-
د اوکراین ولسمشر د اټومي جنګ کوشش کوي
Oct 28, 2022 02:08الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دنیا کښې د اټومي جنګ د پیلولو کوشش کوي.
-
حسن نصر الله د ایران ملت او مشر تابه ته تسلیت ووایه
Oct 28, 2022 01:57فارس خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصر الله د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د جنایتکاره اقدام په هلکه د ایران خلکو او د اسلامي انقلاب ستر لارښود ته تسلیت ووایه.
-
د ایران خلک د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو رول نه هیروي
Oct 28, 2022 01:00فارس خبري اژانس وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو په دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر علي بحریني وویل: د ایران خلک د هغو هیوادونو چې ترهګرو ته یې پناه، تدارکات او انګیزه ورکړي ده رول او مسئولیت نه هیروي.
-
د ټول اسلامي ایران خلک نن سترې مظاهرې کوي
Oct 28, 2022 00:32زمونږ خبریال وايي د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د ایران له غیرتمنو خلکو وغوښتل نن د جمعې ورځې له عبادي او سیاسي لمانځه ترسره کولو وروسته امریکا او صهیونیزم ته د اړونده ګوډاګیانو له دسیسو څخه خپل نفرت او کرکه اعلان کړي.
-
ایران کښې ترهګرې حملې ۱۳ کسان شهیدان کړي دي
Oct 26, 2022 18:31زمونږ خبریال وايي نن د ایران د اسلامي جمهوریت په شیراز ښار کښې په شاهجراغ سپیڅلي حرم کښې د ماښام د لمانځ په وخت د یوه تکفیري ترهګر لخوا په لمونځ ګزارو باندې په ټروریسټي حملې کښې تراوسه پینځلس کسان شهیدان شوي او څلویښت نور ژوبل شوي دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
-
د سعودي او امارات په یرغلګرو د یمن ځوابي بریدونه
Oct 22, 2022 03:00د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند تېره شپه په امارات او سعودي باندې د نویو بریدونو د تر سره کېدو خبر ورکړ.
-
د قفقاز د هیوادونو ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي
Oct 21, 2022 08:21د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د قفقاز د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي، مونږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره خپل مخالفت په ښکاره توګه څرګندوو.
-
د صهیونیسټانو په ډزو کښې د یو ډاکټر په شمول دوه تنه شهیدان شول
Oct 15, 2022 03:52د فلسطین روغتیا وزارت په لویدیځې غاړې کښې د یو مرسته کونکي فلسطیني ډاکټر د شهادت خبر ورکړ
-
پوتین: په کریمه پل باندې ترهګره حمله یوکرین کړې ده
Oct 10, 2022 03:49د روسیې ولسمشر پرون وویل چې د یوکرین ځانګړی سروس د کریمه پل د چاودنې د ترهګرو عملیاتو د طراحۍ او اجرا عامل دی
-
هیوادونو کښې د هزاره قوم په ملاتړ کښې مظاهرې وشوې
Oct 09, 2022 07:55زمونږ خبریال وايي د نړۍ په شپږنوي ښارونو کې د افغانستان ښاریزو په مظاهرو سره په هیواد کې د هزاره قوم نسل وژله وغندله.