-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی
Jan 19, 2024 01:22د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
له پاکستان سره د افغانستان د پولې د تړل کیدا په باب افغان طالبانو سخت خبرداری ورکړ
Jan 18, 2024 09:28د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان کړی که د پاکستان له حکومت سره د پولې په اړه په خبرواترو کې کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو ددواړو هیوادونو پولې به د همیشه لپاره وتړي.
-
په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
په لوګر کې یوې راډیو خپرونې پیل کړې
Jan 15, 2024 08:38د افغانستان په لوګر ولایت کې د سرپرست حکومت سیمه ایز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د «راډیو عینک» په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې دي.
-
کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 14, 2024 02:03د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایووا او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پرمهال ټینګار شوی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.
-
جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي
Jan 12, 2024 02:20د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئیسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».