-
د دښمن د ژمنې ماتول به له سخت او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 20, 2026 05:05پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د جنګ پای ته د رسېدو د تفاهملیک او مذاکراتو د بهیر په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام په تعقیب سره وویل: د ایران ملت او د اسلام مبارزان د خپل حکومت د چارواکو تر شا د غر په څېر کلک ولاړ دي.
-
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام؛ ایران او نیوزیلنډ ۲-۲ مساوي شول / د لاسانجلس په لوبغالي کې د میناب ۱۶۸ شهیدانو یاد تازه شو
Jun 16, 2026 12:04پارس ټوډې- د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې د سېشنبې سهار په ۴:۳۰ دقیقو له نیوزیلنډ سره لوبه وکړه چې په پای کې دا لوبه د ۲-۲ په مساوي پایلې سره پایته ورسېده.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند: د ایران په دفاع کې به یوه شېبه هم ځنډ ونه کړو
Jun 16, 2026 11:47پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند په دې ټینګار سره چې وسلهوال ځواکونه به د ایران په دفاع کې یوه شېبه هم ځنډ ونه کړي، وویل: تر وروستۍ شېبې او وروستۍ سلګۍ پورې به د ایران د ملت ساتنه کوو.
-
سردار قاآنی: هرځاې چې امریکايي-صهیوني دښمن له مقاومت سره ښکیل شوی، شرمیدلی دی
Jun 16, 2026 11:46پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان وویل: امریکايي او صهیوني دښمن چې په هر ځاې کښې له مقاومت سره ښکیل شوی، په شرمونو شرمیدلی دی.
-
د ایران خلکو او وسله والو ځواکونو ثابته کړه چې دښمنان د ماتې له منلو او تسلیمیدا پرته بله لاره نلري
Jun 15, 2026 03:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم مرکز په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ د ایران خلکو او ولس ثابته کړه دښمنان د شکست له منلو او تسلیمیدا پرته بل هیڅ لاره نلري.
-
امیرالحبر سیاري: د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر ټینګ کنټرول لاندې دي
Jun 13, 2026 06:48پارس ټوډې — د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال او د لوی درستیز د دفتر رئیس، امیرالبحر حبیبالله سیاري، ویلي چې د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر کلک کنټرول لاندې دي او هېڅ بېړۍ د ایران له اجازې پرته د تېرېدو توان نه لري.
-
سپاه پاسداران: ګوته مو پر ماشه ده او د دښمن هرې محاسبوي تېروتنې ته د پښېمانوونکي ځواب ورکولو لپاره چمتو یو
Jun 12, 2026 12:11پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د «۳ وعده صادق » عملیاتو او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د دویم تپل شوي جنګ د کلیزې په مناسبت اعلان وکړ: نن د ایران اسلامي جمهوریت د سپېڅلې دفاع او د ۱۲ ورځني او ۴۰ ورځني تپل شویو جګړو په تاریخي مبارزو کې له ارزښتناکو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره، ګوتې پر ماشه، د دښمن هر ډول ګواښ، تېري، تعرض یا احتمالي محاسبوي تېروتنې ته د قاطع، سمدستي، دردناک او پښېمانوونکي ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.
-
د جنګ اور به د سیمې له ناامنۍ ورهاخوا لا پراخ شي
Jun 12, 2026 05:16پارس ټوډې- د حضرت خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي غونډ قوماندان امریکا ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې که یو ځل بیا پر اتل ایران برید وکړي، نو تر پخوا به له لا سخت ځواب سره مخ شي او د جنګ اور به نه یوازې په سیمې کې ناامني زیاته کړي، بلکې لا پراخ او له سیمې به ورهاخوا وغزیږي.
-
د دوو وروستیو جنګونو تجروبې ښودلې،ایران د ګواښ او دباؤ پر وړاندې شاتګ نه کوي
Jun 12, 2026 05:04پارس ټوډې – د ایران د دفاع وزارت ویاند، سردار رضا طلائينیک وویل: د دوو وروستیو جنګونو تجروبو وښودله چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د ګواښ اودباؤ په وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي او د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخې کې له هېچا سره ملاحظه نه کوي.
-
د ایران سپاه پاسداران د امریکا د جنګي الوتکو د دیره کولو ځاې تباه کړ
Jun 11, 2026 10:22پارس توډې- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د عمومي اړیکو دفتر په یوې اطلاعیې کښې د امریکا د ایف پینځلس، ایف شپاړس او د ایف پینځه دیرش جنګي الوتکو د دیره کیدا د ځایونو د ویجاړولو خبر ورکړ.