-
د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شو
Jun 03, 2026 05:25د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په وروستۍ اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د سپاه د هوافضا ځواک له خوا د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شوی دی.
-
د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې ددغه هېواد د پالیسیو نتیجه ده.
Jun 03, 2026 05:00د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپائي ټولنې د بهرني سیاست د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو نتیجه ده چې د ده په خبره د افراطیت ملاتړ ئې کړی او د افغانستان پر ضد ئې ترې کار اخیستی دی.
-
حاجي بابايي: له هرمز تنګي څخه تېرېدل یوازې د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي
Jun 02, 2026 12:32پارس ټوډې – د ایران د پارلمان مرستیال رئیس ټینګار وکړ چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدل، د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي.
-
په هرمزتنګي کې د کشتیو دتګ راتګ او د امنیت دتأمین لپاره چمتو یو
Jun 02, 2026 05:01پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کې، ایران ته د جاپان د درملیزو او بشري مرستو مننه وکړه او د سیمهییزو ستونزو او کړکېچونو د حل لپاره ئې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر لارې د ایران پر ټینګې دریدا ټینګار وکړ.
-
تفسیر: د آسیا ـ پاسیفیک په سېمه کې د امریکا د متناقض سیاست موخې
Jun 02, 2026 11:53پارس ټوډې – د امریکا د جګړې وزیر د سنګاپور د شانګريلا په غونډه کې ویلي چې واشنګټن له خپلو آسیايي متحدینو او شریکانو څخه تمه لري چې خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنې ته لوړ کړي.
-
امنیت شورا: په لبنان باندې د اسرائیلو بریدونه توجیه نلري، دغه حملې سمدستي بندې شي
Jun 02, 2026 11:04پارس ټوډې – په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو په باره کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د بیلابیلو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوه او هغوې د دغو بریدونو د بندیدا او د لبنان له خاورې څخه د صهیونیسټ رژیم د وتلو غوښتنه وکړه.
-
د سپاه پاسدارانو کروز توغندي یوه بله امریکايي ـ صهیونیستي کشتۍ ښکار کړه
Jun 02, 2026 06:29وما النصر الا من عندالله العزیز الحکیم.::::::::::::::::::::::او بریا یوازې د خداي له لورې ده، هغه چې غالب او حکیم دی.
-
ملګرو ملتونو د ایران او امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
Jun 02, 2026 05:53د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې د ملګرو ملتو سرمنشي له ایران او امریکا غواړي چې خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا زیاتې او پیاوړې کړي.
-
د ایران خارجه وزیر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې وکړې
Jun 02, 2026 05:25د لبنان دبیروت په شاوخوا د اسرائیلو دپوځ یرغلونه او دغه راز د امریکائي چارواکو ورته د شنو اشارو ښودل داسې پيښې دي چې د ایران او امریکا ترمینځ ئې د خبرواترو پر بهیر جدی اغیزې شیندلي دي او د ایران اړونده چارواکو په دې اړه جدی او سخت خبرداري ورکړي دي.
-
په امریکا کې د سونګو او انرژئ بازار د ځوړتیا له خطرې سره مخ دی
Jun 02, 2026 05:10پارس ټوډې – د اوړي د سفرونو له موسم سره هممهاله او په امریکا کې د پيټرولو د زېرمو د پرلهپسې کمېدو په شرایطو کې، د امریکا د انرژۍ ادارې معلومات ښئي چې که دا وضعیت دوام وکړي،نو ۲۰۲۶ کال به د دغه هېواد په تاریخ کې د پيټرولو د زېرمو د دوامدار کمښت تر ټولو اوږد پړاؤ ثبت کړي.