-
د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د یمن ملاتړ د ستاینې وړ دی
Dec 01, 2023 09:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د ملي نجات د حکومت له سفیر ابراهیم الدیلمي سره په کتنه کې، د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د صنعا د ملاتړ قدرونه وکړه.
-
په جاپان کې یوه امریکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې ده
Nov 29, 2023 08:59د جاپان ساحلي ګارډ د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.
-
ننګرهار کښې یو ورځنی سیمینار جوړ شوی نور حال په دغه راپور کښې واورئ
Nov 29, 2023 06:41زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې د امریکايي اشغالګرو او مزدورې ادارې د وحشتونو څو مستندې بېلګې او د هغو ارزونه تر سرلیک لاندې یو ورځنې علمي سیمینار ترسره شو.
-
د لمر په حضور کې(۲۹) د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده
Nov 28, 2023 13:53د انقلاب ستر رهبر د 1402 کال شعار د "انفلاسیون کنټرول او د تولید وده" نومولې ده. په څو خپرونو کې، د تولید د ودې ټاکونکي لامونه؛ اړتیاوې او حل لارو ته اشاره کوو.
-
د غزې وژلې او ورانې مقاومت ډلې نورې پیاوړي کوي
Nov 27, 2023 02:17المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر «سید هاشم صفي الدین» وویل: د غزې تړانګې کابو پینځلس زره شهیدان او زیاتې ورانې به د مقاومت وس نور پسې زیات کړي.
-
له اسرائیلو بشپړه ملاتړ امریکا بې عزته کړي ده
Nov 27, 2023 01:41زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل د فلسطین د غزې جنګ په بې مخینې ډول د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجي سیاست له چیلنج سره مخ کړی دی.
-
د اوکراین ولسمشر له کاره لیرې کیږي
Nov 27, 2023 01:22تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د مشر پخواني سلاکار« ډاګلاس میک ګرګور» ایشوا کړه د ناټو د غړیو هیوادونو ځینو مشرانو د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه غوښتي دي چې سولې ته د رسیدا لپاره له خپلې څوکۍ څخه څنګ ته شي.
-
اسلامي ایران تل د فلسطین ملاتړی و او دی
Nov 27, 2023 00:44یرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلورڅلویښتو کلونو کښې تل د فلسطین اولنی ملاتړی و او دی او په دې هکله یې هر ډول مرستي کړي دي.
-
د غزې په چارو کښې د امریکا لاسوهنه په ماتي محکومه ده
Nov 27, 2023 00:14زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د غزې تړانګې خلک د حماس په وسیله د جایز ، د قانوني او د دغه سیمې له عمومي رایو څخه د راپورته شوي حکومت په توګه باید د غزې د راتلونکي په هکله فیصله وکړي او امریکا د غزې د خلکو لپاره د فیصلې د ترسره کولو او د لاسوهنې هیڅ ډول حق نلري او په دې زمینه کښې د واشنګټن هر ډول اقدام په ماتي محکوم دی.
-
"جان بولټن" هم د فلسطیني مقاومت پر وړاندې د "صهیونیسټي رژیم" ماتې ومنله
Nov 26, 2023 02:53د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار په یوه بیانیه کې منلې، چې حماس د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.