-
د انقلاب معظم رهبر د صهيونیستي رژيم پر زوال او د اسلامي امت د یووالې پر اړتیا ټینګار وکړ
Apr 22, 2023 11:50د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ له مهمو مسائلو څخه وبلله او د غاصب رژیم تدریجي زوال ته یې په اشارې سره وفرمایل: دغه زوال چې څو کاله مخکې پیل شوی وو، اوس ګړندی شوی او اسلامي نړۍ باید له دې ستر فرصت څخه ګټه پورته کړي.
-
د ایران پر ضد د ایتلاف جوړولو د نتانیاهو هیله ناکامه شوه
Apr 22, 2023 08:51د لبنان د حزب الله د اجراییوي شورا مرستیال وویل: په فلسطین او سیمه کې وروستیو پرمختګونو او د مقاومت تحمیلي معادلات د ایران ضد ائتلاف د جوړولو لپاره د نتانیاهو خوب ناکام کړ.
-
د ایران او اماراتو د بهررنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ
Apr 22, 2023 08:30د ایران د اسلامي جمهوریت او اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو په ټلفوني خبرو کې د خصوصي سکټور په ګدون د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا پر ارزښت ټینګار وکړ.
-
د اسلامي امت په ژور پیوستون او عملي یووالي سره د لوړو اسلامي هیلو رامنځته کېدل شوني دي
Apr 22, 2023 07:59د ایران د اسلامي شورا مشر په دې باور دی چې د لوړو اسلامي هیلو تحقق د اسلامي امت په ژور پیوستون او عملي یووالي پورې اړه لري.
-
په افغانستان کې د امریکا حضور له جګړې پرته بله ګټه نه لرله
Apr 22, 2023 06:25د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول ګڼي. ښاغلی ابراهیم رئیسي د اسلامي هېوادونو د سفیرانو په یوه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ د افغانانو د برخلیک ټاکلو لپاره د دوی د ارادې د عملي کېدو وخت را رسېدلی دی.
-
د ایران او پاکستان د سوداګري مبادلاتو ارزښت له دوه میلیارډه ډالرو واوښته
Apr 19, 2023 07:31پاکستان کښې د ایران سفیر وویل: د ایران او پاکستان د سوداګري راکړو ورکړو د ارزښت اندازه د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کښې په اول ځل له دوه میلیارډ ډالرو واوښته
-
د فلسطین له مظلوم ملت څخه ملاتړ د ټولو اسلامي هېوادونو ګډ ټکی دی
Apr 17, 2023 01:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تهران کې د ترکیې د نوي سفیر د باورلیک د ترلاسه کولو په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د فلسطین له مظلوم ملت څخه ملاتړ د ټولو اسلامي هېوادونو ګډ ټکی دی.
-
د قاف سورې له ۳۱ تر ۳۷ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 15, 2023 13:17ګلونو اورېدونکو زمونږ نېکې پېرزوینې ومنئ د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې د تهران ریډیو له دغه لړۍ پوره پوره استفاده کوئ.که تاسو ته یاد وي په تېره برخه کې د قاف سورې تر دېرشم آیته رسېدلې وو په نننۍ برخه کې غواړو د دغه سورې له یو دېرشم تر اوه دېرشمو آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله.
-
د قاف سورې له ۱۶ تر ۲۲ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 15, 2023 13:01ګلونو اورېدونکو سلامونه ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو. په دې هيله چې تر پایه راسره ملګري پاتې شئ. په تېره برخه کې د قاف د مبارکې سورې پنځلسم آیت ته رسېدلې وو. په ننني پروګرام کې به د قاف سورې له شپاړسم تر دوه ویشتمو آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.
-
د حجرات سورې له ۱۰ تر ۱۲ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 15, 2023 11:28ګلونو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو په دې هیله چې په دغه نوراني آیتونو سره مو زړونه صیقل کړو او تر خپله وسه ترې استفاده وکړو. په تېره برخه کې د حجرات سورې نهم آیت ته رسېدلې وو، په نننۍ برخه کې غواړو د دغه سورې له لسم تر دولسم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.