-
د فلسطیني مبارزانو له خوا ۱۲ صهیونیسټي پوځیان هلاک او ټپیان شوي دي
Nov 02, 2024 02:06د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام کنډک ټینګار کړی چې د دغه مقاومتي ډلې مبارزانو د غزې تړانګې په شمال او د جبالیا کمپ په « القصاصیم » سیمه کې یو کور چې د صهیونیسټي اشغالګرو 12 عسکر پټ وو، له آر پي جي راکټونو سره په نښه کړی چې له امله یې هغوی مړه او یا ټپيان شوي دي.
-
په جرمني کې د ایران د قونسلګریو د تړل کېدو په اړه د عراقچي غبرګون
Nov 02, 2024 01:47د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د قونسلګریو د تړلو په اړه د آلمان د حکومت پریکړه یې په هغه هېواد کې د مېشتو ایرانیانو پر وړاندې یو تحریمي عمل وباله.
-
په بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي
Nov 01, 2024 12:32د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې په یوه برید کې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
-
په امریکایي وسلو سره د فلسطینیانو نسل وژنه
Nov 01, 2024 11:12په غزه کې په امریکايي وسلو سره د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام، د امریکا په سیاسي ناستو او رسنیو کې د اختلاف وړ موضوع ګرځېدلې ده.
-
د لبنان په سویل کې کابو زر تنه صهیونیسټان مړه او ژوبل شوي دي
Nov 01, 2024 10:33د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې اعلان کړی چې د لبنان په سویل کې د ځمکنیو جګړو له پیله تراوسه، کابو زر تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
-
د لمر په حضور کې - په ایران کې د شهیدانو له کورنیو سره د آیت ا... خامنه يي لیدنه
Nov 01, 2024 10:20د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه، د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي یو ښکلی دود دی. دا صمیمي لیدنه په ټول کال کې څو ځلې ترسره کېږي او په صمیمي او معنوي فضا کې د شهیدانو یاد او خاطرې تازه کېږي. آیت ا... خامنه يي په دې وروستیو کې د امنیت شهیدانو له کورنیو سره لیدنه کړې وه.
-
د فلسطین د دفاع په برخه کې د سویلي افریقا نوی حقوقي ګام
Oct 30, 2024 12:27په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام، د سویلي افریقا حقوقي ټیم دې ته اړ کړ چې د اسرائیلو پر وړاندې نږدې ۵ زره پاڼې لرونکې دسیه، د عدالت نړیوالې محکمې ته وسپاري.
-
ایران د آنروا پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پریکړه وغندله
Oct 30, 2024 09:37په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فلسطین د کډوالو د ادارې (آنروا) په نښه کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د وروستۍ فیصلې په غندلو سره وویل: غزه د تباهۍ او کړاوونو د زغملو په حال کې ده.
-
امریکا پر ایران د صهیونیسټي رژیم په برید کې ترټولو زیاته همکاري کړې ده
Oct 30, 2024 09:22د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایران په خلاف د صهیونیسټي رژیم د وروستي تیري په اړه وویل: امریکا په دغه برید کې زیاته ملګرتیا کړې ده.
-
ملګرو ملتونو د غزې تړانګې په شمال کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړ
Oct 30, 2024 09:00د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) اعلان کړی چې د غزې تړانګې په شمال کې کړکېچ د قحطۍ لامل کېدای شي او دغه سازمان د دې وضعیت د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.