-
په تهران کښې د نړیوال استکبار جنایتونه نندارې ته وړاندې شول
Nov 04, 2023 01:22زمونږ خبریال راپور راکړی په تهران کښې له نړیوالو استکبار سره د مبارزې له ملي ورځې سره په یووخت «امریکا به روایت اسناد» په نوم سره یو شمیر طرحې نندرې ته وړاندې شوې.
-
امریکا د غزې د ټولو وژلو او غمیزو نیغ په نیغه مسووله ده
Nov 04, 2023 00:29زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
-
د مشر تابه ستر مقام فرمايي مړه دې امریکا یو شعار نه دی ؛ یوه کرڼلاره ده
Nov 02, 2023 12:24د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیرې چهارشنبې ورځ د هیواد له زرګونو زده کونکو او محصیلینو سره په کتنه کښې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې د ۱۳ نیټې پیښې امریکا ته د ایران د ملت ګوزار ورکول وبللې.
-
د افغانستان پرضد بایکاټونه له ترهګرۍ سره د مبارزې خنډ دي
Oct 29, 2023 09:23زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي ټينګار وکړ د افغانستان پرضد بایکاټونه له نشه ئیزو موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي خنډ دي.
-
صهيونيسټي رژيم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی
Oct 27, 2023 02:58د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل: صهیونیسټي رژیم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی.
-
امريکا کې وسلهوال برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان دي
Oct 27, 2023 01:58د امریکا په مېن ایالت کې یوه وسلهوال بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي او ۶۰ تنه نور یې ژوبل کړي.
-
امریکایي اسپېشل فورس غزه کې سخت ځپل شوی
Oct 26, 2023 09:53امریکایي ډګروال د فاکس نیوز وتلی مجري سره په مرکه کې وویل چي امریکایي اسپېښل فورس ځواکونو غزې ته له ننوتلو وروسته،د سختې مرګژوبلې له امله شاته شوي دي.
-
امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده
Oct 26, 2023 10:02د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له پرلپسې جنایتونو سره په مقابله کې، د غزې د خلکو صبر او ځواک او د دوی مظلومیت ته په اشارې سره وویل: اشغال شوي فلسطین ته د امریکې په ګډون، د نورو شرورو او ظالمو هېوادونو لکه: د انګلستان، فرانسې او آلمان د مشرانو پرلپسې سفر، د غاصب رژیم د له منځه تلو څخه د مخنیوي هڅه ده.
-
امریکا، بریتانیا او اروپایان د نسل وژني مسوول دي
Oct 24, 2023 02:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې میرمن شیرین مزاري امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د زیاتیدا مسوول وبلل.
-
امریکا د نوي نظم د رامینځته کولو وس نلري
Oct 24, 2023 02:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ولسمشر د دفتر ویاند دمیتري پسکوف وویل: امریکا د نوي نړیوال نظم د جوړولو جوګه نه ده.