-
په نړیواله کچه د ایران د لاسي غالیو ۱۰ نویو سیمو ثبتېدل او ۶۱ هېوادونو ته صادرات
Jun 06, 2026 14:32پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د غالیو د ملي مرکز مرستیال اعلان وکړ چې د ایران د لاسي غالیو ۱۰ نوې سیمې په نړیواله کچه ثبت شوې دي.
-
د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا لپاره د ایران او تاجکستان موافقه
Jun 06, 2026 12:19پارس ټوډې – د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر او د تاجکستان د صنعت او نوې ټکنالوژۍ وزیر د قرغیزستان په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د صنعت وزیرانو د غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د تهران او دوشنبې ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر پراختیا او اسانتیا ټینګار وکړ.
-
د میناب د شهیدو زدهکوونکو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پیغام: په کومه ګناه ووژل شول؟
Jun 06, 2026 11:57پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د میناب د شجره طیبه ښوونځي د شهیدو ماشومانو د ویر مراسمو انځورونه خپاره کړل. دغه ماشومان د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۹مه د امریکا په جنایتکارانه توغندیز برید کې شهیدان شوي وو. عراقچي لیکلي: «په کومه ګناه ووژل شول؟»
-
د یو شمېر محکوموکسانو له بخښنې، د مجازاتو له کمولو او بدلولو سره د اسلامي انقلاب د رهبر موافقه
Jun 06, 2026 11:39پارس ټوډې – د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت، د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی حسیني خامنهيي د ایران د قضائیه قوې د رئیس له غوښتنې سره موافقه وکړه چې له مخې یې د دوو زرو محکومو کسانو بخښنه، د هغوی د مجازاتو کمول او بدلول به تر سره شي.
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
بقایي: د بېګناه ماشومانو وژل پر انساني وجدان تعرض دی؛ بېګناه ماشومان په کومه ګناه په جګړو کې وژل کېږي؟
Jun 05, 2026 15:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «د یرغل له امله د قرباني شویو بېګناه ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: هر هغه ماشوم چې د یرغلګرو د جنګي جنایتونو له امله وژل کېږي یا زیان ویني، د انسانیت یوه برخه ورسره خاورو ته سپارل کېږي.
-
پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایرانیانو یووالی وستایه
Jun 05, 2026 15:17پارس ټوډې – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایران د خلکو یووالی وستایه.
-
د اسلامي همکاریو سازمان: د تلابیب اقدامات له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
Jun 05, 2026 15:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې عربي ډلې او د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدامات په منظم ډول د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
Jun 04, 2026 06:36پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.