-
د افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان خوشي کړي
Feb 28, 2020 00:50فارس خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به د افغانستان حکومت پینځه زره (۵۰۰۰) طالبان خوشي کړي .
-
طالبانو په غزنی کې له حکومت سره د ملګرتیا په تور دوه کسان ونیول
Feb 27, 2020 12:31طالبانو داکسان په دې تړاو نیولي چې دوی د دولت همکاران او یا هم د غزنی دملي راډیو ټلویزیون همکاران دي چې له یو تن نیول شوی کس په تیښته بریالی شوی او یو تن لا له طالبانو سره دی.
-
د برجام په ساتنې او د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له ستنولو سره په مخالفت د روسيې تاکيد
Feb 27, 2020 12:48روسيې د څلور جمع يو ډلې د يو غړي په توګه تل د برجام د ساتنې په ضرورت تاکيد کړے او دغه موافقه يې د سيمه ايز او نړيوال امنيت او صلحې د ساتنې په زمينه کښې يو مهم رول لوبونکې بللې ده.
-
ننګرهار کی د طالبانو پر خلاف پیل شوي پوځي عملیات ځنډول شوي
Feb 27, 2020 12:00دتاوتریخوالي د کمښت له پیله تر دامهاله په ختیزو ولایتونووکې د ناامنۍ کومه پام وړ پیښه نده رامینځته شوې. د طالبانو له لورې د اتیا سلنه تاوتریخوالي د کمښت موده دشنبی په شپه پر دولسو بجو پای ته رسیږي او ټاکل شوی چې د شنبی په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د وسله والو طالبانو او امریکا تر مینځ هوکړه لاسلیک شي.
-
سهیل شاهین: طالبان او افغانستان حکومت به د یو بل شپږ زره بندیان خوشي کړي
Feb 27, 2020 10:55د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي د سولې هوکړه به د شنبې په ورځ لاسلیکېږي
-
د تاوتریخوالي د کمولو د طرحې له اجرا کیدو سره سره د افغانانو د تلفاتو زیاتوالی
Feb 27, 2020 09:40په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمېدو د طرحې په اعلان شويو ورځو کښې د افغانانو د ژوبل او تلفاتو شمیر تر ۶۷ رسیدلی دی.
-
د طالبانو له پخوانیو چارواکو د سولې په چارو کښې د امریکا د ځانګړې استازې سره کتنه
Feb 27, 2020 09:20زلمې خلیلزاد د سولې د بهیر او د طالب بندیانو د ازادولو د څرنګوالی په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
-
عمران خان قطر ته لاړ
Feb 27, 2020 08:40د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له قطر چارواکو سره د خبرو اترو لپاره یو ځل بیا دغه هیواد ته سفر کوي.
-
د افغانستان د خلکو د پاکو رایو دفاع به وکړو
Feb 27, 2020 01:32تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ثبات او د همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله په دغه هیواد کښې د موازي حکومت د رامینځته کولو لپاره د هڅو د بندیدا په اړه د امریکا د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دغه ټیم به د خلکو د پاکو رایو دفاع وکړي .
-
امریکا میں کورونا کے ممکنہ پھیلاؤ کا خدشہ
Feb 26, 2020 09:08امریکی حکام کورونا وائرس سے نمٹنےکیلئے تیار رہیں۔