-
۶۶ میلیارده ډالره، د غزې او لبنان پر ضد د اسرائیلي رژیم د جګړې لګښتونه
Oct 09, 2024 08:30پارس ټوډې - یوې امریکايي خپروندوی په لوېدیځه آسیا کې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پر سترو لګښتونو بحث کړی دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: فلسطین د نړۍ لومړۍ مسله ده
Oct 08, 2024 14:02د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، نن سبا د فلسطین مسئله په نړۍ کې لومړۍ مسله ګرځېدلې ده.
-
الاقصی طوفان په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده
Oct 08, 2024 13:52د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي مرستیال وویل، د الاقصی طوفان عملیات د مقاومت د شتون او رول له لارې په لوېدیځه آسیا کې د بدلون پیلامه ده.
-
د غزې په جګړه کې د اروپا متضاد دریځونه؛ له بندیز څخه د وسلو تر پلور پورې
Oct 08, 2024 13:07د لوېدیځو هېوادونو له ټولو ادعاوو سره سره، چې په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف په جنګ کې، د اسرائیلو د بندولو هڅه کوي؛ پر صهیونیسټي رژیم د وسلو خرڅلاو اوس هم دوام لري او په عمل کې دغه هېوادونه اوس هم د اسرائیلو ملاتړي دي او د فلسطین او لبنان د خلکو پرضد په جنګ کې صهیونیسټي رژیم تجهیزوي.
-
صهیونیسټ رژیم باید د یمن لخوا د توغندیو د ویشتلو انتظار وکړي
Oct 08, 2024 00:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» د صهیونیسټ رژيم پرضد د طوفان الاقصی د عملیاتو له کلیزې سره په یووخت څرګندونو کښې د فلسطین او د سیمې د مقاومت ډلو د کړچار د ستاینې په ترڅ کښې په راتلونکو ورځو کښې په نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) باندې د توغندیو د ورویشتلو لپاره د یمن د وسله والو ځواکونو د فیصلې خبر ورکړ.
-
د امریکا ډاکټرانو په غزې کښې د اسرائیلو جنایتونه لیدلي دي
Oct 08, 2024 00:37ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا نهه نوي (۹۹) ډاکټرانو چې په غزې تړانګه کښې یې په خپله خوښه کار کاوه له خپل حکومته وغوښتل چې سمدستي له صهیونیسټ رژیم څخه پوځي، اقتصادي او ډيپلوماټیک ملاتړونه بند کړي.
-
د اسرائیلو ډیرې خلک د مهاجرت کولو کوشش کوي
Oct 06, 2024 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل د اسرائیلو څلورمه برخه نفوس له دغه رژیم څخه د وتلو په حال کښې دي یا د وتلو کوشش کوي.
-
د اسرائیلو رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره او ډیر پیاوړی وي
Oct 06, 2024 01:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: د صهیونیسټ رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره ، روښانه او لا قوي وي.
-
په غزه کې پر درېیو ښوونځیو د صهیونیسټانو په برید کې ۲۱ کسان په شهادت رسېدلي
Oct 04, 2024 10:48د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په غزې تړانګه کې پر ۳ ښوونځیو د اسرائیلي رژیم د هوايي برید خبر ورکړ.
-
په نیول شویو سیمو کې د حزب الله د پوځي عملیاتو دوام
Oct 03, 2024 12:18د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ملت په ملاتړ او د لبنان د دفاع په لړ کې، د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو، د نیول شویو سیمو په شمال کې، په صهیونیسټي ښارګوټي کې د دښمن خوځښتونه، په څو توغندیو سره په نښه کړي دي. د دغې بیانیې له مخې، دغه توغندي په مستقیم او دقیق ډول، پر خپلو هدفونو لګېدلي دي.