-
د قدس د ازادۍ ایډیل د تحقق په درشل کښې دی
Sep 29, 2024 01:07فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ:
-
امریکا باید د صهیونیسټانو د جنایتونو په اړه ځواب ورکوونکی وي
Sep 28, 2024 01:52د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني پرون له غرمې وروسته د بیروت په ضاحیه سیمه کې پر څو استوګنیزو ودانیو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه او ترهګریز هوایي بریدونه په کلکه وغندل.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۵۸ کسان په شهادت رسېدلي
Sep 26, 2024 14:15په غزه کې د فلسطین د مدني دفاع سازمان اعلان کړی چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په غزه کې، درې پنځوس فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د صهیونیسټي رژیم په هوایي یرغل کې ۷۰ لبنانیان په شهادت رسېدلي
Sep 26, 2024 14:06صهیونیسټي رژیم په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څه دپاسه شېیته ځله د لبنان پر بقاع سیمې بمبارې کړې ده. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اویا کسان په شهادت رسېدلي دي. همدارنګه، د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د لبنان د حالاتو د څېړنې په ناسته کې، د لبنان پر خاورې د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.
-
د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره د پزشکیان وړاندیز
Sep 25, 2024 09:19د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په لویدیځې آسیا او نړۍ کښې د ناامنۍ د مسئلې د اویا کلنې ویرې د ختمولو یوازنۍ لاره، د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو د حق ورستنول دي.
-
صهیونیسټي رژيم غزه د نړۍ په تر ټولو لويې هديرې بدله كړې ده
Sep 25, 2024 02:53د ترکیې ولسمشر په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د نیوکې ترڅنګ اعلان وکړ چې نیواکګر رژیم د غزې تړانګه د نړۍ په ترټولو ستر قبرستان بدله کړې ده.
-
په غزه او لبنان کې په پراخه کچه نسل وژنه روانه ده
Sep 25, 2024 02:26د ایران د حکومت ویاندې وویل، له بده مرغه په غزه او لبنان کې، د نژاد پرست رژیم له ناوړه او لیونتوب چلند سره مل، په پراخه پیمانه نسل وژنه روانه ده.
-
صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي
Sep 25, 2024 02:22د بشري حقونو یوه مرکز اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي.
-
ملګروملتونو په لبنان د اسرائیلو د بریدونو په هکله خبرداری ورکړ
Sep 23, 2024 10:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم وروستیو حملو ته په اشارې سره په بلې غزې باندې د لبنان د بدلیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړ.
-
صهیونیسټ رژيم د جنګ د پراخولو کوشش کوي
Sep 23, 2024 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري په خپل هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو دوام ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ستر جنګ ته د لبنان او د سیمې د هیوادونو د ورکاږلو هڅه کوي.