-
ستاسو خپل خطونه ،پيغامونه او شعرونه د تاسو پخپل هرکله راشه پروګرام کې
Jun 28, 2021 12:23ستاسو په خطونو،پيغامونو ،بریښنا لیکونو ښو ښو شعرونو اوغږیزو پیغامونومشتمل،ستاسوخپل پروګرام هرکله راشه دلته آوریدلی شئ .
-
دامریکاد مبارزي له شل کنو ډنډورو سره سره په افغانستان کې ولې نشه ایز توکي ختم شوي نه دي ؟له پوهنتوني استاده ئې آورو
Jun 28, 2021 12:03په افغانستان کې د امریکاد مبارزې له شل کلنو ډنډورو سره سره په دغه جنګ ځپلي هیواد کې دنشه ایزو توکو د مخنیوي نه کیدا او دغه راز د نشه ایزو توکو د ورځې په مناسبت د ننګرهار د پوهنتون استاد او تکړه ټولنیز فعال ضیاالرحمن حسرت خپل نظر داسې بیانوي .
-
په میدان وردگو ولایت کې د اتلس لکه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Jun 28, 2021 11:53تردې لس ورځې وړاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د (جلریز) ولسوالۍ په (درې زیارت) سیمه کې د کرهڼیزو ځمکو خړوبولو په موخه د (۱.۸) میلیونو افغانیو په ارزښت د (۱۹۳) متره په وږدوالي د اوبو یو کانال او دوه د اوبو ذخیره کولو حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
-
امریکې ته په عراق کې د مقاومت د ډلو خبرداری
Jun 28, 2021 11:51په عراق کې د مقاومت ډلو اعلان وکړ چي د الحشد الشعبی په ولسي ځواکونو باندې د امریکې د هوایي بریدونو غچ به واخیستل شي.
-
طالبان وائي په غزني کې ئې هم ۴ ولسوالۍ نیولي خو امنیتي چارواکي ئې نه مني
Jun 28, 2021 11:37(۳۵۰) تنه افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي او له(۱۵۰) سلو نه ډیر ټانګونه اورینجرموټران او په یادو ولسوالیو کې ، مهمات او یو شمېر وسلې هم هم دطالبانو لاسته لویدلې.نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال له خولې په ګډه سره آورو
-
طالبان وایي په پکتیکا کې یې یوې ولسوالۍ ته سقوط ورکړی،خو افغان چارواکي دغه ادعا رودي
Jun 28, 2021 11:00د افغانستان مختلفې سیمې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو دځپل مینځیونښتو ډګرونه جوړ کړي او داسې کومه ورځ نشته چې د لسګونو عامو خلکو وینه ونه بهیږي .
-
افغانستان د سولي د بهیر په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له وړاندیز څخه هرکلی وکړ
Jun 28, 2021 07:57د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان د افغان سولي سره د مرستي په موخه د افغانستان، ایران او پاکستان تر مینځ د درې اړخیزي غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
-
په ننګرهار کې په لسګونو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي
Jun 28, 2021 07:05د افغانستان د ننګرهار امنیتی مسئولانو وئیلي دي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په مختلفو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو په ضد پاکونکوعملیاتو کې اوڅاره پرمختګونه ئې کړي دي ،همداراز په ځینو سیمو کې د طالبانو حملې هم په شاتنبول شوي دي . په دې اړه له ننګرهاره زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .
-
په نیواکي فلسطین کې د مظلوموفلسطنیانو د راتلونکي په اړه د شناندو نظرونه دلته آوریدلی شئ
Jun 27, 2021 10:32په نیواکي فلسطین کې د وروستیو ترینګلتیاؤ او د اسرائيلو د وروستیو انتخاباتو دنتیجو په اړه د د پاکستان دکویټه ښار د سفیر جامع جومات امام او خطیب مولانا عبدالرحمن نورزئ او تکړه شناندی او کارپوه ډاکټر علی واحدي خپل نظرونه داسې څرګندوي .
-
په میدان وردګ کې د افغان پوځ اوطالبانوترمینځ په نښتوکې په لسګونوکسان وژل شوي
Jun 27, 2021 08:54هڅه مو وکړه په دې اړه دمیدان وردګو ولایت د سیمه ایزو چارواکو نظر واخلو خو بې ځوابه پاته شو