.
-
افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړه
Aug 19, 2025 10:46د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه نېټه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لهخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه نېټه) په پرتمین جشن نمانځل کېږي.